• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سیاسي مرستیال وايي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازی بلل شوی دی

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نارویژي ډیپلوماټ سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ډله د دوحې غونډې ته بلل شوې ده.

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه غونډه به د همدې میاشتې په پای کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې په قطر کې جوړه شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر پال کلومن بکر سره وکتل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نارویژي ډېپلومات ویلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه جوړه شي.

مولوي عبدالکبير وويل، چې دې غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د دوحې د غونډې هدف د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د چلند همغږي او د دغه هېواد په اړه د خپلواکو ارزونو ترسره کول دي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ناروې سفیر له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته دې د زده کړې او د کار زمينه برابره کړي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ویلي، چې دا ډله د ښځو او نجونو د تعلیم مخالفه نه ده.

هغه زياته کړه، چې د طالبانو د مشر په امر يې د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

عبدالکبیر له ناروې او نورو اروپايي هېوادونو غوښتي چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

هغه دا هم وویل، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ځای نه لري او داعش ځپل شوی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناروې په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره ۹۳ میلیونه ډالره او له ایران او پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره ۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

شننه؛ د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پوځ خشن روایت

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

د ګټو او موخو په تغیر سره سیاسي او ټولنیز روایتونه بدلېدونکي دي؛ مګر د سیاسي او ټولنیزو روایتونو خشن تغیر بیا د اندېښنې او مکس وړ دی.

نېږدې ۴۰ کاله وړاندې د افغانستان او افغانانو په اړه د پاکستاني روایت پیل له دې وشو چې: ”افغانان مو ورونه دي، موږ د خپلو ورونو ملاتړ کوو او د دوی پر وړاندې د کېدونکي جبر خلاف یو”.

د ورورولۍ دا روایت بیا یو څه لا غښتلی شو او د نور محمد تره کي د واکمنۍ پر مهال پاکستاني سیاستوالو وویل: “افغانان قریش دي او موږ انصار، لکه څنګه چې انصارو قریشو ته پناه ورکړې وه موږ افغانانو ته پناه ورکوو”.

دغه روایت نسبتاً ډېره موده دوام وکړ او د افغان کډوالو پر سر راتلونکي میلیاردونه ډالر د پاکستاني اسټبلیشمینټ پر استحکام مصرف شو او یوازې پاتې شونې یې افغانانو ته ورکړل شوې.

د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له سقوط وروسته پاکستانی سیاسي روایت د افغانانو پر وړاندې نوی رنګ خپل کړ او له خپل منځي شخړو وروسته د طالبانو د لومړي ځل رامنځته کېدو سره سم دوی په افغانستان کې د مطلق اسلامي نظام غوښتونکي شول.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو او وروستیو میاشتو کې د پاکستان سیاست لکه تور او سپین داسې توپیر درلوده او کله چې ناټو افغانستان ته راغله جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې دوی په افغانستان کې د یوه ډېموکراتیک او ولسواکه نظام ملاتړي او د افراطي ډلو مخالف دي.

تر ۲۰۰۴ کال پورې پاکستانی روایت د طالبانو خلاف او په افغانستان کې د جمهوري ارزښتونو پر ملاتړ راغوڼډ و؛ مګر د کوېټې شورا له جوړېدو وروسته په عمل او وینا کې تغیر محسوس شو.

پاکستان په ۲۰۰۶ کال کې د وزیرستان او پېښور شوراګانو د جوړېدو لپاره لار هواره کړه او خواره – واره طالبان یې سره بېرته راټول کړل.

له طالبانو ښکاره ملاتړ په ۲۰۱۱ کې برملا او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر پنځلسمې پورې یې لکه د خوږې ګوتې په کوېټه، پېښور، وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې وساتل.

ان د طالبانو د کابینې په جوړېدو کې یې هم مستقیم رول لروده او د ای اېس ای د رییس د چایو پیاله اوس هم په پاکستاني او افغاني سیاسي حلقو کې د یو دایمي مثال په توګه کاریږي.

د جمهوري دولت له سقوط وروسته د ای اېس ای مشر فیض حمید په کابل کې
100%
د جمهوري دولت له سقوط وروسته د ای اېس ای مشر فیض حمید په کابل کې

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په سیمه ییزه کچ سیمه ییز نظم او په نړۍواله کچه نړۍواله ارډر چلنج او لکه د اوکراین او غزې لویې جګړې رامنځته شوې، چې دې چارې یو شمېر اورپکو ډلو ته هم د لا ښه پرمختګ زمینه برابره کړه.

په پاکستان کې بلوڅ بېلتون پال، ټي ټي پي، الجهاد او ګڼې نورې ډلې بیا فعاله او ځینو نیابتي ډلو په مستقیم ډول هغو وسلو ته لاسرسی پېدا کړ، چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوې وې.

تازه سیمه ییزو بدلونونو د پاکستاني پوځ صلابت هم چلنج کړ او پاکستان په بېساري توګه ناامنه او مخالفې وسلوالې ډلې غښتلې شوې.

پر کډوالو فشار راوړل، جبري ستنونه، د چمن – سپین بولدک پر لارې د وېزې او پاسپورټ جبري کول او پر افغانانو د ناامنیو د رامنځته کولو تورونه د پاکستاني پوځ د خشن روایت ابتدایي نښې وې.

تازه د پاکستان لوی درستیز په یوه بیانیه کې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوب په اړه ویلي، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.

عاصم منیر طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې «مونږ چمتو یو هر څه قرباني کړو.»

نوموړي د چهارشنبې په ورځ ویلي، کله چې د یوه پاکستاني وګړي بحث رامنځته کیږي، نو د اړتیا په صورت کې ټول افغانستان له منځه وړلی شي.

د پاکستان لوی درستیز ادعا کړې چې پاکستان پنځوس کاله پنځه میلیونه افغانانو ته ډوډۍ ورکړې ده.

دغه جګپوړي پاکستاني پوځي چارواکي ادعا کړې، چې "په بلوچستان کې د تاوتریخوالی ملاتړ ډیری وخت د افغانستان له خوا کېږي او دغه لوېديځ ته پروت ګاونډي هېڅکله د پاکستان پر وړاندې دوستي نه ده ښودلې.

100%

جنرال عاصم منیر زیاته کړې، چې افغانستان یوازینی هېواد و، چې له هند څخه د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له منلو سره مخالفت وکړ.

هغه وويل: "ستونزه دا ده چې خلک تاريخ نه لولي."

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو په لوړه کچه نارضایتي ښيي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې د ناامنۍ د زیاتوالي له امله خرابې شوې دي.

د جنرال عاصم منیر څرګندونې د هېوادونو په کچه د خشن روایت ډېرې ښکاره نښې لري؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا هر څه تر دې ځایه ولې رسېدلې دي.

پاکستان اوس د خپلو هغو نیابتي – افراطي ډلو په اور کې سوځي، چې په نویمو لسیزو او د جمهوریت په دوران کې یې په خپله رامنځته کړې وې.

دا اور لا پسې غځېدونکی دی، د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو نفرت ورځ تر بلې ډیریږي او امکانات یې په بېساري ډول زیات شوي دي.

له بله خوا د پاکستان کړکېچن اقتصادي وضعیت، د داخلي سیاست ناندرې او د بېلتونپالنې د غږونو غبرګېدل د دې ګواهي ورکوي، چې پاکستاني پوځ ته د وضعیت کنټرول د مار له سینې تېرېدل دي.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.

په مالي کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله له ۷۰ ډېر کان کېندونکي مړه شوي دي

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د مالي دولتي رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په کنګابا سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله تر اویا زیات کسان وژل شوي دي.

مالي نیوز د دغه هېواد د ملي جیولوجي او کانونو د ریاست د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی، چې د پېښې پر مهال په کان کې دوه سوه کارګران موجود وو، خو پاتې نور يې ژغورل شوي دي.

کریم برته چې د حکومت د ملي جیولوجي او کانونو ریاست لوړ پوړي چارواکی دی، اسوشیټیډ پرېس ته دغه پېښه یوه حادثه بللې او ویلي یې دي، چې یو شمېر کان کېدونکو بې احتیاطي هم کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د بې احتیاطۍ په اړه څېړنې روانې دي.

په خبر کې ویل شوي، چې په پېښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

دا د خپل ډول درېیمه پېښه ده، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په مالي کې رامنځته کیږي.

اسراییل د نسل وژنې د تورونو پر وړاندې د دفاع لپاره ۳۰ محرم اسناد افشا کړل

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې اسراییل د عدالت په نړۍواله محکمه کې د سویلي افریقا له ادعا سره د مخالفت لپاره د حکومتي او نظامي مشرانو له خوا صادر شوي له دېرشو ډېر هغه فرمانونه افشا کړل چې ثابتوي تل ابیب غواړي " په جګړه کې د ملکي وګړو وژنه محدوده کړي."

دا راپورپه غزه کې د سملاسي اوربند د حکم صادرولو په اړه د عدالت نړۍوالې محکمې له پرېکړې یوه ورځ وروسته خپور شو.

د دې اسنادو موخه دا ده، چې د ځینو اسراییلي افراطي چارواکو پارونکي څرګندونې له حماس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت په پرېکړه کې هېڅ رول نه لري. جنوبي افریقا د دغو افراطي چارواکو د څرګندونو له مخې تل ابیب په نسل وژنه تورنوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، چې د اسراییل د دفاع یوه برخه د دې حقیقت پر بنسټ ولاړه ده او هغه څه چې سیاستوال یې خلکو ته وايي له اجرایوي پرېکړو سره سمون نه لري او د جګړې کابینې او اردو قوماندې له خوا له پامه غورځول کیږي.

په دغو محرمو اسنادو کې چې د نومبر د ۱۴مې نېټې د اسراېیل د کابینې د غونډې له پرېکړو سره تړاو لري، راغلي دي: "لومړي وزیر په غزه تړانګه کې د بشري مرستو د پام وړ زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی."

د یادونې وړ ده، چې په ملګرو ملتونو کې د عدالت نړۍوالې محکمې ته د سویلي افریقا له خوا عریضه شوې، چې اسراییل د غزې ''ویجاړولو'' پلان لري او د فلسطینیانو نسل وژنه کوي.

طالبان: یونسکو د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره خپل فعالیت پراخوي

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۰

طالبان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې یونسکو د مشرې له قوله وايي، چې دغه بنسټ د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره خپل فعالیت پراخوي او غور کې د منار جام د استحکام او د بامیان په ګډون ځینې نورو سیمو کې د تاریخي میراثونو د خوندیتوب لپاره پر نوي پلان کار کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په خپله اعلامیه کې ویلي چې پتریشا مک فلیپس د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره په لیدنه دا ژمنه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، د یونسکو مشرې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د هنرمندانو «خطاطانو، ميناتورانو، نقاشانو..» د ظرفیت لوړونې لپاره هم له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه کار کوي.

د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي هم له اغلې فلیپس غوښتنه کړې چې کلتوري برخه په سياست پورې ونه تړي او په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي ویلي،‌ چې د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه تاریخې ابدې چې له خطر سره مخامخ وې ترمیم شوې او د تاریخي ابداتو د قاچاق او غصب مخه هم نيول شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان تاریخي او کلتوري هویت ساتنې تهژمن دی.

پاکستان وايي د خپلو دوو وګړو په وژلو کې د هندي استخباراتو د ښکېلتیا کره شواهد لري

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منشي وايي، داسې کره شواهد لري چې د دوو پاکستاني وګړو په وژلو کې د هندي ایجنټانو ښکېلتیا ښيي. سایرس سجاد قاضي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې په دې مرګونو کې ښکېل او له هندي استخباراتو سره تړاو لرونکی کس یې نیولی دی.

ښاغلی قاضي زیاتوي چې دغه نیول شوي کس د پنجاب په سیالکوټ کې د شاهد لطیف په نوم د یوه پاکستاني وګړي په وژلو کې خپل لاس لرل منلي دي.

د هغه په خبره، دا ایجنټان له هندي استخباراتو سره تړلي دي، ځايي اجرتي قاتلانو ته په پیسو ور کولو سره وژنې کوي او لطیف هم د ځايي قاتلانو په همکارۍ وژل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی زیاتوي چې هندي جاسوسانو تېر کال د کشمیر په راولاکوټ کې هم د محمد ریاض په نوم یو بل پاکستانی وژلی و.

پاکستاني چارواکي دا وژنې په کاناډا او امریکا کې له هغو قتلونو سره ورته بولي چې پکې د هند استخباراتو ته ګوته نیول کېږی.

کاناډا او امریکا څو میاشتې مخکې پر هندي استخباراتو تور ولګاوه چې د دوی په خاوره کې یې وژنې کړې دي.

هند د اوتاوا تور رد کړی، خو د امریکا د ادعا په هکله یې پلټنې پیل کړې دي.

که څه هم نوي ډېلي د پآکستان د دې تور په هکله څه نه دي ویلي، خو سایرس سجاد قاضي وايي، هند د دوی د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي کړې او باید ځواب ور کړي.

دوی دا هم وايي چې د پاکستاني وګړو په وژلو کې د هندي استخباراتو د ښکېلتیا ډېرې دوسیې ور سره شته، خو تر اوسه یې یوازې دا دوه مستندې کړې دي.