• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او ایران سفیرانو د خپلو کارونو د بیا پیل اجازه تر لاسه کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه، چې د اپرېل تر اتمې به د دواړو هېوادونو سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې حسین امیر عبداللهیان د جلیل عباس جیلاني په بلنه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې نهمه) اسلام اباد ته سفر کوي.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوي، چې د اسلام اباد او تهران تر منځ اړیکې له څو اونیو راپه دې خوا کړکېچنې شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایران سپاه پاسداران انقلابیانو په یوه ناڅاپي اقدام کې د پاکستان په بلوچستان ایالت څو توغندي وتوغول.

له دغه برید وروسته پاکستان له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په پاکستان کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر څخه وغوښتل چې خپل ماموریت ته له ستنېدو ډډه وکړي.

دوه ورځې وروسته د پاکستان پوځ د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې پر هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

دواړه بریدونه د ځايي خلکو له خوا غندل شوي دي.

ډېری منتقدین وايي، چې د دغو دواړو بریدونو قربانیان هغه بلوڅان دي، چې د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي او د تهران او اسلام اباد له تبعیض سره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ رسنۍ: د اسلام اباد درې پوهنتونونه د امنیتي ګواښ له امله تر نامعلومې مودې وتړل شول

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امنیتي ګواښونو له امله درې پوهنتونونه تړل شوي چې له امله یې د زده‌کړیالانو کلنۍ ازموینې هم اغېزمنې شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي دویمه) نېټه امنیتي ادارو په اسلام اباد کې د بحریه، اییر او نېشنل ډیفینس پوهنتونونه د امنیتي ګواښونو له امله تر نامعلومې مودې وتړل.

د یادو پوهنتونونو څخه سرچینو ویلي چې، تر نامعلومې مودې د پوهنتونونو د تړلو په اړه تېره شپه ناخته خبر ورکړل شوی دی.

بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي چې، په اسلام اباد کې د ټاکنو او د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بلوڅو پرلت له امله یې امنیتي چمتوالی لا له وړاندې سخت کړی.

همدارنګه د امنیتي ادارو له لوري خبر ورکړل شوی چې تېره شپه یې د اسلام اباد ښار په شاوخوا سیمو کې هم د لټون عملیات پیل کړي دي.

طالبان: له پاکستان او ایرانه نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه راستانه شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د یک شنبې په ورځ د اسلام کلا له پولې۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په دغو کسانو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه شوي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۳۶ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري ډول له پاکستانه ستانه کړل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یادو کورنیو د ټولو غړو شمیر ۱۷۸ تنه دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي افغانستان ته تازه راستانه شوي دغه کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې له شلو زرو څخه ډیرو هغو کورنیو سره چې په جبري ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنې شوې او له داخلي بیځایه شويو سره د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، نغدو پيسو او روغتیايي کڅوړو مرسته هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمیر ۴ لکه ۷۰ زره او ۹۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

سرچینې: لسمه ورځ ده چې د تورخم تړلې دروازې دواړه غاړې تر زرو زیات باروړونکي موټر ولاړ دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۰ GMT+۰

له تورخم څخه سرچینې وايي چې نن دوشنبه (د سلواغې دویمه) هم دغه ټرانزیټي لاره د باروړونکو لاریو پر مخ تړلې پاتې ده او دواړو غاړو ته تر زرو زیات ګاډي بار ولاړ دي. ويل کیږي د تورخم دروازه د باروړونکو لویو موټرو پر مخ ځکه تړل شوې چې چلوونکي یې پاسپورټ او ویزې نه لري.

د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې چې د تورخم دروازې د پرانیستلو په برخه کې چې کومې ناستې او خبرې شوې ټولې بې پایلې دي.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې شاوخوا ۹۰ لارۍ له کینو، کچالو او نورو توکو بار وې، د شبنې په ورځ بېرته له مالونو ډکې پېښور ته راستنې شوې دي.

سرچینې وايي، د اسلام اباد او طالبانو تر منځ په یو لړ سیاسي مسلو د مخالفتونو له امله دغه لویه لاره یوازې د سوداګریزو چارو په وړاندې تړل شوې چې زیان یې هم یوازې سوداګرو ته رسیږي.

د حکیم شینواري په نوم د یوې لارۍ موټر چلوونکی افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وايي، چې د لارې تړل کېدو له امله نه کورته تللی شي او نه هم سفر ته اجازه ورکړل کیږي: «ګاډی مې بار ولاړ دی، مالک راته وايي ورسره پاتې شه لاره خلاصیږي، خو دلته نه لاره خلاصیږي او نه کورته ترې تللی شم، ډیر انتظار نور نه کیږي څه وکړو، حکومتونه دې خپلې مسلې حل کړي، زموږ لاره دې نه بندوي.»

د دواړو خواوو متقابل عمل د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دغه مهمه لاره باندې له یوې اوونۍ زیاتې مودې راهیسې سوداګریزې چارې ودرول شي.

د پاکستان ګمرک یوه چارواکي مجیب الله شینواري رسنیو ته ویلي، چې په تورخم کې د سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو له امله سوداګرو ته میلیارډونه پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې ښايي په دې سره پاکستاني توکي په افغان مارکېټ خپل ارزښت له لاسه ورکړي، ځکه چې يو شمېر افغان سوداګرو تېره اوونۍ له خپلو ايراني سيالانو د اړينو توکو د واردولو غوښتنه کړې ده.

پولیټیکو مجله: حوثي ملیشې له ایران څخه د زیاتو وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۵ GMT+۰

پولیټیکو راپور ورکړی چې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو لخوا راټول شوي معلومات ښیي چې حوثي ملیشې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د زیاتو وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. د دغو معلوماتو له مخې، د حوثیانو هدف په سور سمندرګي کې د خپلو بریدونو زیاتول دي.

د دغه راپور له مخې امریکايي چارواکي د حوثیانو د بریدونو زیاتولو د پلان په اړه معلومات له یوې میاشتې راهیسې تر څار لاندې لري او شني یې.

دا معلومات دا هم په ګوته کوي چې شونې ده حوثیان په سیمه کې پر لوېدیځو ځواکونو هم برید وکړي.

حوثیان په سور سمندرګي کې خپلو بریدونو ته د یوه تاکتیک په سترګه ګوري چې پر امریکا فشار راوړي چې د حماس پر ضد د اسراییل له پوځي عملیاتو خپل ملاتړ پای ته ورسوي. دغې ډلې د نومبر له نیمایي راهیسې په سره سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو په وړاندې له ۳۰ څخه ډیر توغنديز او ډرون بریدونه کړي دي.

په تېرو لسو ورځو کې د امریکا پوځ په ځلونو په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو بریدونه کړي دي. په وروستۍ پېښه کې د امریکا جنګي الوتکو د شنبې په ورځ یو بېړۍ ضد توغندی له منځه یووړ چې توغولو ته چمتو و. د حوثیانو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له ویجاړولو سره سره دغې ډلې ویلي چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي.

د ایران پوځ: په کرمان کې د یوه سرتېري په ډزو کې پنځه ایراني پوځیان وژل شوي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د ایران په جنوب ختیځ کې د پوځي قرارګاه قوماندان امیر غلامانیان ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یو تن عسکر پر خپلو ملګرو ډزې وکړې، چې له امله یې ۵ تنه عسکر ووژل شول.

هغه زياته کړه: بريد کوونکى سمدلاسه له پوستې تښتېدلى او د نيولو هڅې يې روانې دي.

دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې د ایران په پوځي حلقو کې رامنځته کیږي.