• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمونو نړیواله محکمه وايي د اسراییل د قضیې په اړه د حکم کولو واک لري

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

د جرمونو نړیوالې محکمې، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضايي ارګان دی، نن وویل، چې د "نسل وژنې" په تور د اسراییل د قضیې په اړه د بیړنیو اقداماتو د حکم کولو واک لري. دا قضیه د غزې د جګړې له امله سویلي افریقا راپورته کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي دي چې په غزه کې د ژوند د دوام په اړه ژوره اندیښنه لري.

نړیوالې محکمې زیاته کړه چې په غزه کې د فلسطینیانو حق په رسمیت پیژني چې له نسل وژنې خوندي شي.

مخکې تمه کیده چې د ملګرو ملتونو دا محکمه به د جمعې په ورځ د سویلي افریقا د غوښتنې په اړه د اسراییل په وړاندې د بیړني اقدام په اړه خپله لومړنۍ پریکړه وکړي.

اسراییل د نسل وژنې تور رد کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

خپلمنځي اختلافات؛ ټي ټي پي له لسو ورځو راهسې په پاکستان کې کوم برید نه دی کړی

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۴ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د جنوارۍ میاشتې له ۱۷ را هیسې پاکستان کې د کوم برید مسوولیت نه دی منلی او لامل یې هم خپلمنځي اختلافات بلل کېږي. څو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، دا اختلاف هغه وخت پیل شو، چې له دوی سره د یوځای شوې ډلې جماعت الاحرار ۲ مشران یې له دندې ګوښه کړل.

د تحریک طالبان پاکستان نژدې سرچېنو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له تېرو لسو ورځو راهسې دغې ډلې په پاکستان کې کوم برید نه دی کړی او نه هم د کوم برید راپور ورکړل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ټي ټي پي ترڅنګ د پاکستاني نظامیانو خبري کانالونه هم وپلټل خو په تېرو لسو ورځو کې د کوم برید راپور نه دی ورکړل شوی.

له ټي ټي پي سره یوځای شوې ځواکمنې ډلې جماعت الاحرار د ټي ټي پي د مشر نور ولي مسید پرضد له هغه وروسته سخته اعلامیه ورکړه، چې د دوی دوه مشران عمر مکرم خراساني او سربکف مومند یې له خپلو دندو ګوښه کړل.

له ګوښه کېدو وړاندې د جماعت الاحرار مشر عمر مکرم خراساني د ټي ټي پي د رهبرۍ شورا غړی او سربکف مومند د ابادۍ او پرمختګ وزیر و.

څیړونکي په دې باور دي که جماعت الاحرار د روانو اختلافاتو له امله خپله لار جدا کوي نو دا به تحریک طالبان پاکستان ته د جګړې په ډکر کې سخت ناوړه ګوزار وي او د ضعیف کېدو لامل به وګرځي.

د ټي ټي پي اوسني مشر مفتي نور ولي مسید چې د دې ډلې مشر شو، نو په پاکستان کې یې پر ټولو کوچنیو او لویو وسلوالو ډلو او ګروپونو سربېره ناراضه قومندان هم سره یوځای کړل.

ټي ټي پي له ځان سره د مختلفو ډلو په متحدولو پسې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد خونړي بریدونه وکړه او تر نورو کلونو تېر کال یې ګراف له ټولو کلونو لوړ و.

د معلوماتو مخې په دې وروستیو کې پاکستان پر افغانستان فشارونه زیات کړي دي او له طالبانو یې غوښتې چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد ګامونه واخلي.

طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی دی.

پر طالبانو د پاکستان له زیاتو فشارونو وروسته ځینو طالب مشرانو له ټي ټي پي غوښتي ول چې د جګړې تېزوالی کم کړي.

له بلې خوا د پاکستان د خوشالولو لپاره د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې یو شمیر د ټي ټي پي غړي ورسره زندانیان دي.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان بریدونو کې د ځنډ او یا هم د خپلمنځي اختلافاتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تېره ورځ یې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې دوی ټاکنیزې مبارزې او سیاسي ګوندونه نه په نښه کوي او یوازې د پاکستاي په امنیتي ادارو باندې بریدونه کوي او خپل نظامي اهداف یې ګرځولي دي دي.

یوې سرچېنې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته دا هم ومنله د نورو مسایلو ترڅنګ بریدونو د ځنډ یو علت دا هم وي چې د تحریک طالبان پاکستان د کابینې له اعلان وروسته به دوی اوس د نظامي هدفونو لپاره یوه نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړي.

د ورځې انځور: په اندونیزیا کې د غواګانو دودیزه سیالۍ

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۰

په تصویر کې د غواګانو یو ځلغونکې لیدل کیږي چې د اندونیزیا باتوسنګکر سیمه کې د غواګانو دودیزه سیالۍ ترسره کوي.

په اندونیزیا کې هر کال د غواګانو دودیزه سیالي چې پاکو جاوي نومول شوې، ترسره کیږي. د میننګکاباو قبیلې خلک د حاصلاتو فصل پای ته رسولو د لمانځلو لپاره دا لوبه د وریژو په کروندیو کې ترسره کوي.

د غواګانو ځغلونکي د غواګانو لکۍ نیسي او د یوې تختې پر سر په خټو کې روان وي ترڅو د خپلو غواګانو ځواک ښکاره کړي. دغه غواګانې له سیالې وروسته لیلامیږي.

د سیالۍ په پای کې ګټونکي ته یو غویی او ۱۰۵۰ ډالره ورکول کیږي.

د تهران په ګاندي روغتون کې سخته اور لګیدنه رامنځ ته شوې

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د تهران په ګاندي روغتون کې د پنجشنبې په ماښام سخته اورلګیدنه رامنځ شوې. که څه هم په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په اور لګېدنه کې څوک ژوبل شوي نه دي. تر اوسه د اورلګیدنې لامل نه دی څرګند شوی.

د ګاندي روغتون د ویب پاڼې له مخې، دا کمپلیکس ۱۰۰ بسترونه، ۱۷ عملیات خونې او ۱۰۰ د استوګنې ځایونه لري. د اور لګېدنې پر مهال په روغتون کې دننه د ناروغانو او نورو کسانو د شمېر په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا، د ایران د روغتیا وزارت مرستیال اعلان کړی، چې د ګاندي روغتون ۸۰ ناروغان نږدې طبي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ګاندي روغتون د اور لګیدو په اړه محکمه کې قضیه ثبت شوې ده. دغو رسنیو ویلي، د علي صالحي د حکم په اساس د تهران څارنوال، د څارنوالۍ مرستیال او ځانګړي پلټونکي د پېښې سیمې ته رسېدلي دي.

د اور وژنې څانګې ویاند وایي:«تر دې دمه ، موږ د ګاندي روغتون چارواکو ته د اورلګیدنې د احتمال په اړه پنځه ځلې خبرداری ورکړی دی.»

دا روغتون په ۱۳۹۴ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د هغه وخت چارواکو ویلي وو، د دې روغتون په جوړلو کې له نویو او معیاري صحي او محافظتي معیارونو کار اخیستل شوی.

مشهور روسي ملتپال چې پوتین ته یې سپکاوی کړی و په څلور کاله بند محکوم شو

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۰

مشهور روسی ملتپال ایګور ګیرکین چې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پوځ پر لوړ پوړي چارواکي یې په سمه توګه د اوکراین جګړې د نه پرمخ وړلو تور لګولی و، د پنجشنبې په ورځ د مسکو د یوې محکمې له خوا د افراطیت د هڅولو په تور په څلور کاله بند محکوم شو.

ګیرکین چې په هغه لګیدلی تور رد کړی، په ښکاره توګه یې په مارچ میاشت کې په کیدونکو ټاکنو کې له پوتین سره د رقابت موضوع وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی به د روسیې د تجربه لرونکي ولسمشر په پرتله د حکومت چارې په ښه توګه ترسره کړي.

53 کلن ګیرکین د قاضې د پرېکړې د اورېدو پر مهال په محکمه کې له ښیښې جوړې شوې پنجره کې ولاړ و، سر یې خوځاوه او سترګې یې ګرځولې.

قاضي اعلان وکړ، چې هغه مجرم ثابت شوی او څلور کاله به په زندان کې تیر کړي.

قاضي، ګیرکین چې یو وخت د خواله رسنیو مشهوره څېره وه، د درېیو کلونو لپاره د انټرنټ له کارولو څخه هم منع کړی دی.

د ګیرکین قضیه ځکه له نېږدې څخه څارل کیږي، چې معلومه شي چې کرملین تر کومه حده په اوکراین کې د خپلې جګړې په اړه سختې نیوکې زغملی شي، هغه څه چې دوی یې "ځانګړي پوځي عملیات" بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: موږ د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څارو

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څاري او په دغه برخه کې د امریکا استازي کار کوي.

ویډانټ پټیل په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې په دغه برخه کې به امریکا خپلې نه ستړې کېدونکو هلو - ځلو ته دوام ورکوي؛ تر څو امریکا ته ډاډ حاصل شي، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې طالبان ځواب ویوونکي شي.

پټیل زیاته کړه، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت ښکېل دی او د وزارت د رهبرۍ سربېره د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري هم یاده مساله څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کابل سربېره په یو شمېر لویو ولایتونو کې د حجاب په پلمه د مېرمنو او نجونو نیول دوام لري.

د یادې مسالې په تړاو ملګرو ملتونو هم خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استارې رینا امیري د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په پار پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځې او نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او هیلې یې مړاوې شوې دي.

هغه وایي؛ نړۍواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌کړو د حق په ملاتړ کې همغږې پاتې شي.