د طالبانو د زندانونو د سمون اداره: زموږ د ډلې ۲۵۰ غړي د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي

د طالبانو د زندانونو د چارو سمون ادارې مرستیال حبیب الله بدر له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، په ټول افغانستان کې اوس‌مهال د محبوسینو شمېر تر ۱۹۳۰۰ تنو رسېږي چې په دې کې ۸۰۰ یې ښځینه بندیانې دي.