راشد خان د ملا له عملیات وروسته د پاکستان په سوپر لیګ کې د احتیاط له مخې نه لوبیږي

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ملا له عملیات وروسته د احتیاط له مخې د پاکستان له سوپر لیګ څخه وتلی او په دغه لیګ کې به ونه لوبیږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ملا له عملیات وروسته د احتیاط له مخې د پاکستان له سوپر لیګ څخه وتلی او په دغه لیګ کې به ونه لوبیږي.
راشد خان د پاکستان سوپر لیګ په تېرو درېیو فصلونو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبیدلی و او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې سرلیګونه ګټلي وو.
هغه د ډسمبر په میاشت کې د لیګ له خوا د لوبیدونکو لوبغاړو په ډله کې شامل شوی و؛ خو دا باور هم موجود و، چې ښايي د ۲۰۲۴ کال په لوبلړیو کې لوبه ونه کړي.
نوموړی په تېر نومبر میاشت کې د ترسره شوي عملیات څخه وروسته د احتیاط لپاره په رسمي توګه له دغه ټورنمنټ څخه وتلی دی.
د پاکستان قلندرز لوبډله کولی شي، چې د راشد په ځای بل لوبغاړی خپلې ډلې ته اضاله کړي.
راشد د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې د هند شل اوریزو لوبو لړۍ په جریان کې د خپلو افغان ټیم له ملګرو سره هند ته سفر کړی و؛ خو د عملیات وروسته د درملنې د پروسې له امله یې په لوبو کې ګډون ونه کړ.
هغه تر دې وړاندې د بیګ باش او سویلي اسیا په شل اوریزو سیالیو کې هم د نه ګډون فیصله کړې وه.
افغان ډلې مشر روزونکي جوناتن ټراټ ویلي: "مونږ غواړو ځان ډاډه کړو، چې د هغه د ملا سره له پوره احتیاطه کار اخلو."
ټراټ وايي: "هغه یو بانفوذه لوبغاړی دی؛ موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هغه سل په سلو کې لوبو ته چمتو دی او روغتیا ته یې اندېښنه نه شته. کله چې هغه اماده شو، لومړۍ کس به وي چې د کرکټ میدان ته به راګرځي. یو څو نورې معاینې او ټسټونه یې باید وشي؛ تر څو چې اطمینان حاصل چې هر څه ښه پرمخ روان دي. زه هیله لرم چې هغه ژر لوبو ته راستون شي، مګر مونږ په دې کې بېړه نه کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څاري او په دغه برخه کې د امریکا استازي کار کوي.
ویډانټ پټیل په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې په دغه برخه کې به امریکا خپلې نه ستړې کېدونکو هلو - ځلو ته دوام ورکوي؛ تر څو امریکا ته ډاډ حاصل شي، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې طالبان ځواب ویوونکي شي.
پټیل زیاته کړه، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت ښکېل دی او د وزارت د رهبرۍ سربېره د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري هم یاده مساله څاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کابل سربېره په یو شمېر لویو ولایتونو کې د حجاب په پلمه د مېرمنو او نجونو نیول دوام لري.
د یادې مسالې په تړاو ملګرو ملتونو هم خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استارې رینا امیري د زدهکړو د نړۍوالې ورځې په پار پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځې او نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او هیلې یې مړاوې شوې دي.
هغه وایي؛ نړۍواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو د زدهکړو د حق په ملاتړ کې همغږې پاتې شي.
د سوریې د شخړې د هواري لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي الکساندر لاورینتیف ویلي، چې افغانستان یوازینی هېواد دی، چې امریکا له طالبانو سره له همغږې وروسته ترینه په بېړه وتلې ده.
د روسیې د تاس خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې الکساندر لاورینتیف دا څرګندونې عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره کړي او ویلي یې دي، چې روسیه داسې شواهد لري چې متحده ایالاتونه له عراق څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره چمتووالی نیسي.
هغه یادونه وکړه؛ یوازینی هېواد چې امریکایان په ډېره چټکۍ سره ترې ووتل افغانستان و.
هغه ویلي: "مګر هلته د امریکا پر ځواکونو د بریدونو ګواښ موجود و. امریکایان مجبور شول چې په لڼډ وخت کې له طالبانو سره په همغږۍ کې له هغه هېواده ووځي."
لاورینتیف په استانه کې د سوریې په اړه له ۲۱مې نړۍوالې غونډې وروسته ویلي: "تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، امریکا د عراق د غوښتنو د پوره کولو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. که څه هم دا ستونزمنه ده چې قضاوت وکړو چې دا موضوع څومره واقعبینانه ده. دا پروسه ممکن اوږده وي او حتا کلونه دوام وکړي."
هغه ویلي؛ لکه څنګه چې لیدل شوي، امریکایان د ځینو هیوادونو د مشرتابه د نظر په پام کې نیولو پرته، په ښکاره توګه د تروریزم سره د مبارزې به فیشنۍ پلمه، په ډېره اسانۍ سره یو هېواد ته خپل پوځیان لیږي؛ خو د پوځيانو بېرته وتل یې خورا ستونزمن ثابت شوي.
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نارویژي ډیپلوماټ سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ډله د دوحې غونډې ته بلل شوې ده.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه غونډه به د همدې میاشتې په پای کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې په قطر کې جوړه شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر پال کلومن بکر سره وکتل.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نارویژي ډېپلومات ویلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه جوړه شي.
مولوي عبدالکبير وويل، چې دې غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د دوحې د غونډې هدف د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د چلند همغږي او د دغه هېواد په اړه د خپلواکو ارزونو ترسره کول دي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ناروې سفیر له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته دې د زده کړې او د کار زمينه برابره کړي.
د طالبانو سیاسي مرستیال ویلي، چې دا ډله د ښځو او نجونو د تعلیم مخالفه نه ده.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو د مشر په امر يې د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
عبدالکبیر له ناروې او نورو اروپايي هېوادونو غوښتي چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
هغه دا هم وویل، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ځای نه لري او داعش ځپل شوی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناروې په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره ۹۳ میلیونه ډالره او له ایران او پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره ۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د ګټو او موخو په تغیر سره سیاسي او ټولنیز روایتونه بدلېدونکي دي؛ مګر د سیاسي او ټولنیزو روایتونو خشن تغیر بیا د اندېښنې او مکس وړ دی.
نېږدې ۴۰ کاله وړاندې د افغانستان او افغانانو په اړه د پاکستاني روایت پیل له دې وشو چې: ”افغانان مو ورونه دي، موږ د خپلو ورونو ملاتړ کوو او د دوی پر وړاندې د کېدونکي جبر خلاف یو”.
د ورورولۍ دا روایت بیا یو څه لا غښتلی شو او د نور محمد تره کي د واکمنۍ پر مهال پاکستاني سیاستوالو وویل: “افغانان قریش دي او موږ انصار، لکه څنګه چې انصارو قریشو ته پناه ورکړې وه موږ افغانانو ته پناه ورکوو”.
دغه روایت نسبتاً ډېره موده دوام وکړ او د افغان کډوالو پر سر راتلونکي میلیاردونه ډالر د پاکستاني اسټبلیشمینټ پر استحکام مصرف شو او یوازې پاتې شونې یې افغانانو ته ورکړل شوې.
د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له سقوط وروسته پاکستانی سیاسي روایت د افغانانو پر وړاندې نوی رنګ خپل کړ او له خپل منځي شخړو وروسته د طالبانو د لومړي ځل رامنځته کېدو سره سم دوی په افغانستان کې د مطلق اسلامي نظام غوښتونکي شول.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو او وروستیو میاشتو کې د پاکستان سیاست لکه تور او سپین داسې توپیر درلوده او کله چې ناټو افغانستان ته راغله جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې دوی په افغانستان کې د یوه ډېموکراتیک او ولسواکه نظام ملاتړي او د افراطي ډلو مخالف دي.
تر ۲۰۰۴ کال پورې پاکستانی روایت د طالبانو خلاف او په افغانستان کې د جمهوري ارزښتونو پر ملاتړ راغوڼډ و؛ مګر د کوېټې شورا له جوړېدو وروسته په عمل او وینا کې تغیر محسوس شو.
پاکستان په ۲۰۰۶ کال کې د وزیرستان او پېښور شوراګانو د جوړېدو لپاره لار هواره کړه او خواره – واره طالبان یې سره بېرته راټول کړل.
له طالبانو ښکاره ملاتړ په ۲۰۱۱ کې برملا او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر پنځلسمې پورې یې لکه د خوږې ګوتې په کوېټه، پېښور، وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې وساتل.
ان د طالبانو د کابینې په جوړېدو کې یې هم مستقیم رول لروده او د ای اېس ای د رییس د چایو پیاله اوس هم په پاکستاني او افغاني سیاسي حلقو کې د یو دایمي مثال په توګه کاریږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په سیمه ییزه کچ سیمه ییز نظم او په نړۍواله کچه نړۍواله ارډر چلنج او لکه د اوکراین او غزې لویې جګړې رامنځته شوې، چې دې چارې یو شمېر اورپکو ډلو ته هم د لا ښه پرمختګ زمینه برابره کړه.
په پاکستان کې بلوڅ بېلتون پال، ټي ټي پي، الجهاد او ګڼې نورې ډلې بیا فعاله او ځینو نیابتي ډلو په مستقیم ډول هغو وسلو ته لاسرسی پېدا کړ، چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوې وې.
تازه سیمه ییزو بدلونونو د پاکستاني پوځ صلابت هم چلنج کړ او پاکستان په بېساري توګه ناامنه او مخالفې وسلوالې ډلې غښتلې شوې.
پر کډوالو فشار راوړل، جبري ستنونه، د چمن – سپین بولدک پر لارې د وېزې او پاسپورټ جبري کول او پر افغانانو د ناامنیو د رامنځته کولو تورونه د پاکستاني پوځ د خشن روایت ابتدایي نښې وې.
تازه د پاکستان لوی درستیز په یوه بیانیه کې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوب په اړه ویلي، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.
عاصم منیر طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې «مونږ چمتو یو هر څه قرباني کړو.»
نوموړي د چهارشنبې په ورځ ویلي، کله چې د یوه پاکستاني وګړي بحث رامنځته کیږي، نو د اړتیا په صورت کې ټول افغانستان له منځه وړلی شي.
د پاکستان لوی درستیز ادعا کړې چې پاکستان پنځوس کاله پنځه میلیونه افغانانو ته ډوډۍ ورکړې ده.
دغه جګپوړي پاکستاني پوځي چارواکي ادعا کړې، چې "په بلوچستان کې د تاوتریخوالی ملاتړ ډیری وخت د افغانستان له خوا کېږي او دغه لوېديځ ته پروت ګاونډي هېڅکله د پاکستان پر وړاندې دوستي نه ده ښودلې.

جنرال عاصم منیر زیاته کړې، چې افغانستان یوازینی هېواد و، چې له هند څخه د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له منلو سره مخالفت وکړ.
هغه وويل: "ستونزه دا ده چې خلک تاريخ نه لولي."
د پاکستان د پوځ د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو په لوړه کچه نارضایتي ښيي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې د ناامنۍ د زیاتوالي له امله خرابې شوې دي.
د جنرال عاصم منیر څرګندونې د هېوادونو په کچه د خشن روایت ډېرې ښکاره نښې لري؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا هر څه تر دې ځایه ولې رسېدلې دي.
پاکستان اوس د خپلو هغو نیابتي – افراطي ډلو په اور کې سوځي، چې په نویمو لسیزو او د جمهوریت په دوران کې یې په خپله رامنځته کړې وې.
دا اور لا پسې غځېدونکی دی، د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو نفرت ورځ تر بلې ډیریږي او امکانات یې په بېساري ډول زیات شوي دي.
له بله خوا د پاکستان کړکېچن اقتصادي وضعیت، د داخلي سیاست ناندرې او د بېلتونپالنې د غږونو غبرګېدل د دې ګواهي ورکوي، چې پاکستاني پوځ ته د وضعیت کنټرول د مار له سینې تېرېدل دي.
یادونه: پورته لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.
طالبان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې یونسکو د مشرې له قوله وايي، چې دغه بنسټ د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره خپل فعالیت پراخوي او غور کې د منار جام د استحکام او د بامیان په ګډون ځینې نورو سیمو کې د تاریخي میراثونو د خوندیتوب لپاره پر نوي پلان کار کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په خپله اعلامیه کې ویلي چې پتریشا مک فلیپس د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره په لیدنه دا ژمنه کړې ده.
د اعلامیې له مخې، د یونسکو مشرې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د هنرمندانو «خطاطانو، ميناتورانو، نقاشانو..» د ظرفیت لوړونې لپاره هم له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه کار کوي.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي هم له اغلې فلیپس غوښتنه کړې چې کلتوري برخه په سياست پورې ونه تړي او په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه تاریخې ابدې چې له خطر سره مخامخ وې ترمیم شوې او د تاریخي ابداتو د قاچاق او غصب مخه هم نيول شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان تاریخي او کلتوري هویت ساتنې تهژمن دی.