• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هرات له زلزلې وروسته قرغزستان له افغانستان سره ۱۱۱ ټنه بشري مرستې کړې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د قرغزستان د بېړنیو پېښو وزارت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د تر ټولو لویې زلزلې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه رامنځته شوه، د هرات د زرګونو ځپل شویو کسانو د تمویل په موخه شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې مرستو کې ۷۵ ټنه اوړه، ۲۰ ټنه بوره، ۵ ټنه د لمر ګلي غوړي، ۵۰۰ بسترې، په مساوي شمېر ګرمې کمپلې او توشکې او همدارنګه ژمنۍ جامې، خوراکي توکي او د شخصي حفظ الصحې توکي شامل وو.

دوی زیاتوي، چې قرغزي ژغورونکو د څه د پاسه ٢٧٠٠ کيلومتره واټن په اوږدو کې له زلزله ځپلو سره بشري مرستې کړې او د افغانستان هرات ښار ته څېرمه د فيض اباد کلي اوسېدونکو ته يې روغتيايي مرستې رسولې دي.

دوی وايي، چې د بشري مرستو پاتې برخه سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه د ايران او ترکمنستان پولو ته څېرمه د افغانستان په هرات ولايت کې يوې زورورې زلزلې له دوو زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

لس زره کسان ټپیان شوي او په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او ایران سفیرانو د خپلو کارونو د بیا پیل اجازه تر لاسه کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه، چې د اپرېل تر اتمې به د دواړو هېوادونو سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې حسین امیر عبداللهیان د جلیل عباس جیلاني په بلنه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې نهمه) اسلام اباد ته سفر کوي.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوي، چې د اسلام اباد او تهران تر منځ اړیکې له څو اونیو راپه دې خوا کړکېچنې شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایران سپاه پاسداران انقلابیانو په یوه ناڅاپي اقدام کې د پاکستان په بلوچستان ایالت څو توغندي وتوغول.

له دغه برید وروسته پاکستان له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په پاکستان کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر څخه وغوښتل چې خپل ماموریت ته له ستنېدو ډډه وکړي.

دوه ورځې وروسته د پاکستان پوځ د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې پر هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

دواړه بریدونه د ځايي خلکو له خوا غندل شوي دي.

ډېری منتقدین وايي، چې د دغو دواړو بریدونو قربانیان هغه بلوڅان دي، چې د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي او د تهران او اسلام اباد له تبعیض سره مخامخ دي.

طالبانو یوناما د اسلامي احکامو په ناپوهۍ او د افغانانو عقایدو ته په سپکاوي تورنه کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۰

طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر تور ولګاوه، چې اسلامي قوانین د بشري حقونو خلاف بولي او د یوه ملت عقایدو ته سپکاوی کوي. د ملګروملتونو دفتر «یوناما» د افغانانو د بشري وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې وژنې، په خپلسر نیول او بندیانول دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې د يوناما له لوري د افغانستان د بشري وضعت وروستي درې مياشتني راپور ته په اشارې ويلي، چې دا نشر شوی راپور تر ډېره د «اسلامي شریعت» د اصولو پر عملي کولو جوړ شوی.

مجاهد زياته کړې، چې د «اسلامي شریعت» د عملي کولو لپاره یې زیاتي قربانۍ ورکړي او واک ته په رسېدو د ټولني نارينه او ښځي بايد دغه اصول پر ځان ومني.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې ليکلي: « د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتيا، د ښځو کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیريال، د محاکمو شرعي بڼه او شرعي سزاګاني او په ټولنه کې د فکري او عقيدوي انحراف مخنيوی دا د اسلامي شرعي حکومت دنده ده.»

د هغه په خبره، چې پر شرعي موضوعاتو د يوناما نيوکې د یوه ولس عقيدو ته سپکاوی دی.

هغه زياته کړې: « دا چې يوناما په يادو مواردو نيوکه کوي او يا ښکاره اسلامي احکام د بشری حقوقو خلاف عمل بولي دا پخپله د یوه ولس باور او عقيدو ته سپکاوی دی.»

مجاهد یوناما ته د لارښوونې په ډول خبردارۍ ورکړی، چې پر ديني ارزښتونو او موضوعاتو دې بې ځايه نيوکي نه کوي.

د طالبانو د ویاند په خبره؛ په افغانستان کې هر امر او اصول د دوی د مشر په حکم تر سره کېږي او د ده په خبره د ټولو لپاره «شرعي او قانوني» بڼه لري.

یوناما په يوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې په پلي کولو باندې د دغې ډلې د چارواکو د ټینګار سره - سره د غیرقانوني وژنو، خپلسر نیولو او بندیانولو، شکنجې او د پخواني رژیم د پوځیانو سره د طالبانو د چارواکو د ناسم چلند په اړه یې ځینې موارد ثبت کړي دي.

دا راپور د تېر ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې په افغانستان د بشري وضعیت اړندو مسايلو ته په کې ځای ورکړل شوی.

طالبانو په بدخشان کې د لوېدلې الوتکې څلور تنه ژغورل شوي کسان کابل ته لیږدولي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په بدخشان ولایت کې د غورځېدلې الوتکې د څلورو تنو ژغورل شويو کسانو ويډیوګانې خپرې کړې او وايي کابل ته یې لیږدولي دي. هغه وايي په الوتکه کې له سپرو شپږ تنو یې دوه تنه مړه شوي او څلور یې ژوندي پاتې دي.

نوموړی وايي، د یادو ژغورل شویو کسانو روغتیايي حالت ښه دی او لومړنۍ مرستې ورسره شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې یو طالب چارواکی وايي، یاده الوتکه د ټایلنډ څخه د روسیې په لوري روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله په بدخشان کې وغورځېدله.

دغه طالب چارواکی په خپلو خبرو کې وايي دوه ورځې یې د پلټنې عملیات ترسره کړل او د ژغورنې عملیاتو په لړ کې یې تېره شپه یاد کسان وموندل چې څلور کسان پکې ژوندي او دوه تنه یې مړه شوي وو.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې یاده الوتکه له هندوستان څخه د روسیې په لور روانه وه او په بدخشان ولایت کې غورځیدلې وه.

پاکستانۍ رسنۍ: د اسلام اباد درې پوهنتونونه د امنیتي ګواښ له امله تر نامعلومې مودې وتړل شول

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امنیتي ګواښونو له امله درې پوهنتونونه تړل شوي چې له امله یې د زده‌کړیالانو کلنۍ ازموینې هم اغېزمنې شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي دویمه) نېټه امنیتي ادارو په اسلام اباد کې د بحریه، اییر او نېشنل ډیفینس پوهنتونونه د امنیتي ګواښونو له امله تر نامعلومې مودې وتړل.

د یادو پوهنتونونو څخه سرچینو ویلي چې، تر نامعلومې مودې د پوهنتونونو د تړلو په اړه تېره شپه ناخته خبر ورکړل شوی دی.

بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي چې، په اسلام اباد کې د ټاکنو او د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بلوڅو پرلت له امله یې امنیتي چمتوالی لا له وړاندې سخت کړی.

همدارنګه د امنیتي ادارو له لوري خبر ورکړل شوی چې تېره شپه یې د اسلام اباد ښار په شاوخوا سیمو کې هم د لټون عملیات پیل کړي دي.

طالبان: له پاکستان او ایرانه نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه راستانه شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د یک شنبې په ورځ د اسلام کلا له پولې۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په دغو کسانو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه شوي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۳۶ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري ډول له پاکستانه ستانه کړل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یادو کورنیو د ټولو غړو شمیر ۱۷۸ تنه دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي افغانستان ته تازه راستانه شوي دغه کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې له شلو زرو څخه ډیرو هغو کورنیو سره چې په جبري ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنې شوې او له داخلي بیځایه شويو سره د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، نغدو پيسو او روغتیايي کڅوړو مرسته هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمیر ۴ لکه ۷۰ زره او ۹۹۹ تنو ته رسېدلی دی.