• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یوناما د اسلامي احکامو په ناپوهۍ او د افغانانو عقایدو ته په سپکاوي تورنه کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۱:۵۲ GMT+۰

طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر تور ولګاوه، چې اسلامي قوانین د بشري حقونو خلاف بولي او د یوه ملت عقایدو ته سپکاوی کوي. د ملګروملتونو دفتر «یوناما» د افغانانو د بشري وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې وژنې، په خپلسر نیول او بندیانول دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې د يوناما له لوري د افغانستان د بشري وضعت وروستي درې مياشتني راپور ته په اشارې ويلي، چې دا نشر شوی راپور تر ډېره د «اسلامي شریعت» د اصولو پر عملي کولو جوړ شوی.

مجاهد زياته کړې، چې د «اسلامي شریعت» د عملي کولو لپاره یې زیاتي قربانۍ ورکړي او واک ته په رسېدو د ټولني نارينه او ښځي بايد دغه اصول پر ځان ومني.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې ليکلي: « د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتيا، د ښځو کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیريال، د محاکمو شرعي بڼه او شرعي سزاګاني او په ټولنه کې د فکري او عقيدوي انحراف مخنيوی دا د اسلامي شرعي حکومت دنده ده.»

د هغه په خبره، چې پر شرعي موضوعاتو د يوناما نيوکې د یوه ولس عقيدو ته سپکاوی دی.

هغه زياته کړې: « دا چې يوناما په يادو مواردو نيوکه کوي او يا ښکاره اسلامي احکام د بشری حقوقو خلاف عمل بولي دا پخپله د یوه ولس باور او عقيدو ته سپکاوی دی.»

مجاهد یوناما ته د لارښوونې په ډول خبردارۍ ورکړی، چې پر ديني ارزښتونو او موضوعاتو دې بې ځايه نيوکي نه کوي.

د طالبانو د ویاند په خبره؛ په افغانستان کې هر امر او اصول د دوی د مشر په حکم تر سره کېږي او د ده په خبره د ټولو لپاره «شرعي او قانوني» بڼه لري.

یوناما په يوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې په پلي کولو باندې د دغې ډلې د چارواکو د ټینګار سره - سره د غیرقانوني وژنو، خپلسر نیولو او بندیانولو، شکنجې او د پخواني رژیم د پوځیانو سره د طالبانو د چارواکو د ناسم چلند په اړه یې ځینې موارد ثبت کړي دي.

دا راپور د تېر ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې په افغانستان د بشري وضعیت اړندو مسايلو ته په کې ځای ورکړل شوی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بدخشان کې د لوېدلې الوتکې څلور تنه ژغورل شوي کسان کابل ته لیږدولي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په بدخشان ولایت کې د غورځېدلې الوتکې د څلورو تنو ژغورل شويو کسانو ويډیوګانې خپرې کړې او وايي کابل ته یې لیږدولي دي. هغه وايي په الوتکه کې له سپرو شپږ تنو یې دوه تنه مړه شوي او څلور یې ژوندي پاتې دي.

نوموړی وايي، د یادو ژغورل شویو کسانو روغتیايي حالت ښه دی او لومړنۍ مرستې ورسره شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې یو طالب چارواکی وايي، یاده الوتکه د ټایلنډ څخه د روسیې په لوري روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله په بدخشان کې وغورځېدله.

دغه طالب چارواکی په خپلو خبرو کې وايي دوه ورځې یې د پلټنې عملیات ترسره کړل او د ژغورنې عملیاتو په لړ کې یې تېره شپه یاد کسان وموندل چې څلور کسان پکې ژوندي او دوه تنه یې مړه شوي وو.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې یاده الوتکه له هندوستان څخه د روسیې په لور روانه وه او په بدخشان ولایت کې غورځیدلې وه.

طالبان: له پاکستان او ایرانه نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه راستانه شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د یک شنبې په ورځ د اسلام کلا له پولې۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په دغو کسانو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه شوي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۳۶ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري ډول له پاکستانه ستانه کړل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یادو کورنیو د ټولو غړو شمیر ۱۷۸ تنه دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي افغانستان ته تازه راستانه شوي دغه کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې له شلو زرو څخه ډیرو هغو کورنیو سره چې په جبري ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنې شوې او له داخلي بیځایه شويو سره د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، نغدو پيسو او روغتیايي کڅوړو مرسته هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمیر ۴ لکه ۷۰ زره او ۹۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

سرچینې: لسمه ورځ ده چې د تورخم تړلې دروازې دواړه غاړې تر زرو زیات باروړونکي موټر ولاړ دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۰ GMT+۰

له تورخم څخه سرچینې وايي چې نن دوشنبه (د سلواغې دویمه) هم دغه ټرانزیټي لاره د باروړونکو لاریو پر مخ تړلې پاتې ده او دواړو غاړو ته تر زرو زیات ګاډي بار ولاړ دي. ويل کیږي د تورخم دروازه د باروړونکو لویو موټرو پر مخ ځکه تړل شوې چې چلوونکي یې پاسپورټ او ویزې نه لري.

د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې چې د تورخم دروازې د پرانیستلو په برخه کې چې کومې ناستې او خبرې شوې ټولې بې پایلې دي.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې شاوخوا ۹۰ لارۍ له کینو، کچالو او نورو توکو بار وې، د شبنې په ورځ بېرته له مالونو ډکې پېښور ته راستنې شوې دي.

سرچینې وايي، د اسلام اباد او طالبانو تر منځ په یو لړ سیاسي مسلو د مخالفتونو له امله دغه لویه لاره یوازې د سوداګریزو چارو په وړاندې تړل شوې چې زیان یې هم یوازې سوداګرو ته رسیږي.

د حکیم شینواري په نوم د یوې لارۍ موټر چلوونکی افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وايي، چې د لارې تړل کېدو له امله نه کورته تللی شي او نه هم سفر ته اجازه ورکړل کیږي: «ګاډی مې بار ولاړ دی، مالک راته وايي ورسره پاتې شه لاره خلاصیږي، خو دلته نه لاره خلاصیږي او نه کورته ترې تللی شم، ډیر انتظار نور نه کیږي څه وکړو، حکومتونه دې خپلې مسلې حل کړي، زموږ لاره دې نه بندوي.»

د دواړو خواوو متقابل عمل د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دغه مهمه لاره باندې له یوې اوونۍ زیاتې مودې راهیسې سوداګریزې چارې ودرول شي.

د پاکستان ګمرک یوه چارواکي مجیب الله شینواري رسنیو ته ویلي، چې په تورخم کې د سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو له امله سوداګرو ته میلیارډونه پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې ښايي په دې سره پاکستاني توکي په افغان مارکېټ خپل ارزښت له لاسه ورکړي، ځکه چې يو شمېر افغان سوداګرو تېره اوونۍ له خپلو ايراني سيالانو د اړينو توکو د واردولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې ۶.۹ میلیون ډالر د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه لګوو

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان وايي له جاپان سره په ګډه یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د ۶،۹ میلیونو ډالرو پروژه لاسلیک کړه. دغه سازمان وايي یاده بودجه یوازې د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لګوي.

د (ډبلیو ايچ او) په وینا د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان (جایکا) سره به د ساري ناروغیو په دغه ګډه پروژه کې له ۷۶ زره څخه زیاتو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د (مرغومي۲مه) نېټه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر لوو داپینک د جاپان د همکارۍ نړیوال سازمان سره د ۶،۹ میلیونو امریکايي ډالرو ګډه پروژه په جاپان کې لاسلیک کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغه ګډه پروژه کې به په افغانستان کې د ساري ناروغیو د اغېزو د مخنیوي او کمولو په برخه کې له ۷۶ زره څخه ډیر کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان استازي کیوشي امادا د یادې ګډې پروژې د لاسلیک پرمهال ویلي: «زه هیله لرم چې دا پروژه به د میندو، ماشومانو او نورو په ګډون د خلکو روغتیا ته اغیزمنه تمامه شي او د دوی ژوند به خوندي کړي چې په افغانستان کې له بشري امنیت سره مرسته وکړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د جاپان او د روغتیا نړیوال سازمان تر منځ ګډې هڅې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د همکارانو دوامداره ژمنې څرګندوي.

د دوی په خبره نوې پیاوړې شوې ملګرتیا به د افغانستان د خلکو لپاره په یوه خوندي او سالمه راتلونکې کې مرسته وکړي.

طالبان د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړوي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۵ GMT+۰

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس د يکشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) خبر ورکړ چې د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ويل کيږي، د دغې مدرسې په جوړولو څه د پاسه يو ميليون افغانۍ لګښت راځي او په پام کې ده چې دوه سوه تنه په کې زده‌کړې وکړي.

طالب چارواکي وايي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې به د افغانستان په هره ولسوالۍ کې له دریو څخه تر لسو پورې دیني مدرسې جوړې شي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د ميليونونو ډالرو په لګښت ډېر جوماتونه او ديني مدرسې جوړې شوې او لا هم جوړېږي.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني د مرغومي نهمه، د پکتيا په يوه جهادي مدرسه کې وويل، چې ديني مدرسې بايد يوازې د ديني مسايلو په تدريس پورې محدودې نه شي.

ښاغلي حقاني وویل چې په ښوونځیو کې باید د دیني زده‌کړو ترڅنګ جهادي او نظامي فکر ته هم کاروشي.