د کاناډا د کډوالو وزارت: ۳۱۰ نور افغان کډوال مو له پاکستانه خپل هېواد ته ولېږدول

د کاناډا د کډوالو ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د (سلواغې په ۹مه) یې ۳۱۰ افغان کډوال له اسلام اباده کاناډا ته لېږدولي. دغې ادارې ویلي، په پام کې ده چې دغه نوي کډوال به د کاناډا په ۳۰ ښارونو کې له هغې ډلې په «فردریکتون»، «سنټ‌جونز» او «تورنټو» کې استوګن کړي.