• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په چین کې د ځمکې ښوېدنې له امله اته کسان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د چین په یون نان ولایت کې د دوشنبې په ورځ د ځمکې ښوېدنې له امله اته مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي، چې په واوره او یخنۍ کې یې د ژغورنې عملیات دوام لري.

د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي د راپور له مخې؛ لږ تر لږه د ۱۸ کورنیو څخه ۴۷ کسان لادرکه دي.

سیمه ییزو دولتي رسنیو ویلي، چې د اتو ورکو شویو کسانو جسدونه د دوشنبې په ماسپیښین موندل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا؛ دوه نور کسانو پر سر او بدن د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سویل لویدیځ ښار ژاوټونګ دوه کلیو کې ځمکه راښوېدلې، چې د غره په لمن کې جوړ کورونه یې لاندې کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې دغه پېښه سهار وختي رامنځته شوې او لسګونه کسان له خاورو لاندې بند پاتې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: د بروکسل د خبرو موخه د برمته شویو وګړو د خلاصون هڅه ده

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د اسراييل د بهرینو چارو وزیر يسراييل کاتز ویلي، چې بروکسل ته د ده د سفر او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزيرانو سره د ليدنې موخه د حماس له خوا د يرغمل شويو بنديانو د بېرته خلاصون په اړه خبرې اترې دي.

هغه همدا ډول د حماس د له منځه وړلو په کمپاين کې د اسراییل د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

کاتز د مرکې پر مهال د يرغمل شويو کسانو عکسونه په لاس کې نيولي وو.

د اسراییل او فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې دي، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري .

تر دې وړاندې یو شمېر اروپايي چارواکو ویلي وو، چې د راتلونکو خبرو اترو اصلي تمرکز په سیمه کې د سولې د رامنځته کېدو د لارو چارو څېړل دي، چې په کې د «دوه دولتونه، دوه ملتونه» په نوم طرحه هم پکې شامله ده.

د ترکیې پولیسو په بیټلیس ښار کې د افغان کډوالو یوه ډله نیولې ده

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په دویمه) د بیټلیس ښار سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ، چې په یوه لارۍ کې سپاره ۷۶ تنه افغان کډوال د تانریار په سیمه کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو تن د "انساني قاچاق" په تور نیول شوی دی.

د بیټلیس د والي دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پناه غوښتونکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ) د پولیسو له خوا ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټول بندیان افغان اتباع دي او د ترکیې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري.

خبرځاى زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه يو يې عدليې رياست او پاتې نور د مهاجرينو د ستنولو رياست ته سپارل شوي دي .

د بیټلیس د والي دفتر لیکلي، چې دوی به د قانوني مراحلو له ترسره کولو وروسته له ترکیې څخه و ایستل شي.

د هرات له زلزلې وروسته قرغزستان له افغانستان سره ۱۱۱ ټنه بشري مرستې کړې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د قرغزستان د بېړنیو پېښو وزارت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د تر ټولو لویې زلزلې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه رامنځته شوه، د هرات د زرګونو ځپل شویو کسانو د تمویل په موخه شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې مرستو کې ۷۵ ټنه اوړه، ۲۰ ټنه بوره، ۵ ټنه د لمر ګلي غوړي، ۵۰۰ بسترې، په مساوي شمېر ګرمې کمپلې او توشکې او همدارنګه ژمنۍ جامې، خوراکي توکي او د شخصي حفظ الصحې توکي شامل وو.

دوی زیاتوي، چې قرغزي ژغورونکو د څه د پاسه ٢٧٠٠ کيلومتره واټن په اوږدو کې له زلزله ځپلو سره بشري مرستې کړې او د افغانستان هرات ښار ته څېرمه د فيض اباد کلي اوسېدونکو ته يې روغتيايي مرستې رسولې دي.

دوی وايي، چې د بشري مرستو پاتې برخه سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه د ايران او ترکمنستان پولو ته څېرمه د افغانستان په هرات ولايت کې يوې زورورې زلزلې له دوو زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

لس زره کسان ټپیان شوي او په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان او ایران سفیرانو د خپلو کارونو د بیا پیل اجازه تر لاسه کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه، چې د اپرېل تر اتمې به د دواړو هېوادونو سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې حسین امیر عبداللهیان د جلیل عباس جیلاني په بلنه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې نهمه) اسلام اباد ته سفر کوي.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوي، چې د اسلام اباد او تهران تر منځ اړیکې له څو اونیو راپه دې خوا کړکېچنې شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایران سپاه پاسداران انقلابیانو په یوه ناڅاپي اقدام کې د پاکستان په بلوچستان ایالت څو توغندي وتوغول.

له دغه برید وروسته پاکستان له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په پاکستان کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر څخه وغوښتل چې خپل ماموریت ته له ستنېدو ډډه وکړي.

دوه ورځې وروسته د پاکستان پوځ د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې پر هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

دواړه بریدونه د ځايي خلکو له خوا غندل شوي دي.

ډېری منتقدین وايي، چې د دغو دواړو بریدونو قربانیان هغه بلوڅان دي، چې د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي او د تهران او اسلام اباد له تبعیض سره مخامخ دي.

پاکستانۍ رسنۍ: د اسلام اباد درې پوهنتونونه د امنیتي ګواښ له امله تر نامعلومې مودې وتړل شول

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امنیتي ګواښونو له امله درې پوهنتونونه تړل شوي چې له امله یې د زده‌کړیالانو کلنۍ ازموینې هم اغېزمنې شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي دویمه) نېټه امنیتي ادارو په اسلام اباد کې د بحریه، اییر او نېشنل ډیفینس پوهنتونونه د امنیتي ګواښونو له امله تر نامعلومې مودې وتړل.

د یادو پوهنتونونو څخه سرچینو ویلي چې، تر نامعلومې مودې د پوهنتونونو د تړلو په اړه تېره شپه ناخته خبر ورکړل شوی دی.

بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي چې، په اسلام اباد کې د ټاکنو او د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بلوڅو پرلت له امله یې امنیتي چمتوالی لا له وړاندې سخت کړی.

همدارنګه د امنیتي ادارو له لوري خبر ورکړل شوی چې تېره شپه یې د اسلام اباد ښار په شاوخوا سیمو کې هم د لټون عملیات پیل کړي دي.