کاکړ: د افغان کډوالو اېستل سمه پرېکړه وه، راتلونکی حکومت دې هم همدغه تګلاره خپله کړي

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکر یو ځلې بیا د بې اسناده کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې راتلونکی حکومت دې هم دغه لړۍ روانه وساتي. ښاغلي کاکړ ویلي، هغه افغانان چې پاکستان ته راځي باید په ویزو راشي.