طالبان: څه باندې ۱۲ میلیونه کسانو ته برېښنايي پيژندپاڼې ورکړل شوې

د طالبانو د احصایي او معلوماتو اداره وایي، د الکترونکي پيژندپاڼو د وېشلو له پیل تر اوسه پورې ۱۲ میلیونه، دوه لکه او ۸۸ زره کسانو ته الکترونکي پيژندپاڼې ورکړل شوې دي. د راپورونو له مخې، یوازې شپږ میلیونه پيژندپاڼې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته وېشل شوې دي.