• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین له ازبکستان سره په نږدې اړیکو د روسیې د اوبو پر ځای په وچه تر اروپا ځان رسول غواړي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

چین د منځنۍ اسیا د پټلۍ په ګډون ازبکستان ته ځینو پروژو کې د نېږدې همکارۍ په وړاندیز له دغه هېواد سره خپل ډېپلوماټیک اړیکي نور هم زیات کړل. چین د پټلۍ دې پروژې سره نوې سوداګريزه لار جوړول غواړي؛ ځکه د روسیې له لارې سمندري لار ورته اوږده او ګرانه تمامېږي.

د چین شین هوا خبري اژانس وايي؛ د دغه هېواد ولسمشر شي جن پینګ نن په بېجینګ کې له ازبک سیال شوکت میرضیایف سره لیدنه کې خپلمنځي اړیکي له «ټولیز ستراتیژیک مشارکت څخه پر هر اړخیز ستراتېژیک مشارکت بدل کړل.»

بېجینګ له تاشکند سره د اړیکو د نوي څپرکي په پرانیستلو سره غواړي، چې د چین- قرغزستان او ازبکستان پتلۍ د جوړولو کار ژر تر ژره پیل شي.

پر دې پروژه په ۱۹۹۰ کلونو کې خبرې شوې وې؛ خو تازه یې هغه وخت اهمیت پېدا کړ، چې پر اوکرین په یرغل پسې په مسکو بندیزونه ولګېدل او له امله یې د چین او اروپا ترمنځ د روسیې له لارې پر ځمکنۍ لار د توکو لېږل بند شول.

د نوې لارې جوړېدو سره به د چین او اروپا تر منځ د توکو رسېدو وخت هم خورا کم شي.

چین د نړۍ مختلفو بازارونو ته د رسېدو لپاره د ورېښمو لار هم غځوي او په مقابل کې ازبکستان هم تر سوېلي اسیا د ځان رسولو لپاره د افغانستان له لارې تر پاکستان پټلۍ غځول غواړي.

تېره پنجشنبه د دې پټلۍ تړون په اسلام اباد کې لاسلیک شو او تازه د پاکستان او ازبکستان چارواکو پرون هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پوځ لوی درستیز: د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ټول ملت ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لرو

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، د دغه هېواد ځواکونه له ترهګرو سره جګړه کولی شي، خو د ټول ملت همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري. جنرال عاصم منیر نن په اسلام اباد کې د ځوانانو غونډې ته وینا کې دا هم وویل، چې دغه هېواد پوځ د هر ډول دسیسې او ګواښ په مقابل کې پوره تیار دي.

د ښاغلي منېر داخبرې په داسې مهال دي چې په پاکستان په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې بیا د امنیتي ځواکونو پرضد د وسلوالو بریدونو زور اخیستی دی.

د دې ډېری بریدونو مسوولیت پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپال په غاړه اخلي.

عاصم منیر په خپلو خبرو کې پر خواله رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دلته منفي پروپاګند په هېواد کې د بې باورۍ او ناهیلۍ لپاره کېږي.

د هغه په خبره، پکار ده چې د ورته خبرونو بیا کتنه وشي.

که څه هم جنرال عاصم منیر کومې مشخصې پېښې ته ګوته ونه نیوله، خو په وروستیو اونیو کې په اسلام اباد کې له بلوڅ پرلتوالو سره د امنیتي ځواکونو چلن خواله رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو.

په ورته مهال په چمن کې هم زرګونو کسان له درې نیمو میاشتو راهیسې پرلت وهلي ناست دي او هره ورځ خپل غږ د خواله رسنیو له لارې له نړۍ سره شریکوي.

پاکستان کېد پښتون ژغورنې غورځنګ پر غونډو سربېره، د چمن پرلت او د بلوڅانو لاریون ته هم د دغه هېواد رسنیو کې ځای نه ور کول کېږي او دا درې واړه لوري د خپلو هڅو رسولو لپاره خواله رسنۍ کاروي.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې د سیخ و برېښ له امله ۱۴ ماشومان مړه شوي دي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۳ GMT+۰

په پنجاب کې د سیخ و برېښ (سینه بغل) خطرناکې ناروغۍ د ۱۴ نورو ماشومانو ژوند اخیستی دی. د پنجاب د روغتیا څانګې په خبره، ټوله صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیخ و برېښ ۹۷۹ نوې پېښې راپور شوې دي.

د راپورونو له مخې، یوازې په لاهور کې تزره ورځ ۱۹۷ نوې پېښې ثبتې شوې چې له دې ډلې دوه ماشومان مړه شوي دي.

سږ کال په پنجاب کې د سیخ او برېښ ۱۰ زره ۵۲۰ پېښې راپور شوې، چې په کې ۲۰۸ کسان مړه شوي.

له بلې خوا، یوازې په لاهور کې د سینه بغل ۱۵۷۰ پېښې راپور شوي چې په کې ۴۷ کسان مړه شوي دي.

په پنجاب کې د سینه بغل له امله د مړو شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی، د تازه شمېرو له مخې په ټوله صوبه کې په یوه ورځ کې د سینه بغل له امله ۱۴ تنه نور ماشومان هم مړه شوي دي.

داعش په استانبول کې د سوېډن او جرمني پر کونسلګریو، کلیساو او عبادت ځایونو د برید پلان لري

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د ارټي ګېریک خبري ویب پاڼې د راپور له مخې؛ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت – خراسان (ISIL-K) یا د داعش وسله والې ډلې غواړي په استانبول کې د سویډن او جرمني په کونسلګریو او یو شمېر کلیساګانو او عبادت ځایونو بریدونه وکړي.

د استانبول د لوی څارنوال دفتر له خوا په یوه تفصیلي راپور کې دا مسایل افشاء شول.

د هغه ځانګړي راپور له مخې؛ د استانبول د لوی څارانوال دفتر له خوا د داعش پلانونه افشاء شول، د استانبول څانګې د داعش مشر د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

۴۵ کلن اې سي (د نوم مخفف) لومړنیو څېړنو په لړ کې تاجک او قرغزې وګړی پېژندل شوی.

اې سي تېر کال د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی او تر اوسه بندي دی.

په تفصیلي راپور کې راغلي، چې د بریدونو پلان د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې په سټاکهولم کې د ستر جومات مخې ته د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې جوړ شوی دی.

دغو وسله والو غوښتل چې پر کونسلګرۍ د بریدونو لپاره له ځانمرګو بریدګرو څخه کار واخلي او د «قربانیانو د شمېر د زیاتولو» د لارو چارو په لټه کې وو.

د ترکیې څانګې د داعش رهبر اې سي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت – خراسان (ISIL-K) یا د داعش وسله والې ډلې عملیات په تفصیلي توګه بیان کړي، چې دوی د منځنۍ اسیا او روسیې څخه د سوریې او افغانستان جګړیزو زونونو ته جنګیالي استول او ترکیه یې د خپلې اډې په توګه کاروله.

په راپور کې ۱۸ شکمنو کسانو ته اشاره شوې، چې د ترکیې د ملي (او ای) په ګډون د داغستان، ترکمنستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان تبعه دي.

دغه وسله واله ډلې د وسلو او چاودیدونکو توکو د لېږد لپاره یې د «مړ لیک» میتود چې معمولاً په جاسوسۍ او استخباراتي حلقو کې کارول کیږي کارولی.

راپور زیاتوي، چې څنګه په ترکیې او افغانستان کې د بریدونو لپاره وسلې او چاودیدونکي توکي له مخکینۍ همغږۍ وروسته تر ځمکې لاندې ښخ شوي دي.

ترکیش منیټ د سې شنبې په ورځ لیکلي، د اې سي لومړنۍ دنده سوریې ته د منځنۍ اسیا د لېږد اسانتیا وه.

هغه د داعش په لارښوونه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران له لارې په ناقانونونه توګه ترکیې ته ولاړ. په استانبول کې هغه د داعش جنګیالیو لپاره د استوګنې او جعلي هویتونو په جوړولو او د افغانستان د جګړې سیمو ته د هغوی د لېږد په همغږۍ کې ښکیل وو.

راپور کې راغلي په سټاکهولم کې د قران کریم له سوځولو وروسته د سوېډن پر کونسلګرۍ د برید د پلان لپاره د داعش درې وسله وال چې دوه یې چیچینیان او یو یې اذربایجانی و ټاکل شوي وو.

دوی د کونسلګرۍ شاو او خوا سیمه ښه پلټلې وه او پلان یې درلود چې لومړی د سیمې امنیت خراب کړي او وروسته د مرګ ژوبلې د زیاتوالي لپاره لاسي بمونه وکاروي.

د کونسلګرۍ سربېره په راپور کې راغلي، چې داعش وسله والو د استانبول د تکسیم څلورلارې ته نږدې په کلیساګانو او عبادت ځایونو په ځانګړې توګه د سورپ پیرجیک ارمنیایي کاتولیکې کلیسا، د نیو شالوم او د اشکنازي عبادت ځایونو هم د بریدونه پلان درلود.

د پلان شویو بریدونو لپاره د وسلو او چاودیدونکو توکو په اخېستلو کې د اې سي او دافغانستان څانګې د داعش د مشر تر منځ کړکیچ رامنځ ته شو. د داعش له ایډیالوژۍ څخه ناراضه اې سي پریکړه وکړه چې مخبر شي. هغه په استانبول کې د قرغزستان له قونسلګرۍ سره اړیکه ونیوله او د ځان د ساتنې په بدل کې یې ترکي چارواکو ته د معلوماتو د ورکولو وړاندیز وکړ.

د هغه له اعتراف وروسته له اې سي سره د قرغزستان امنیتي چارواکو اړیکه ونیوله او ژمنه یې وکړه، چې د ترکيي چارواکو سره به د هغه د همکارۍ اسانتیا برابره کړي.

له دې وروسته په مالدیپ کې قرغیزي ډېپلومات له اې سي سره پټه ناسته وکړه، چې په ترڅ کې یې اې سي د بریدونو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.

کله چې د داعش ډلې لوړپوړي وسله وال په اې سي شکمن شول، اې سي چارواکو ته مراجعه او د مرستې غوښتنه یې وکړه؛ خو اې سي د پولیسو له خوا ونیول شو او اوس محاکمې ته انتظار باسي.

د ترکیې د سټیټ - ران انادولو خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملي استخباراتو سازمان (ام ای ټي) د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د داعش سره د مبارزې په خاطر په ۱۲۲ عملیاتو کې د داعش ۴۲۶ شکمن کسان نیولي دي.

ترکیې په ۲۰۱۳ کال کې داعش ترهګره ډله اعلان کړه او له هغه وخت راهیسې پر دغې ډلې څو ځله بریدونه شوي دي.

په ترکیه کې د داعش له خوا په لږ تر لږه ۱۰ځانمرګو بریدونو، اوو بمي چاودنو او څلورو وسله والو بریدونو کې ۳۱۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلي پوځ د ویاند اعتراف: مونږ له کوچني او ضعیف دښمن سره مخامخ نه یو

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د اسراییل پوځ فارسي ژبي ویاند افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د اسراییل پوځ له کوچني او ضعیف دښمن سره مخامخ نه دی. کمال پنحاسي وايي؛ د دوی موندنې ښيي د جکړې په ډکر کې د پرمختللو وسلو په لرلو سره د حماس ډله د یو قوي پوځ سره د جګړې وړتیا لري.

کمال پنحاسي ادعا کوي، چې دغه وسلې د ایران له خوا حماس ډلې ته په واک کې ورکړل شوی دي.

په غزه کې د اسراییل پوځ هوايي بریدونو کې د عامو فلسطیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د ګڼو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

جنوبي افریقه په نړۍواله محکمه کې اسراییل په نسل وژنه تورن کړ.

د اسراییل د پوځ ویاند وايي؛ دوی له ښاري جکړې سره مخامخ دي او دا جګړه حماس پیل کړې او جکړه یې د غیر نظاميانو سیمو ته وړې ده.

د اسراییل پوځ ویاند د عامو فلسطینيانو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې حماس وسلوال په ښاري سیمو کې د غیرنظامیان سپر ګرځولي دي او پر اسراییل پوځیانو باندې بریدونه کوي، چې د ملکي فلسطینیانو د وژل کېدو لامل ګرځیدلي دي.

کمال پنحاسي زیاته کړه:" کله چې حماس تروریستي ډله له ښوونځیو، مسجدونو او روغتونو څخه پر اسراییلي پوځیانو بریدونه کوي؛ نو بیا مونږ ته بله چاره نه پېدا کیږي، چې له خپلو پوځیانو څخه دفاع وکړو؛ خو بیا هم زمونږ هڅه او تلاش دا دی، چې د غیرنظامیانو له تلفاتو ډډه وکړو او څو ځله مو غوښتنه کړې، چې عام خلک دې د جګړې له سیمې ووځي او امن ځّایونه ته دې لاړ شي."

د اسراییل پوځ دغه ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا جګړه به تر کومه روانه وي؟ وویل، چې اسراییل د روانې جګړې لپاره دوه هدفونه ټاکلي دي؛ لومړی دا چې په مکمله توګه د حماس ډلې ختمول او دویم دا چې د حماس له منګولو د برمته شویو اسراییلیانو خوشې کېدل دي.

حماس تېرکال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړل، چې په دغو برید کې شاوخوا ۱۳۰۰ اسراییلیان ووژل او نږدې ۲۵۰ تنه یې نور ژوندي ونیول او غزې ته یې انتقال کړل، چې یو څه یې په تېر ځل د لنډمهاله اوربند پر مهال د تبادلې په ترڅ کې خوشې شول.

د یادونې وړ ده، چې د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وروستیو کې ویلي، چې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبله شمېره شاوخوا ۲۵۰۰۰ ته راسیږي چې د جګړې زیات قربانیان ښځې او کوچنیان دي.

د چین دولتي رسنۍ: په چین کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۵ کسانو ته ورسید

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې په چین کې د سه شنبې په سهار د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي. د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې دغې زلزلې د قرغزستان سرحدي سیمې او د چین د سینکیانګ ځینې برخې لړزولې دي.

د چارواکو په وینا د ۱۸ کورنیو ۲۴ غړي لا هم ورک دي.

د چین د زلزلې مرکز ویلي، چې دغه زلزله د سهار په ۰۲:۰۹ دقیقو د سینکیانګ په ووشي ولسوالۍ کې شوې چې د دغه هیواد شمال لوېدیځ لوري ته پرته ده.

په چین کې د خواله رسنیو کاروونکو ویلي، چې د زلزلې ټکانونه په اورمچي، کورلا، کاشغر، یینینګ او د هغو په شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سینکیانګ د اوسپنې پټلۍ سمدلاسه خپل فعالیت ځنډولی او د راپورونو له مخې ۲۷ اورګادي د دغې زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.
د چین د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، د بېړنیو مرستو ډلې یې سیمې ته استولې دي.
د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د چین سینکیانګ سیمه د څو پرله پسې زلزلو شاهده وه.