• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییلي پوځ د ویاند اعتراف: مونږ له کوچني او ضعیف دښمن سره مخامخ نه یو

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د اسراییل پوځ فارسي ژبي ویاند افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د اسراییل پوځ له کوچني او ضعیف دښمن سره مخامخ نه دی. کمال پنحاسي وايي؛ د دوی موندنې ښيي د جکړې په ډکر کې د پرمختللو وسلو په لرلو سره د حماس ډله د یو قوي پوځ سره د جګړې وړتیا لري.

کمال پنحاسي ادعا کوي، چې دغه وسلې د ایران له خوا حماس ډلې ته په واک کې ورکړل شوی دي.

په غزه کې د اسراییل پوځ هوايي بریدونو کې د عامو فلسطیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د ګڼو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

جنوبي افریقه په نړۍواله محکمه کې اسراییل په نسل وژنه تورن کړ.

د اسراییل د پوځ ویاند وايي؛ دوی له ښاري جکړې سره مخامخ دي او دا جګړه حماس پیل کړې او جکړه یې د غیر نظاميانو سیمو ته وړې ده.

د اسراییل پوځ ویاند د عامو فلسطینيانو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې حماس وسلوال په ښاري سیمو کې د غیرنظامیان سپر ګرځولي دي او پر اسراییل پوځیانو باندې بریدونه کوي، چې د ملکي فلسطینیانو د وژل کېدو لامل ګرځیدلي دي.

کمال پنحاسي زیاته کړه:" کله چې حماس تروریستي ډله له ښوونځیو، مسجدونو او روغتونو څخه پر اسراییلي پوځیانو بریدونه کوي؛ نو بیا مونږ ته بله چاره نه پېدا کیږي، چې له خپلو پوځیانو څخه دفاع وکړو؛ خو بیا هم زمونږ هڅه او تلاش دا دی، چې د غیرنظامیانو له تلفاتو ډډه وکړو او څو ځله مو غوښتنه کړې، چې عام خلک دې د جګړې له سیمې ووځي او امن ځّایونه ته دې لاړ شي."

د اسراییل پوځ دغه ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا جګړه به تر کومه روانه وي؟ وویل، چې اسراییل د روانې جګړې لپاره دوه هدفونه ټاکلي دي؛ لومړی دا چې په مکمله توګه د حماس ډلې ختمول او دویم دا چې د حماس له منګولو د برمته شویو اسراییلیانو خوشې کېدل دي.

حماس تېرکال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړل، چې په دغو برید کې شاوخوا ۱۳۰۰ اسراییلیان ووژل او نږدې ۲۵۰ تنه یې نور ژوندي ونیول او غزې ته یې انتقال کړل، چې یو څه یې په تېر ځل د لنډمهاله اوربند پر مهال د تبادلې په ترڅ کې خوشې شول.

د یادونې وړ ده، چې د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وروستیو کې ویلي، چې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبله شمېره شاوخوا ۲۵۰۰۰ ته راسیږي چې د جګړې زیات قربانیان ښځې او کوچنیان دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د چین دولتي رسنۍ: په چین کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۵ کسانو ته ورسید

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې په چین کې د سه شنبې په سهار د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي. د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې دغې زلزلې د قرغزستان سرحدي سیمې او د چین د سینکیانګ ځینې برخې لړزولې دي.

د چارواکو په وینا د ۱۸ کورنیو ۲۴ غړي لا هم ورک دي.

د چین د زلزلې مرکز ویلي، چې دغه زلزله د سهار په ۰۲:۰۹ دقیقو د سینکیانګ په ووشي ولسوالۍ کې شوې چې د دغه هیواد شمال لوېدیځ لوري ته پرته ده.

په چین کې د خواله رسنیو کاروونکو ویلي، چې د زلزلې ټکانونه په اورمچي، کورلا، کاشغر، یینینګ او د هغو په شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سینکیانګ د اوسپنې پټلۍ سمدلاسه خپل فعالیت ځنډولی او د راپورونو له مخې ۲۷ اورګادي د دغې زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.
د چین د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، د بېړنیو مرستو ډلې یې سیمې ته استولې دي.
د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د چین سینکیانګ سیمه د څو پرله پسې زلزلو شاهده وه.

د طالبانو کډوالو وزارت: له زرو څخه زیات افغان کډوال په جبري توګه له ایران څخه راستانه شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (سلواغي درېمه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې یو زر او ۱۵۰ تنه افغان کډوال تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د هرات ولایت د اسلام کلا د سرحدي امریت د راپور له مخې په دغو راستنېدونکو کډوالو کې کورنۍ هم موجودې وې، ویل کیږي په دغو کډوالو کې ۴۱۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

‏د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له ۳۰ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدې مرستې وشوې او ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د وار چايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول چې پر پوله ګمارل شوې کمېټې یې تر خپلو کورنیو یې ور ورسوي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د یک شنبې په ورځ هم د اسلام کلا له لارې ۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړل شوي وو.چې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه کړل شوي شوي وو.

سرچینې: د پاکستان په سند او بلوچستان ایالتونو کې 'داعش' شپې پاڼې خپرې کړې دي

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۰

سرچینې وايي، «داعش» وسله والې ډلې د پاکستان په سند او بلوچستان ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې په دیوالونو شپې پاڼې لګولې او په دغو سیمو کې یې جمهوریت غوښتوونکو ګوندونو ته ګواښ کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته نن سه شنبه د (سلواغې درېمه) ویلي چې په دغو شپې پاڼو کې جمهوریت او د ټاکنو بهیر «کفر» بلل شوی او پر مذهبي ګوندونو سربېره، سیاسي ګوندونو او ولسي وګړو ته ګواښ شوی چې په دغه بهیر کې له ګډونه ډډه وکړي.

100%


د دغو شپې پاڼو له خپرولو وروسته په سیمه کې د خلکو تر منځ وېره خپره شوې او ویل کیږي چې د سیمې اوسېدونکي په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون په اړه اندېښنه لري.
د سند ایالت د حیدراباد اوسېدونکي احمد کاشف افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دا ورته د حیرانتیا وړ ده چې د ټاکنو په را رسیدو داسې شپې پاڼې خپریږي: «زه په ریښتیا وېریدلی یم، موږ مجبور یو چې په ټاکنو کې ګډون وکړو ځکه موږ باید له خپلې سیمې استازي ولرو او سیټونه وګټو، نو دا ډول ګواښونه د دې لامل کیږي چې خلک و ویریږي او په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.»
هڅه مو وکړه چې په سند او بلوچستان ایالتونو کې د یوه سیاسي ګوند د استازي نظر په دې اړه ولرو، له هڅو سره سره بریالي نه شو.
شنوونکي وايي، په پاکستان کې ډیر کله داسې شوي چې ټاکنو ته ورځې نږدې شي نو برلاسي ګوندونه په بېلابېلو ډولونو نور سیاسي ګوندونه او د هغوی پلویان ویروي او په ټاکنو کې د هغوی د ګډون مخه نیسي.
د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی استازی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي: «د دې شپې پاڼو تحقیق په کار دی چې د داسې کارونو تر شا څوک دي؟ خو دغه افراطي فکر موجود هم دی له پنځوسو کالو راهیسې همدا افراطي فکر پالل کیږي.»
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هم امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د نوماندانو د کمپاین پر مهال په دوی باندې بریدونه شوي.

اسراییل په غزه کې پر یو روغتون برید کړی او بل یې محاصره کړی دی

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

فلسطیني چارواکو ویلي؛ اسرايیلي ځواکونو د غزې په تر ټولو خونړۍ جګړه کې په لوېدیځ کې خان یونس ښار ته کې پرمختګ کړی او د دوشنبې په ورځ یې هلته په یو روغتون برید کړی او بل یې محاصره کړی او د ناروغانو درملنه یې درولې ده.

پوځیان د لومړي ځل لپاره د مدیترانې سواحلو ته څېرمه د خان یونس په لوېدیځ کې د غزې په جنوبي ښار کې د المواسي ولسوالۍ ته ورغلل.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره رویټرز ته وویل، چې هلته دوی په الخیر روغتون برید وکړ او طبي کارکوونکي یې ونیول.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره رویټرز ته ویلي، چې اسراییلي پوځيان د خان یونس په لودیځ کې د المواسي کلي ته ننوتي او هلته یې په الخیر روغتون برید کړی او طبي کارکوونکي یې نیولي دي.

په روغتون کې د وضعیت په اړه د اسراییل له خوا لا څه نه دي ویل شوي.

د پوځ ویاند په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

فلسطیني سرې میاشتې ویلي، چې ټانکونو د خان یونس یو بل روغتون الامال هم محاصره کړی، چې د دغې ژغورنې ادارې مرکزي دفتر یې له کارکوونکو سره اړیکه له لاسه ورکړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وايي، چې په خان یونس کې د شپې په اوږدو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د طبي تاسیساتو د محاصرې له امله لسګونه مړي او ټپیان د ژغورونکو له لاسرسي بیرون پاتې شوي دي.

په چین کې د ځمکې ښوېدنې له امله اته کسان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د چین په یون نان ولایت کې د دوشنبې په ورځ د ځمکې ښوېدنې له امله اته مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي، چې په واوره او یخنۍ کې یې د ژغورنې عملیات دوام لري.

د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي د راپور له مخې؛ لږ تر لږه د ۱۸ کورنیو څخه ۴۷ کسان لادرکه دي.

سیمه ییزو دولتي رسنیو ویلي، چې د اتو ورکو شویو کسانو جسدونه د دوشنبې په ماسپیښین موندل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا؛ دوه نور کسانو پر سر او بدن د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سویل لویدیځ ښار ژاوټونګ دوه کلیو کې ځمکه راښوېدلې، چې د غره په لمن کې جوړ کورونه یې لاندې کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې دغه پېښه سهار وختي رامنځته شوې او لسګونه کسان له خاورو لاندې بند پاتې دي.