• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په غزه کې پر یو روغتون برید کړی او بل یې محاصره کړی دی

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

فلسطیني چارواکو ویلي؛ اسرايیلي ځواکونو د غزې په تر ټولو خونړۍ جګړه کې په لوېدیځ کې خان یونس ښار ته کې پرمختګ کړی او د دوشنبې په ورځ یې هلته په یو روغتون برید کړی او بل یې محاصره کړی او د ناروغانو درملنه یې درولې ده.

پوځیان د لومړي ځل لپاره د مدیترانې سواحلو ته څېرمه د خان یونس په لوېدیځ کې د غزې په جنوبي ښار کې د المواسي ولسوالۍ ته ورغلل.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره رویټرز ته وویل، چې هلته دوی په الخیر روغتون برید وکړ او طبي کارکوونکي یې ونیول.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره رویټرز ته ویلي، چې اسراییلي پوځيان د خان یونس په لودیځ کې د المواسي کلي ته ننوتي او هلته یې په الخیر روغتون برید کړی او طبي کارکوونکي یې نیولي دي.

په روغتون کې د وضعیت په اړه د اسراییل له خوا لا څه نه دي ویل شوي.

د پوځ ویاند په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

فلسطیني سرې میاشتې ویلي، چې ټانکونو د خان یونس یو بل روغتون الامال هم محاصره کړی، چې د دغې ژغورنې ادارې مرکزي دفتر یې له کارکوونکو سره اړیکه له لاسه ورکړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وايي، چې په خان یونس کې د شپې په اوږدو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د طبي تاسیساتو د محاصرې له امله لسګونه مړي او ټپیان د ژغورونکو له لاسرسي بیرون پاتې شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په چین کې د ځمکې ښوېدنې له امله اته کسان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د چین په یون نان ولایت کې د دوشنبې په ورځ د ځمکې ښوېدنې له امله اته مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي، چې په واوره او یخنۍ کې یې د ژغورنې عملیات دوام لري.

د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي د راپور له مخې؛ لږ تر لږه د ۱۸ کورنیو څخه ۴۷ کسان لادرکه دي.

سیمه ییزو دولتي رسنیو ویلي، چې د اتو ورکو شویو کسانو جسدونه د دوشنبې په ماسپیښین موندل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا؛ دوه نور کسانو پر سر او بدن د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سویل لویدیځ ښار ژاوټونګ دوه کلیو کې ځمکه راښوېدلې، چې د غره په لمن کې جوړ کورونه یې لاندې کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې دغه پېښه سهار وختي رامنځته شوې او لسګونه کسان له خاورو لاندې بند پاتې دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: د بروکسل د خبرو موخه د برمته شویو وګړو د خلاصون هڅه ده

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د اسراييل د بهرینو چارو وزیر يسراييل کاتز ویلي، چې بروکسل ته د ده د سفر او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزيرانو سره د ليدنې موخه د حماس له خوا د يرغمل شويو بنديانو د بېرته خلاصون په اړه خبرې اترې دي.

هغه همدا ډول د حماس د له منځه وړلو په کمپاين کې د اسراییل د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

کاتز د مرکې پر مهال د يرغمل شويو کسانو عکسونه په لاس کې نيولي وو.

د اسراییل او فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې دي، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري .

تر دې وړاندې یو شمېر اروپايي چارواکو ویلي وو، چې د راتلونکو خبرو اترو اصلي تمرکز په سیمه کې د سولې د رامنځته کېدو د لارو چارو څېړل دي، چې په کې د «دوه دولتونه، دوه ملتونه» په نوم طرحه هم پکې شامله ده.

د ترکیې پولیسو په بیټلیس ښار کې د افغان کډوالو یوه ډله نیولې ده

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په دویمه) د بیټلیس ښار سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ، چې په یوه لارۍ کې سپاره ۷۶ تنه افغان کډوال د تانریار په سیمه کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو تن د "انساني قاچاق" په تور نیول شوی دی.

د بیټلیس د والي دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پناه غوښتونکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ) د پولیسو له خوا ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټول بندیان افغان اتباع دي او د ترکیې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري.

خبرځاى زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه يو يې عدليې رياست او پاتې نور د مهاجرينو د ستنولو رياست ته سپارل شوي دي .

د بیټلیس د والي دفتر لیکلي، چې دوی به د قانوني مراحلو له ترسره کولو وروسته له ترکیې څخه و ایستل شي.

د هرات له زلزلې وروسته قرغزستان له افغانستان سره ۱۱۱ ټنه بشري مرستې کړې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د قرغزستان د بېړنیو پېښو وزارت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د تر ټولو لویې زلزلې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه رامنځته شوه، د هرات د زرګونو ځپل شویو کسانو د تمویل په موخه شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې مرستو کې ۷۵ ټنه اوړه، ۲۰ ټنه بوره، ۵ ټنه د لمر ګلي غوړي، ۵۰۰ بسترې، په مساوي شمېر ګرمې کمپلې او توشکې او همدارنګه ژمنۍ جامې، خوراکي توکي او د شخصي حفظ الصحې توکي شامل وو.

دوی زیاتوي، چې قرغزي ژغورونکو د څه د پاسه ٢٧٠٠ کيلومتره واټن په اوږدو کې له زلزله ځپلو سره بشري مرستې کړې او د افغانستان هرات ښار ته څېرمه د فيض اباد کلي اوسېدونکو ته يې روغتيايي مرستې رسولې دي.

دوی وايي، چې د بشري مرستو پاتې برخه سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه د ايران او ترکمنستان پولو ته څېرمه د افغانستان په هرات ولايت کې يوې زورورې زلزلې له دوو زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

لس زره کسان ټپیان شوي او په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان او ایران سفیرانو د خپلو کارونو د بیا پیل اجازه تر لاسه کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه، چې د اپرېل تر اتمې به د دواړو هېوادونو سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې حسین امیر عبداللهیان د جلیل عباس جیلاني په بلنه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې نهمه) اسلام اباد ته سفر کوي.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوي، چې د اسلام اباد او تهران تر منځ اړیکې له څو اونیو راپه دې خوا کړکېچنې شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایران سپاه پاسداران انقلابیانو په یوه ناڅاپي اقدام کې د پاکستان په بلوچستان ایالت څو توغندي وتوغول.

له دغه برید وروسته پاکستان له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په پاکستان کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر څخه وغوښتل چې خپل ماموریت ته له ستنېدو ډډه وکړي.

دوه ورځې وروسته د پاکستان پوځ د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې پر هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

دواړه بریدونه د ځايي خلکو له خوا غندل شوي دي.

ډېری منتقدین وايي، چې د دغو دواړو بریدونو قربانیان هغه بلوڅان دي، چې د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي او د تهران او اسلام اباد له تبعیض سره مخامخ دي.