• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو وزیر وايي، افغانستان له پاکستان سره کومه رسمي پوله نه لري

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وايي، افغانستان له پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښه لري، خو کومه رسمي پوله یا هم سرحد ور سره نه لری. نور الله نوري زیاتوي، په تورخم او بولدک دروازه کې کله ستونزې پیدا کېږي، «خو د دا د هر چا خپل سیاست دی موږ یې د حل لپاره متوجه یو.»

د طالبانو سرحدونو قومونو او قبایلو وزیر نن پر ډیورنډ فرضي ګرښه تورخم ښارګوټي کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ له پاکستان سره فرضي کرښه لرو، مونږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو او نه هم له دوی سره کومه صفري نقطه لرو، زموږ او د دوی په منځ کې فرضي ګرښه ده، د کرښې په اوږدو کې ځیني وخت مشکلات پیدا کیږی لکه د تورخم دروازه او کله هم د بولدک په دروازه کې مشلات راپیدا کیږي.»

ډیورنډ ته افغانان د پولې په سترګه نه ګوري او افغان حکومتونه یې هم په رسمیت نه پېژني.

د تېرو حکومتونو په څېر د طالبانو د حکومت ویاند هم موده وړاندې ویلي و چې د دې کرښې په هکله به د دواړو غاړو ولسونه پرېکړه کوي، خو و دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو وزیر وايي، له پاکستان سره کومه رسمي پوله نه لري.

د دغه طالب وزیر دا څرګندونې له هغه درې ورځې وروسته دي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل، له ټول افغانستان د یوه پاکستاني ژوند ورته مهم دی.

که څه هم نورالله نوري د عاصم منیر د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې د پوځ لوی درستیز وايي، پاکستان خپلې ناکامۍ پر نورو اچوي.

د طالبانو بیا واکمنېدو پسې په پاکستان کې د بریدونو زیاتېدو سره د دواړو ترمنځ اړیکي ترینګلي ښکاري او یو بل د مقابل لوري په ناامنۍ کې په لاس لرلو تورنوي.

پاکستان د تېر اکتوبر لومړیو کې افغان کډوال هم د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل وبلل او د اېستلو لړۍ یې پیل کړه.

نور الله نوري سره په دغه سفر کې د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر هم ملتیا کوله، له پاکستان د تازه اېستل شویو افغان کډوالو پنډغالي ته هم ورغی.

د طالبانو دغو دوو وزیرانو افغان کډوالو ته ډاډ ورکړ چې دوی به ستونزې ورحل کوي.

همداسې په تورخم له عام مسافرو او ناروغانو سره په لیدنه کې خلکو ډاډ ورکړ چې د ستونزو په حل کې به یې اړوند طالب چارواکي مرسته کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوځ لوی درستیز د پاکستاني سیال وروستۍ خبرې د بې وسۍ له امله بولي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د پوځ لوی درستیز د پاکستاني سیال روستۍ څرګندونې د دغه هېواد د حکومتي چارواکو د بې وسۍ له امله بولي. فصیح الدین فطرت ویلي، پاکستان د خپلو وګړو امنیت ساتلو کې پاتې راغلی او خپله ناکامي پر نورو اچوي. عاصم منیر ویلي و، له ټول افغانستان د یوه پاکستاني ژوند ورته مهم دی.

نوموړي تېره چارشنبه په اسلام اباد کې د ځوانانو غونډې ته په وینا کې طالبانو خبرداری یې ورکړ چې که اړتیا پېښه شي نو ټول افغانستان به وران کړي.

د نوموړي څرګندونو ته پخوانیو افغان چارواکو ډېر ژر غبرګون وښود او نیوکه دا وه چې طالبان ولې رسمي ځواب نه وي.

خو نن د طالبانو دفاع وزارت ویاند په خپله اېکس په پاڼه کې لیکلي چې فصیح الدین فطرت د پاکستان لوي درستیز وروستۍ څرګندونې بې اساسه او افغانستان خلکو ته توهین بللې دي.

په دغه یادښت کې د طالبانو د لوي درستیز له قوله ویل شوي چې د پاکستان ولس باید ددې د خپلو مقاماتو وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګون وښي ځکه دا څرګندونې د یو مسلمان او ګاونډي هیوادونو ترمنځونه نفاق لامل کیږي.

د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورمي د اېکس په دغه یادښت کې لیکلي چې د ملي دفاع وزارت ټینکار کوي چې د داسې غیرمسوولانه څرګندونې نه یوازې چې ستونزې نه حل کوي بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځه حسنه اړېکې زیانمنوي.

د عاصم منیر له توندو خبرو وروسته په اسلام اباد کې د افغانانو نیونې او شړنې زیاتې شوې دي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۶ GMT+۰

په اسلام اباد کې دېره افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په وروستیو دوو ورځو کې ګڼ افغان کډوال نیول شوي، یو شمېر یې له تورخمه اړول شوي او پاتې نور یې لا هم په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.

په تېرو دوو ورځو کې د اسلام اباد په بي ۱۷، اېف ۱۷، بارکهو او ځینو نورو هغو سیمو کې چې ګڼ افغانان مېشت دي پلټنې زیاتې شوې او هغه افغانان چې د ویزو موده یې پوره شوې، نېول شوي او زندانونو ته استول شوي دي.


پولیسو هغو افغانانو ته هم ګوت څنډنه کړې، چې د هغوی په ویزو کې کمه موده پاتې ده، هغوی ته ویل شوي که ژر تر ژره خپلې ویزې تمدید نه کړي؛ نو له دغه هېواده به په زوره وشړل شي.
خو په اسلام اباد کې افغان کډوال وايي، چې دوی د نویو ویزو له پاره لا له وړاندې غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو نه یې څوک د ویزو وخت غځوي او نه هم ورته ویزی مستردوي.

د زاهد په نامه افغان کډوال چې د اسلام اباد له بي ۱۷ ښارکوټي څخه دوه ورځې وړاندې نیول شوی و او بیا د بډو په ورکولو خوشې شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « ما له نن څخه څلور میاشتې وړاندې د ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی؛ خو ما ته نه چا ویزه تمدید کړې او نه هم د رد ځواب راغلی. موږ په دې کې هېڅ ګناه نه لرو، دا د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ذمه واري ده چې په خپل وخت موږ ته ویزې راکړي، موږ یې پیسې هم بانک ته تحویل کړې موږ نه پوهېږو چې څه وکړو.»
محمد امان هغه بل کډوال دی، چې وايي د ویزې د تمدېدولو له پاره یې شپږ میاشتې انتظار کښلی؛ خو تر اوسه یې دغه تمه نه ده پوره شوې:« هر څه چې کوو د ویزرو برخلیک مو نه مالومېږي. ځیني را ته وايي کمېشنکار ته باید پیسې ورکړې، چې ویزه درته تمدید کړي زما د کورنۍ اته تنه غړي دي، د هر کس پر سر ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې غواړي زه خو د دې وس نه لرم.»
که څه هم چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له تېرو څو میاشتو پیل شوې؛ خو د دغه هېواد د لوی درستیز د وروستي دریځ څخه وروسته دغه لړۍ چټکه شوې.

په هغو تېرو میاشتو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواده اېستل شوي وو؛ خو په دې وروستیو کې بیا دغه چاره یو څه سړه شوې وه، کله چې د عاصم منیر دغه څرکندونې رسنیو ته راووتې له هغه وروسته یو ځلې بیا په اسلام اباد کې پولیسو د افغان کډوالو کورونه په نښه کړل او په ګڼ شمېر کې یې ونیول او زندانونو ته یې واستول.


جنرال عاصم منیر په بې مخینې توګه د افغانستان په تړاو د اسلام اباد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو زده‌کړیالانو ته داسې څرګندونې وکړې، چې تر ده وړاندې بل پاکستاني چارواکي نه وې کړې.

هغه په ډاګه له دې خبرې پلو پورته کړ، چې د یوه پاکستاني له سره ټول افغانستان هم قربانولی شي او یا یې په کنډواله بدلولای شي.
له کله نه چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې د واک تر ګدۍ ورسول شول، پاکستاني چارواکو به تل په کور د ننه او بهر په نړۍوالو دریځونو کې له طالبانو ملاتړ په ډاګه کاوه؛ خو له هغه مهاله چې د پاکستاني طالبانو تحریک په دغه هېواد کې پوځي او امنیتي ځواکونه به نښه کړل او ورسره د تاوتریخوالي نوې څپه پیل شوه، نو په ظاهره د دواړو هېوادونو تر منځ ناندرې زیاتې شوې چې اوس یې زور له بې‌وزله کډوالو اېستل کېږي.

طالبان: په راتلونکي پسرلي کې به پر هغو کډوالو ځمکې ووېشو، چې له پاکستانه راستانه کړل شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په راتلونکي پسرلي کې به پر هغو راستنو شویو کډوالو د استوګنې او کرنې له پاره ځمکې ووېشي چې له پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي دي.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون د تورخم د کډوالو په لنډ مهاله پنډ غالي کې د راستنو شویو کډوالو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به پر هغوی د استوګنې او کرنې له پاره ځمکې ووېشي چې دوی وکولای شي هم په کې ځانونو ته مېنې ودانې او هم په کې کر کېله وکړي.


د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر دا رنګه ویلي، د راستنو شویو کدوالو له پاره د نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لا له وړاندې چارې پیل شوې او ډېر ژر به په دغو برخو کې عملي کارونه پیل شي.


افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو تر ټولو ستره ستونزه د کورونو او سرپناوو نشتوالی دی، چې هغوی ترې کړېږي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښارګوټو د جوړولو له پاره پرېمانه ځمکې شته؛ خو لا د دغو ځمکو د قانوني وېش په برخه کې عملی ګامونه نه دي اخیستل شوي.
له هغه مهاله چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې، تر دې مهاله د ورکړل شویو شمېرو له مخې نږدې پڼخه لکه خلک د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ خو د دوی تر ټولو ستره ستونزه د کورونو نشتوالی دی.
ګڼ افغانان وايي، که چېرته طالبان په خپلې دغې ژمنې رښتینی عمل وکړي او خلکو ته د کورونو د جوړولو او کرکېلې له پاره ځمکې ووېشي؛ نو لرې به نه وي چې ګڼ افغانان خپل هېواد ته د ستنېدو تکل وکړي او هلته د کرنې له لارې خپل ژوند هوسا او بسیا کړي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه: په پروان او کاپیسا کې مو درې طالبان وژلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۰

افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په پروان او کاپیسا ولایتونو کې یې په دوو جلا بریدونو کې د طالبانو درې غړي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه طالبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغې جبهې رسنیو ته داسې ویډیوګانې هم استولي چې په کې د مقاومت د جبهې غړي په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د کارکټي بریدونو د ترسره کولو پرمهال لیدل کیږي.

دغې جبهې د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپانه کې ادعا کړې چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په «غنډ صاحب الحق» سیمه کې یې د طالبانو پر یو مرکز برید کې دوه جنګیالي وژلي او درې نور یې ټپي کړي دي.

دغه جبهې همداراز ویلي چې په یو بل برید کې د کاپیسا ولایت په مرکز کې د «شاهین لوا» په سیمه کې د طالبانو یوه پوسته په نښه کړې او یو طالب وسله وال یې وژلی. په برید کې د د دوه نورو طالبانو د ټپي کیدو ادعا هم شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو بریدونو کې د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

صالح: د پاکستان د پوځ د مشر کیسه کومه نوې یا د حیرانتیا خبره نه ده

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، د پاکستان د پوځ د مشر ګواښ کومه نوې یا د حیرانتیا خبره نه ده. جنرال عاصم منیر وړمه ورځ ویلي چې د یوه پاکستان ژوند تر ټول افغانستان غوره دی.

صالح د نوموړي دې ګواښ ته په غبرګون کې وايي، د پاکستان ای اس ای او پوځ اسلام او د ورورګلوی کلیمې د خپلو شیطاني ستراتیژیو د عملي کولو لپاره کارکوي.

د هغه په خبره، پاکستان په افغانستان کې د اسلام او مدرسو نوم د خپلو ویجاړوونکو ستراتیژیو د پلي کولو لپاره د وسلې په توګه کاروي.

هغه وايي، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني هم تر ډېره د پاکستان د ناوړه ستراتیژۍ پایله ده.

د صالح په وینا، د حیرانتیا خبره دا ده چې د جنرال منیر خبرې په دومره لوړ غږ او واضح ډول خلکو ته رسول شوې دي او دا چې د جنرال عاصم منیر وضاحت، که څه هم تریخ دی، خو چارې اسانولی شي.

نوموړي ویلي، چې جنرال منیر په پاکستان کې د پریکړو د کولو واک لري‌ هیله یې ښودلې چې د نوموړي دغه څرګندونې په پاکستان کې له مدرسو او له دارالفتواګانو د دغه هیواد د پوځ او استخباراتو د ملاتړ د ختمیدو په مانا وي.

ښاغلي صالح زیاته کړې:‌ زه هم هیله لرم چې دا د پاکستان لخوا د توبه کولو د پروسې پیل وي. دوی زموږ له خلکو څخه د لسیزو په اوږدو کې په افغانستان کې د ویجاړیو او ټول وژنې د ملاتړ له امله باید یوه لویه بښنه وغواړي.

هغه وايي،‌ د افغانستان په وړاندې د پاکستان یوه ښه یا بده خو روښانه پالیسي د هغوی خوږو خو زهرجنو ډيپلوماټیکو څرګندونو په پرتله غوره ده.‌

د جنرال منیر څرګندونو ته لا طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پر صالح سربېره پخواني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دا ناسمې څرګندونې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو بدې پایلې ولري.