• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران په ګاندي روغتون کې سخته اور لګیدنه رامنځ ته شوې

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د تهران په ګاندي روغتون کې د پنجشنبې په ماښام سخته اورلګیدنه رامنځ شوې. که څه هم په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په اور لګېدنه کې څوک ژوبل شوي نه دي. تر اوسه د اورلګیدنې لامل نه دی څرګند شوی.

د ګاندي روغتون د ویب پاڼې له مخې، دا کمپلیکس ۱۰۰ بسترونه، ۱۷ عملیات خونې او ۱۰۰ د استوګنې ځایونه لري. د اور لګېدنې پر مهال په روغتون کې دننه د ناروغانو او نورو کسانو د شمېر په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا، د ایران د روغتیا وزارت مرستیال اعلان کړی، چې د ګاندي روغتون ۸۰ ناروغان نږدې طبي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ګاندي روغتون د اور لګیدو په اړه محکمه کې قضیه ثبت شوې ده. دغو رسنیو ویلي، د علي صالحي د حکم په اساس د تهران څارنوال، د څارنوالۍ مرستیال او ځانګړي پلټونکي د پېښې سیمې ته رسېدلي دي.

د اور وژنې څانګې ویاند وایي:«تر دې دمه ، موږ د ګاندي روغتون چارواکو ته د اورلګیدنې د احتمال په اړه پنځه ځلې خبرداری ورکړی دی.»

دا روغتون په ۱۳۹۴ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د هغه وخت چارواکو ویلي وو، د دې روغتون په جوړلو کې له نویو او معیاري صحي او محافظتي معیارونو کار اخیستل شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مشهور روسي ملتپال چې پوتین ته یې سپکاوی کړی و په څلور کاله بند محکوم شو

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۰

مشهور روسی ملتپال ایګور ګیرکین چې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پوځ پر لوړ پوړي چارواکي یې په سمه توګه د اوکراین جګړې د نه پرمخ وړلو تور لګولی و، د پنجشنبې په ورځ د مسکو د یوې محکمې له خوا د افراطیت د هڅولو په تور په څلور کاله بند محکوم شو.

ګیرکین چې په هغه لګیدلی تور رد کړی، په ښکاره توګه یې په مارچ میاشت کې په کیدونکو ټاکنو کې له پوتین سره د رقابت موضوع وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی به د روسیې د تجربه لرونکي ولسمشر په پرتله د حکومت چارې په ښه توګه ترسره کړي.

53 کلن ګیرکین د قاضې د پرېکړې د اورېدو پر مهال په محکمه کې له ښیښې جوړې شوې پنجره کې ولاړ و، سر یې خوځاوه او سترګې یې ګرځولې.

قاضي اعلان وکړ، چې هغه مجرم ثابت شوی او څلور کاله به په زندان کې تیر کړي.

قاضي، ګیرکین چې یو وخت د خواله رسنیو مشهوره څېره وه، د درېیو کلونو لپاره د انټرنټ له کارولو څخه هم منع کړی دی.

د ګیرکین قضیه ځکه له نېږدې څخه څارل کیږي، چې معلومه شي چې کرملین تر کومه حده په اوکراین کې د خپلې جګړې په اړه سختې نیوکې زغملی شي، هغه څه چې دوی یې "ځانګړي پوځي عملیات" بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: موږ د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څارو

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څاري او په دغه برخه کې د امریکا استازي کار کوي.

ویډانټ پټیل په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې په دغه برخه کې به امریکا خپلې نه ستړې کېدونکو هلو - ځلو ته دوام ورکوي؛ تر څو امریکا ته ډاډ حاصل شي، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې طالبان ځواب ویوونکي شي.

پټیل زیاته کړه، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت ښکېل دی او د وزارت د رهبرۍ سربېره د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري هم یاده مساله څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کابل سربېره په یو شمېر لویو ولایتونو کې د حجاب په پلمه د مېرمنو او نجونو نیول دوام لري.

د یادې مسالې په تړاو ملګرو ملتونو هم خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استارې رینا امیري د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په پار پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځې او نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او هیلې یې مړاوې شوې دي.

هغه وایي؛ نړۍواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌کړو د حق په ملاتړ کې همغږې پاتې شي.

د سوریې لپاره د روسیې استازی: افغانستان یوازینی هېواد و چې امریکا ترینه په بېړه ووتله

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د سوریې د شخړې د هواري لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي الکساندر لاورینتیف ویلي، چې افغانستان یوازینی هېواد دی، چې امریکا له طالبانو سره له همغږې وروسته ترینه په بېړه وتلې ده.

د روسیې د تاس خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې الکساندر لاورینتیف دا څرګندونې عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره کړي‌ او ویلي یې دي، چې روسیه داسې شواهد لري چې متحده ایالاتونه له عراق څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره چمتووالی نیسي.

هغه یادونه وکړه؛ یوازینی هېواد چې امریکایان په ډېره چټکۍ سره ترې ووتل افغانستان و.

هغه ویلي:‌ "مګر هلته د امریکا پر ځواکونو د بریدونو ګواښ موجود و. امریکایان مجبور شول چې په لڼډ وخت کې له طالبانو سره په همغږۍ کې له هغه هېواده ووځي."

لاورینتیف په استانه کې د سوریې په اړه له ۲۱مې نړۍوالې غونډې وروسته ویلي: "تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، امریکا د عراق د غوښتنو د پوره کولو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. که څه هم دا ستونزمنه ده چې قضاوت وکړو چې دا موضوع څومره واقع‌بینانه ده. دا پروسه ممکن اوږده وي او حتا کلونه دوام وکړي."

هغه ویلي؛‌ لکه څنګه چې لیدل شوي،‌ امریکایان د ځینو هیوادونو د مشرتابه د نظر په پام کې نیولو پرته، په ښکاره توګه د تروریزم سره د مبارزې به فیشنۍ پلمه، په ډېره اسانۍ سره یو هېواد ته خپل پوځیان لیږي؛ خو د پوځيانو بېرته وتل یې خورا ستونزمن ثابت شوي.

د طالبانو سیاسي مرستیال وايي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازی بلل شوی دی

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نارویژي ډیپلوماټ سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ډله د دوحې غونډې ته بلل شوې ده.

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه غونډه به د همدې میاشتې په پای کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې په قطر کې جوړه شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر پال کلومن بکر سره وکتل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه نارویژي ډېپلومات ویلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه جوړه شي.

مولوي عبدالکبير وويل، چې دې غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د دوحې د غونډې هدف د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د چلند همغږي او د دغه هېواد په اړه د خپلواکو ارزونو ترسره کول دي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ناروې سفیر له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته دې د زده کړې او د کار زمينه برابره کړي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ویلي، چې دا ډله د ښځو او نجونو د تعلیم مخالفه نه ده.

هغه زياته کړه، چې د طالبانو د مشر په امر يې د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

عبدالکبیر له ناروې او نورو اروپايي هېوادونو غوښتي چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

هغه دا هم وویل، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ځای نه لري او داعش ځپل شوی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناروې په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره ۹۳ میلیونه ډالره او له ایران او پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره ۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

په مالي کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله له ۷۰ ډېر کان کېندونکي مړه شوي دي

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د مالي دولتي رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په کنګابا سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله تر اویا زیات کسان وژل شوي دي.

مالي نیوز د دغه هېواد د ملي جیولوجي او کانونو د ریاست د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی، چې د پېښې پر مهال په کان کې دوه سوه کارګران موجود وو، خو پاتې نور يې ژغورل شوي دي.

کریم برته چې د حکومت د ملي جیولوجي او کانونو ریاست لوړ پوړي چارواکی دی، اسوشیټیډ پرېس ته دغه پېښه یوه حادثه بللې او ویلي یې دي، چې یو شمېر کان کېدونکو بې احتیاطي هم کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د بې احتیاطۍ په اړه څېړنې روانې دي.

په خبر کې ویل شوي، چې په پېښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

دا د خپل ډول درېیمه پېښه ده، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په مالي کې رامنځته کیږي.