• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه پر اسراییل د حماس په برید کې د خپلو څو همکارانو د لاس لرلو په اړه څیړنې کوي

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي سپارښتنه کړې، چې د « ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې UNRWA د کارکونکو » پر ضد لګېدلي تورونه دې"په چټکۍ سره وڅېړل" شي. د سرمنشي د ویاند سټېفن دوجاریک په وینا، هغه د دې تورونو په اورېدو سره « ټکان » خوړلی.

ښاغلي دوجاریک وايي؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي دا سپارښتنه وروسته له هغه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې UNRWA عمومي مشر فیلیپ لازاریني په دې اړه ښاغلي ګوترش ته راپور ورکړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې ګوترش له ښاغلي لازاریني څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دا قضیه وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د د دوی هر کارکوونکی چې د اکټوبر په اوومه پر اسراییل د حماس برید کې یا کوم بل جرم کې لاس لري، سمدستي دې له دندې ګوښه او څیړنې دې ترې وشي.

ښاغلي لازاریني پخپل یو پیغام کې لیکلي، چې اسراییلي چارواکو دوی ته داسې معلومات ورکړي، چې د اکټوبر د اوومې برید کې د دې ادارې د څو تنو کارکوونکو لاس لرل ثابتوي.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، چې د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې له دې تورونو وروسته خپل ۱۲ کار کوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د دې خبر له اورېدلو وروسته چې د د ملګرو ملتونو د یادې ادارې ۱۲ کارکونکي په اسراییل باندې د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې په برید کې ښکېل وو، اندېښمن شوي.

د اکټوبر د اوومې نېټې برید کې چې د حماس له خوا د اسراییلو په سویل کې ترسره شو، تر ۱۲۰۰ ډېر کشان ووژل شول او ۲۴۰ نور د حماس له خوا یرغمل شو.

له یاد برید وروسته اسراییل د غزې په تړانګه کې پراخ عملیات پیل کړل، چې د فلسطیني چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې تر دې دمه له ۲۶ زروڅخه ډیر کسان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پوتین وايي: د روسیې الوتکه د اوکراین د هوايي دفاعي سیسټم له خوا رانسکوره شوې

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۰

روسیې پر اوکراین تور لګولی چې د چهارشنبې په ورځ یې په قصدي ډول د روسیې یوه پوځي ټرانسپورټي الوتکه چې ۶۵ نیول شوي اوکرایني عسکر یې د زندانیانو د تبادلې په پار لیږدول، رانسکوره کړې ده. روسیې دا کړنه چې په پایله کې یې ۷۴ تنه ووژل شول «وحشیانه عمل» بللی دی.

اوکراین په مستقیم ډول نه ده تایید کړې، چې دوی د (Ilyushin Il-۷۶) نظامي ټرانسپورټي الوتکه چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې او بلګراډ ښار ته څېرمه نسکوره شوې، ویشتلې او نه یې هم په یاده الوتکه کې د اوکرایني عسکرو شتون تایید کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، په خپله ماښامنۍ وینا کې ویلي، کوم څه چې پېښ شوي په اړه ډېر وضاحت ته اړتیا ده، په ځانګړې توګه کله چې معلومه شوه په الوتکه کې څوک وو.

زلنسکي وویل، «دا څرګنده ده چې روسیه د اوکرایني بندیانو له ژوند، د هغوی د عزیزانو او زموږ د ټولنې له احساساتو سره لوبې کوي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د بازا په نوم د ټلیګرام یو چینل چې د روسیې له امنیتي خدماتو پورې تړاو لري، یوه ویډیو خپره کړې چې د رویټرز خبري اژانس له خوا تایید شوې. په ویډیو کې لیدل کیږي چې د بلګراډ ښار د یابلونوو کلي ته نږدې یوه لویه الوتکه په ځمکه راغورځي او اور اخلي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې په الوتکه کې د الوتکې ۶ روسي کارکوونکي او درې روسي پوځیان هم سپاره وو او ټاکل شوې وه چې له اوکراین سره د بندیانو تبادله د چهارشنبې په ورځ په یوه سرحدي پوسته کې وشي.

ویل شوي، چې اوکراین پوهیده چې یوه ټرانسپورټي الوتکه چې نیول شوی اوکرایني بندیان لیږدوي، د بیلګراډ په هوایي ډګر کې ناسته کوي. د د روسیې رادار چلوونکو، د الوتکې د نسکوریدو په وخت کې د دوه اوکرایني توغندیو توغول ثبت کړي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د دې تروریستي عمل په ترسره کولو سره، د اوکراین مشرتابه خپله اصلي څېره په ډاګه کړه. د خپلو اتباعو ژوند یې له پامه وغورځو.»

د اوکراین د پوځ استخباراتي ادارې د تبادلې خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې په پام کې وه چې د بندیانو تبادله ترسره شي خو دا چې روسیه به دا بندیان څنګه او چیرته تبادله کوي معلومات یې نه وو شریک کړي. همدا راز، روسیې له اوکراین څخه د تېر ځل په څېر نه و غوښتي چې د بلګراډ شاوخوا د هوایي حریم امنیت د پخوانیو تبادلو په شان ډاډمن کړي.

دغې استخباراتي ادارې په ټلیګرام په یو پیغام کې لیکلي: «په دې اساس موږ ممکن د روسیې له خوا د پلان شوي او قصدي کړنو په اړه خبرې وکړو، چې په اوکراین کې یې وضعیت بې ثباته کړی او زموږ د نړۍوال ملاټړو کمزوري کول غواړي.»

د اوکراین پوځ پرته له دې چې د الوتکې ویشتل تایید کړي ویلي یې دي، چې دوی به د روسیې ټرانسپورټي الوتکې ویشتلو ته دوام ورکړي ځکه چې د دوی په باور دغه الوتکې توغندي لېږدوي چې پر اوکراین برید وکړي.

ویل کیږي، چې د اوکراین پوځ په بلګراډ کې د روسیې نظامي ټرانسپورټي الوتکې پروازونه څارلکي، چې چې په خارکیف او د اوکراین نورو ښارونو کې د روسیې له توغندیزو بریدونو سره تړاو لري.

د هوايي ځواک قوماندان مایکولا اولیشچوک وویل: «اوکراین د ځان د دفاع حق لري او د یرغلګرو د هوایي بریدونو د ترسره کولو مخه نیسي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ته ویلي، چې روسیه غواړي «د اوکراین د جنایي عمل لاملونه پیدا کړي.»

د ملګرو ملتونو یو ویاند ویلي، په دې اړه غونډه به د پنجشنبې په ورځ په ۰۵:۰۰ بجو ترسره شي.

که د دې برید جزییات تایید شي، دا به د نږدې دوه کلنې جګړې کې د روسیې په نړۍوالو پیژندل شویو پولو کې دننه د خپل ډول تر ټولو خونړۍ پیښه وي.

د ایران او پاکستان سفیران له توغندیو بریدونه لس ورځې وروسته خپلو ماموریتونو ته ستانه شول

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د ایران د بهرنيو چارو دوزارت د سویلي اسيا عمومي مشر رسول موسوي اعلان کړی چې د ايران او پاکستان سفيران بیرته اسلام اباد او تهران ته ستانه شوي دي.

د دواړو هېوادونو جګپوړي ډيپلوماټان لس ورځې وړاندې د پاکستان او ایران له متقابلو توغندويي بريدونو وروسته خپل هیوادونو ته وربلل شوي وو.

ښاغلي موسوي د جمعې په ورځ په اکس خواله رسنۍ خپور شوي پیغام کې لیکي چې د پاکستان سفیر مدثر تپیو او د ایران سفیر رضا امیري مقدم په تهران او اسلام اباد کې د خپلو ماموریتونو ځایونو ته راستانه شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي اسیا د برخې مشر زیاته کړې چې د ایران او پاکستان خلک او چارواکي خوښ دي چې اړیکې یې بیرته عادي حالت ته راګرځیدلي دي.

ښاغلي موسوي پرته له دې چې د دواړو هېوادونو د ملي حاکمیت د نقض په اړه د رسنیو انتقادي راپورونو ته اشاره وکړي، ویلي، چې د ایران او پاکستان "د دوستۍ او ورورګلوۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو د رسنیو مسوولیت ډېر دروند دی. "

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د دواړو هېوادونو سفیران به د پنجشنبې په ورځ خپلو دندو ته راستانه شي، خو دا کار د یوې ورځې په ځنډ سره ترسره شو.

د تیرې مرغومې میاشتې په ۱۶مه نېټه د ایران د سپاه پاسداران له خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه ترسره شوو توغندیو بریدونو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ډېرې محدودې شوې وې. پاکستان د دغه برید په غبرګون کې له ایرانه خپل سفیر وروباله او د ایران له سفیره، چې هغه مهال تهران کې و، وغوښتل چې بیرته دې پاکستان ته نه ورځي.

یوې سروې موندلې چې د هند په وارانسي ښار کې یو جومات د مندر پر سر جوړ شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

پر مسلمانانو د هندو عریضه کونکو وکیل ویلي، چې د هند د لرغون پېژندنې سروې موندلې چې د هندوانو یو ترټولو سپیڅلي ښار کې د ۱۷مې پیړۍ یو جومات د هندوانو د یوه معبد له ویجاړولو وروسته جوړ شوی و. دغه نوې موندنه ښايي د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د لسیزو اوږدې شخړې کې یوه نوې موضوع وي.

د وارانسی په ښار کې محکمې تته د وړاندې شوې دغې قضیې په اړه د مسلمانانو وکیلانو د هندو عریضه کونکو د وکیل له دغو څرګندونو سره مخالفت کړی خو نور جزییات یې ندي ورکړي.

د ګیانواپي جومات په وارانسی ښار کې موقعیت لري او دغه ښار د لومړي وزیر نریندرا مودي پارلماني حوزه هم ده، او نوموړي به له دغه ښاره ځان کاندیدوي.

د هندو عریضه کونکو وکیل وشنو شنکر جین د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي: "د محکمې د حکم له مخې د شوې سروې پر مهال د هندوانو د خدایانو د مجسمو پاتې شوني د جومات په تاکاوۍ کې موندل شوي دي."

مسلمانان، په هندو اکثریت هند کې تر ټولو لوی اقلیت دی. هندو سخت دریځو، د هغو ډلو په شمول چې د مودي ګوند پورې تړلي، د لسیزو راهیسې ویلي چې مغل واکمنانو د سیمو له فتحې وروسته د هندوانو پخواني معبدونو ویجاړ کړي او پر ځای یې خپل عبادت ځایونه جوړ کړي دي.

د دا ډول موضوعاتو پر سر وخت په وخت د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.‌

د هاګ محکمې له اسراییل غوښتي چې په غزه کې دې «د نسل وژنې» مخه ونیسي

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د عدالت نړۍوالې محکمې، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، د جمعې په ورځ اسراییل ته امر کړی چې په غزه کې د فلسطیني وسله والو ډلو پر ضد په خپلو عملیاتو کې د نسل وژنې د مستقیمې هڅونې د مجازاتو او مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دغې محکمې اعلان کړې، چې په غزه کې د ځاني زیانونو د دوام په اړه ژوره اندیښنه لري.

دغې محکمې په خپل حکم کې لیکلي: «د اسراییل دولت باید خپل ټول اقدامات د نسل وژنې کنوانسیون د دویمې مادې په محدوده کې ترسره کړي.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې، چې په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضايي ارګان دی، د جمعې په ورځ - د سلواغې په شپږمه - اعلان وکړ، دا واک لري چې د اسراییل په وړاندې د «نسل وژنې» په قضیه کې د بیړني اقداماتو حکم وکړي.

دا قضیه د غزې د جګړې له امله د سویلي افریقا لخوا وړانې شوې ده.

دغې نړۍوالې محکمې زیاته کړه،د نسل وژنې پر وړاندې د خوندیتوب لپاره په غزه کې د فلسطینیانو حق په رسمیت پیژني.

تمه وه چې د ملګرو ملتونو دغه محکمه به د جمعې په ورځ د اسراییل پر وړاندې د بیړني اقدام لپاره د سویلي افریقا د غوښتنې په اړه خپله لومړۍ پریکړه اعلان کړي.

د محکمې د حکم په وړاندې غبرګونونه

سویلي افریقا د جمعې په ورځ د اسراییل په وړاندې د قضیې په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې له پریکړې وروسته سمدستي د دې پریکړې هرکلی کړی.

سویلي افریقا د جرمونو نړۍوالې محکمې پریکړه، د نړۍوالو قوانینو د حاکمیت لپاره «پریکنده بریا» بللې.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سامي ابو زهري د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د عدالت د نړیوالې محکمې پریکړه یو مهم پرمختګ دی چې د اسراییلو په منزوي کولو او په غزه کې د دوی د جنایتونو په افشا کولو کې مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو اشغالګر مجبور کړو چې د محکمې پرېکړې عملي کړي.»

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د نړۍوالې جنايي محکمې د پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «موږ به د نړۍوالو قوانينو په رعايتولو سره له خپل ځان څخه دفاع ته دوام ورکړو.»

په ورته وخت کې د اسراییل د ملي امنیت وزیر د جرمونو نړیواله محکمه «د یهودو ضد» بللې ده.

د ترکیې ولسمشر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جرمونو د نړۍوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبداللهیان، په اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا رایه «د اسراییل په وړاندې د شکایت کولو په بهیر کې د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د سویلي افریقا بریالیتوب" و.

هند وايي، د ۲ پاکستاني وګړو وژل کیدو کې د هند د ښکیلتیا په اړه د پاکستان ادعا پروپاګند دی

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د دوو پاکستاني وګړو د وژل کیدو په اړه پر هندي استخباراتو د پاکستان له خوا لګیدلي تور ته په اشارې سره وايي، دغه څرګندونې د هند پر ضد "د دروغو او ناوړه پروپاګند د خپرولو لپاره د پاکستان وروستۍ هڅه" ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منشي د پنجشنبې په ورخ ویلي و، چې "داسې کره شواهد لري" چې د دوو پاکستاني وګړو په وژلو کې د هندي جاسوسانو ښکېلتیا ښيي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیسوال وايي: "لکه څنګه چې نړۍ پوهیږي، پاکستان له ډیرې مودې راهیسې د ترهګرۍ، سازمان شویو جرمونو او غیرقانوني فعالیتونو مرکز دی. هند او یو شمیر نورو هیوادونو په ښکاره توګه پاکستان ته خبرداری ورکړی او دا چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي خپل کړی کلتور به یې له منځه یوسي. "

هغه ټینګار کړی چې پاکستان به هغه څه ریبي چې کرلي یې دي.

ښاغلي جیسووال ټینګار کړی چې د خپلو ناوړه کړنو تور پر نورو لګول د حل لاره نه ده.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منشي سایرس سجاد قاضي په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي و، چې په دې مرګونو کې ښکېل او له هندي استخباراتو سره تړاو لرونکی کس یې نیولی دی.

ښاغلی قاضي زیاته کړې وه چې دغه نیول شوي کس د پنجاب په سیالکوټ کې د شاهد لطیف په نوم د یوه پاکستاني وګړي په وژلو کې خپل لاس لرل منلي دي.