طالبان : پرېکړه شوې، چې نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د خلاصولو په اړه هلې ځلې ګړندۍ شي

د طالبانو تر واک لاندې له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بنديانو په اړه له هغو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصولو لپاره یې لارې چارې ولټوي.