په ګلګټ بلتستان کې د پراخو لاریونونو له امله کاروبار په ټپه ولاړ دی

په ګلګت بلتستان کې د توکو د بیو لوړېدو په غبرګون کې د پراخو اعتراضونو له امله کارو بار په ټپه ولاړ ی. د ګلګت، سکردو، دیامر، غذر، استور، شغر، ګانچي، خرمنګ، هنزه او نګر په بېلابېلو سیمو کې هټۍ، مارکیټونه، رستورانټونه او سوداګریز مرکزونه له یوې مخې تړل شوي دي.