• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او پاکستان سفیران له توغندیو بریدونه لس ورځې وروسته خپلو ماموریتونو ته ستانه شول

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د ایران د بهرنيو چارو دوزارت د سویلي اسيا عمومي مشر رسول موسوي اعلان کړی چې د ايران او پاکستان سفيران بیرته اسلام اباد او تهران ته ستانه شوي دي.

د دواړو هېوادونو جګپوړي ډيپلوماټان لس ورځې وړاندې د پاکستان او ایران له متقابلو توغندويي بريدونو وروسته خپل هیوادونو ته وربلل شوي وو.

ښاغلي موسوي د جمعې په ورځ په اکس خواله رسنۍ خپور شوي پیغام کې لیکي چې د پاکستان سفیر مدثر تپیو او د ایران سفیر رضا امیري مقدم په تهران او اسلام اباد کې د خپلو ماموریتونو ځایونو ته راستانه شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي اسیا د برخې مشر زیاته کړې چې د ایران او پاکستان خلک او چارواکي خوښ دي چې اړیکې یې بیرته عادي حالت ته راګرځیدلي دي.

ښاغلي موسوي پرته له دې چې د دواړو هېوادونو د ملي حاکمیت د نقض په اړه د رسنیو انتقادي راپورونو ته اشاره وکړي، ویلي، چې د ایران او پاکستان "د دوستۍ او ورورګلوۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو د رسنیو مسوولیت ډېر دروند دی. "

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د دواړو هېوادونو سفیران به د پنجشنبې په ورځ خپلو دندو ته راستانه شي، خو دا کار د یوې ورځې په ځنډ سره ترسره شو.

د تیرې مرغومې میاشتې په ۱۶مه نېټه د ایران د سپاه پاسداران له خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه ترسره شوو توغندیو بریدونو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ډېرې محدودې شوې وې. پاکستان د دغه برید په غبرګون کې له ایرانه خپل سفیر وروباله او د ایران له سفیره، چې هغه مهال تهران کې و، وغوښتل چې بیرته دې پاکستان ته نه ورځي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یوې سروې موندلې چې د هند په وارانسي ښار کې یو جومات د مندر پر سر جوړ شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

پر مسلمانانو د هندو عریضه کونکو وکیل ویلي، چې د هند د لرغون پېژندنې سروې موندلې چې د هندوانو یو ترټولو سپیڅلي ښار کې د ۱۷مې پیړۍ یو جومات د هندوانو د یوه معبد له ویجاړولو وروسته جوړ شوی و. دغه نوې موندنه ښايي د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د لسیزو اوږدې شخړې کې یوه نوې موضوع وي.

د وارانسی په ښار کې محکمې تته د وړاندې شوې دغې قضیې په اړه د مسلمانانو وکیلانو د هندو عریضه کونکو د وکیل له دغو څرګندونو سره مخالفت کړی خو نور جزییات یې ندي ورکړي.

د ګیانواپي جومات په وارانسی ښار کې موقعیت لري او دغه ښار د لومړي وزیر نریندرا مودي پارلماني حوزه هم ده، او نوموړي به له دغه ښاره ځان کاندیدوي.

د هندو عریضه کونکو وکیل وشنو شنکر جین د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي: "د محکمې د حکم له مخې د شوې سروې پر مهال د هندوانو د خدایانو د مجسمو پاتې شوني د جومات په تاکاوۍ کې موندل شوي دي."

مسلمانان، په هندو اکثریت هند کې تر ټولو لوی اقلیت دی. هندو سخت دریځو، د هغو ډلو په شمول چې د مودي ګوند پورې تړلي، د لسیزو راهیسې ویلي چې مغل واکمنانو د سیمو له فتحې وروسته د هندوانو پخواني معبدونو ویجاړ کړي او پر ځای یې خپل عبادت ځایونه جوړ کړي دي.

د دا ډول موضوعاتو پر سر وخت په وخت د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.‌

د هاګ محکمې له اسراییل غوښتي چې په غزه کې دې «د نسل وژنې» مخه ونیسي

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د عدالت نړۍوالې محکمې، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، د جمعې په ورځ اسراییل ته امر کړی چې په غزه کې د فلسطیني وسله والو ډلو پر ضد په خپلو عملیاتو کې د نسل وژنې د مستقیمې هڅونې د مجازاتو او مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دغې محکمې اعلان کړې، چې په غزه کې د ځاني زیانونو د دوام په اړه ژوره اندیښنه لري.

دغې محکمې په خپل حکم کې لیکلي: «د اسراییل دولت باید خپل ټول اقدامات د نسل وژنې کنوانسیون د دویمې مادې په محدوده کې ترسره کړي.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې، چې په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضايي ارګان دی، د جمعې په ورځ - د سلواغې په شپږمه - اعلان وکړ، دا واک لري چې د اسراییل په وړاندې د «نسل وژنې» په قضیه کې د بیړني اقداماتو حکم وکړي.

دا قضیه د غزې د جګړې له امله د سویلي افریقا لخوا وړانې شوې ده.

دغې نړۍوالې محکمې زیاته کړه،د نسل وژنې پر وړاندې د خوندیتوب لپاره په غزه کې د فلسطینیانو حق په رسمیت پیژني.

تمه وه چې د ملګرو ملتونو دغه محکمه به د جمعې په ورځ د اسراییل پر وړاندې د بیړني اقدام لپاره د سویلي افریقا د غوښتنې په اړه خپله لومړۍ پریکړه اعلان کړي.

د محکمې د حکم په وړاندې غبرګونونه

سویلي افریقا د جمعې په ورځ د اسراییل په وړاندې د قضیې په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې له پریکړې وروسته سمدستي د دې پریکړې هرکلی کړی.

سویلي افریقا د جرمونو نړۍوالې محکمې پریکړه، د نړۍوالو قوانینو د حاکمیت لپاره «پریکنده بریا» بللې.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سامي ابو زهري د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د عدالت د نړیوالې محکمې پریکړه یو مهم پرمختګ دی چې د اسراییلو په منزوي کولو او په غزه کې د دوی د جنایتونو په افشا کولو کې مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو اشغالګر مجبور کړو چې د محکمې پرېکړې عملي کړي.»

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د نړۍوالې جنايي محکمې د پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «موږ به د نړۍوالو قوانينو په رعايتولو سره له خپل ځان څخه دفاع ته دوام ورکړو.»

په ورته وخت کې د اسراییل د ملي امنیت وزیر د جرمونو نړیواله محکمه «د یهودو ضد» بللې ده.

د ترکیې ولسمشر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جرمونو د نړۍوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبداللهیان، په اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا رایه «د اسراییل په وړاندې د شکایت کولو په بهیر کې د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د سویلي افریقا بریالیتوب" و.

هند وايي، د ۲ پاکستاني وګړو وژل کیدو کې د هند د ښکیلتیا په اړه د پاکستان ادعا پروپاګند دی

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د دوو پاکستاني وګړو د وژل کیدو په اړه پر هندي استخباراتو د پاکستان له خوا لګیدلي تور ته په اشارې سره وايي، دغه څرګندونې د هند پر ضد "د دروغو او ناوړه پروپاګند د خپرولو لپاره د پاکستان وروستۍ هڅه" ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منشي د پنجشنبې په ورخ ویلي و، چې "داسې کره شواهد لري" چې د دوو پاکستاني وګړو په وژلو کې د هندي جاسوسانو ښکېلتیا ښيي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیسوال وايي: "لکه څنګه چې نړۍ پوهیږي، پاکستان له ډیرې مودې راهیسې د ترهګرۍ، سازمان شویو جرمونو او غیرقانوني فعالیتونو مرکز دی. هند او یو شمیر نورو هیوادونو په ښکاره توګه پاکستان ته خبرداری ورکړی او دا چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي خپل کړی کلتور به یې له منځه یوسي. "

هغه ټینګار کړی چې پاکستان به هغه څه ریبي چې کرلي یې دي.

ښاغلي جیسووال ټینګار کړی چې د خپلو ناوړه کړنو تور پر نورو لګول د حل لاره نه ده.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منشي سایرس سجاد قاضي په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي و، چې په دې مرګونو کې ښکېل او له هندي استخباراتو سره تړاو لرونکی کس یې نیولی دی.

ښاغلی قاضي زیاته کړې وه چې دغه نیول شوي کس د پنجاب په سیالکوټ کې د شاهد لطیف په نوم د یوه پاکستاني وګړي په وژلو کې خپل لاس لرل منلي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي د اسراییل د قضیې په اړه د حکم کولو واک لري

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د جرمونو نړیوالې محکمې، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضايي ارګان دی، نن وویل، چې د "نسل وژنې" په تور د اسراییل د قضیې په اړه د بیړنیو اقداماتو د حکم کولو واک لري. دا قضیه د غزې د جګړې له امله سویلي افریقا راپورته کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي دي چې په غزه کې د ژوند د دوام په اړه ژوره اندیښنه لري.

نړیوالې محکمې زیاته کړه چې په غزه کې د فلسطینیانو حق په رسمیت پیژني چې له نسل وژنې خوندي شي.

مخکې تمه کیده چې د ملګرو ملتونو دا محکمه به د جمعې په ورځ د سویلي افریقا د غوښتنې په اړه د اسراییل په وړاندې د بیړني اقدام په اړه خپله لومړنۍ پریکړه وکړي.

اسراییل د نسل وژنې تور رد کړی دی.

د پاکستان د لوی درستیز ګواښونکې څرګندونې او د طالب چارواکو چوپتیا

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له جدي ګواښونو ۴۸ ساعته تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. جنرال عاصم منیر طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی او خبرداری یې ورکړ چې که اړتیا پېښه شي نو ټول افغانستان به وران کړي.

که څه هم د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د څرګندونو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د رییس په ګډون د تېر حکومت یو شمېر چارواکو غبرګون ښودلی، خو طالب چارواکي چوپه خوله دي.

د طالبانو د چوپتیا لامل لا هم معلوم نه دی. په افغانستان کې له څه باندې دوو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، د اسلام اباد د تمې خلاف، دغې ډلې د دغه هېواد په خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره کوم اغېزمن اقدام نه دی کړی. برعکس پاکستاني چارواکو طالبان تورن کړي چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته خوندي پټنځي ورکړي دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځه د طالبانو په اړیکو کې ترینګلتیا وخت په وخت د ډیورنډ کرښې په اږدو کي د نښتو لامل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکونو پر سر اختلافات هم د دې لامل شوي چې څو ځلې لارې تړل شوې دي.

خو د پخوانیو لفظي شخړو برعکس، چې تر ډېره یې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په تورونو تاکید کړی وو، اوس د پاکستان لوړپوړي پوځي چارواکي طالبانو ته ګواښ کړی، چې پاکستان ته دې نه ګوري، که نه دا هېواد "د هر څه قربانۍ ته چمتو دی".

عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ له پاکستاني محصلینو سره په خبرو کې وویل: "کله چې د پاکستاني اتباعو د امنیت او خوندیتوب مسله په کې شامله وي، [که اړتیا وي]، ټول افغانستان له منځه تللی شي."

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ به هغه کسان تعقیب کړي چې د "پاکستان پر ماشومانو" بریدونه کوي.

که څه هم د طالبانو رسمي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دې ډلې یو شمېر سیمه ییزو قوماندانانو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان عبدالحميد خراساني وايي، که د طالبانو مشر ورته اجازه ورکړي، نو دوی به پاکستان "د ځمکې له مخ پاک کړي".

هغه په ​​یوه ویډیو کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې، ویلي چې پاکستان باید له ملا هبت الله اخندزاده څخه مننه وکړي، ځکه د ده په وینا که د طالبانو مشر اجازه ورکړي، د دې ډلې جنګیالي به د ځمکې له نقشې څخه پاکستان ورک کړي.

هغه زیاته کړه چې ډیر ژر به د ټي ټي پي مجاهدین د پاکستان حکومت نسکور کړي.

د ملا عمر په دوره کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف هم د جنرال منیر پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي ضعیف په ایکس چینل کې لیکلي چې دی په ګوانتانامو کې له سلګونو پاکستانیانو سره بندي وو چې د ده په ګډون ډېری یې د پاکستان د استخباراتو له خوا پر امریکا پلورل شوي وو.

دغه طالب پلوي د عافیه صدیقي په نوم د یوې مېرمنې یادونه کړې، چې د ده په وینا دغو جنرالانو هغه په ​​کفارو پلورلې، چې اوس هم د امریکایانو په بند کې ده.
​