• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد په افغانستان کې د روڼتیا د نړۍوال سازمان د فساد د زياتوالي محاسبه پر ځای بللې ده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روڼتیا یا شفافیت نړۍوال سازمان هغه محاسبه، چې له مخې يې په دې هېواد کې په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پرتله اداري فساد زیات شوی پر ځای بللې ده. د سازمان د محاسبې له مخې؛ افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له پلوه ۱۶۲ ځای خپل کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د فساد په برخه کې د شفافيت نړۍوال سازمان د محاسبې ۱۶۲ ځای بهترين دی.

مجاهد ليکلي: « د نړۍوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲ مه درجه کې قرار لري چې ښه موقعیت دی.»

د مجاهد په خبره، چې هېواد يې دا مهال د فساد څخه خالي دي.

هغه په افغانستان کې د ادارې فساد په برخه کې ۴ درجې ټيټ والي په نړۍ کې د روڼتیا د لوړوالي په معنا بللی دی.

هغه زياتوي: « د نړۍوال شفافیت په محاسبه کې افغانستان د تېرکال په نسبت ۴ درجې ټیټ والي معنا دا نه ده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې دځینو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.»

د رونټیا نړۍوال سازمان د نوي راپور پر بنسټ؛ د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان، په ۲۰۲۳ کال کې له فساد سره د مبارزې په برخه له ۱۵۰ ځای څخه ۱۶۲ ځای ته را ټيټ شوی.
افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۰ ځای او په ۲۰۲۱ کال کې په ۱۷۴ ځای کې و.
د روڼتیا نړۍوال سازمان اندېښنه ښودلې، چې په ټوله نړۍ کې اداري فساد مخ په ډېرېدو دی؛ خو یو شمېر هېوادونو بیا د دې پدېدې د قابو کولو لپاره ښه ګامونه پورته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډنمارک بیا د ۹۰ امتیازونو په درلودو سره په نړۍ کې د فساد په برخه کې تر ټولو پاک هېواد بلل شوی او په ترتیب سره فنلنډ د ۸۷ او نیوزېلنډ بیا د ۸۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړي دي.
سومالیا بیا په فساد کې تر ټولو ککړ هیواد بلل شوی دی.
افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د سوډان، میانمار، تاجکستان، چاډ، کومور او اریتره هېوادونو په ډله کې دی.
د رونټیا نړۍوال سازمان وایي، چې په دغو ۱۸۰ څېړل شويو هېوادونه کې نږدې دوه پر درېیمې برخې یې له پنځوسو امتیازونو کم ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د چین ولسمشر د افغانستان د سفیر په توګه د طالبانو د استازي بلال کریمي باورلیک ومانه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د طالبانو د سفیر او استازي په توګه د اسدالله بلال کریمي باورلیک منلی دی. بلال کریمي تر دې مخکې د ولسمشر پر ځای د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ته خپل باورلیک وړاندې کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د بلال کریمي باورلیک د ۴۱ نورو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شي جین پینګ ته وړاندې شو.

د اکټوبر په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې چین په بیجینګ کې د دې ډلې د سفیر بلال کریمي باورلیک منلی دی.

بلال کریمي مخکې له دې، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې کابل ته طالبان ننوتل د دې ډلې د فرهنګي کمېسیون غړی و او وروسته د دغې ډلې د ویاند مرستیال وټاکل شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ بلال کریمي تېره میاشت په چین کې د افغانستان په سفارت کې دنده پیل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوو کلونو څخه زیات وخت تېر شوی؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

چین لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې نوی سفیر لېږلی دی.

د سنبلې په میاشت کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا حسن اخوند د چین د نوي سفیر باورلیک د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ومانه.

په داسې حال کې چې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو یو شمېر هېوادونو لکه؛ ایران، ترکیه، پاکستان، روسیې او چین د طالبانو غړي د ډېپلوماټانو او د افغانستان د سیاسي او قونسلي خدماتو د مشرانو په توګه منلي دي.

په کابل کې د دغو هېوادونو سفیران او استازي هم حضور لري.

د طالبانو دفاع وزیر ډیپلوماتانو ته: په افغانستان کې د پروژو امنیت ساتلو ته چمتو یو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه د دغې ډلې دفاع وزیر د ایران، پاکستان، چین او ځینو نورو هیوادونو له استازو سره ناسته کړې. ويل کیږي ملا یعقوب د پولو د امنیت ټینګښت، له هېوادونو سره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ د دوستانه اړیکو ډاډ ورکړی.

د طالبانو دفاع وزارت نن سې شنبې د (د سلواغې ۱۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه ملا یعقوب د افغانستان لپاره د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو ته مېلمستیا کړې وه.

د طالبانو دفاع وزارت وايي ملایعقوب له مېلمستیا وروسته د ایران، پاکستان، او چین له استازو سره جلا ناسته کړې ده.

ملایعقوب؛ «اسلامي امارت چمتو دی، چې د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو برخو کې هر ډول همکارۍ تضمین وکړي.»

د دغو هیوادونو ځانګړي استازي تېره ورځ د طالبانو په کوربتوب جوړه شوې د «افغانستان سیمه ییزې همکارۍ ابتکار» غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي وو.

کندهاري کروندګر: طالبان زموږ په نوم راغلې مرستې پر خپلو ملګرو وېشي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۰

په کندهار کې يو شمېر کروندګر او باغ لرونکې وايي، چې کښتونه يې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او طالب ځايي چارواکې د دوی په نوم راغلې مرستې پر خپلو ملګرو وېشي. په کندهار کې ځایي طالبان مستحقو کروندګرو ته د مرستو رسولو اړوند څه نه وايي؛ خو د ستونزو د حل ژمنې کوي.

د کندهار د ژړۍ او ډنډ ولسواليو يو شمېر کروندګرو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال د سخت زيان سره مخ دي او طالب ځايي چارواکې يې غږ نه اوري.

په ډنډ ولسوالۍ کې ۷۶ کلن عبدالمالک چې په شاخوا ۵۶ جريبه ځمکه يې غنم کرلې وايي؛ اصلاح شوي تخمونه نه لري.

د هغه په خبره ځايي طالب مسوولين يې نه حق ورکوي او نه یې د ستونزو غږ اوري.

هغه زیاته کړه: «موسسې تخم نه دی راکړی، ولسوال، رييس او ملک د هیچا نه يو په ياد، د بزګر په نوم مرستې په خپلو کې تقسيموي.»

علي احمد او شېر محمد بيا د ژړۍ په ولسوالۍ کې باغ او ځمکې لري.

دوی هم د تخمونو، د ښه حاصلاتو لپاره د خاص کود، زراعتي درملو او اوبو د کمبود د ستونزو سره مخ دي او د پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی زياتوي: « اوبه نه شته، برمې کافي اوبه نه راکوي، سږ کال غنمو مرض کړی او د بازار دوا چې ډېره قیمت هم ده کار نه کوي، حکومت باید زموږ حق را ورسوي.»

د کندهار د ډنډ او ژړۍ ولسوالۍ طالب ولسوالانو کروندګرو ته د حق نه ورکولو په اړه د خبرو کولو ډډه وکړه.

بل لوري بيا د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د کروندګرو او باغ لروونکو دغه ستونزې د هېواد په سطحه بولي او وايي، چي د حل لپاره يې د وزرات سره ګډ کار کوي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي دفتر وويل: « موږ کوښښ کړی، چې د مرستو په برخه کې حق و حقدار ته ورسيږي، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې مو درې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي او پلان لرو، چې ډېر ژر د اوبو دوه نور بندونه هم جوړ کړو، چې د وچوبي مخه ونيسو.»

د کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو، د کښتونو د کر او د حاصلاتو ټولو په برخه کې ځيني مرسته کوونکې ادارې مرستې کوي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې اندېښنه ښودلې وه، چې د نړۍوالو بشري مرستو یوه برخه د طالبانو په لیکو کې طالب وسلوالو ته ځي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو اوږده وچکالي، د اوبونو د بندونو نه شتوالۍ، د کرنې په برخه کې د متخصصينو نه شتون او د کښتونو غيرې مسلکي کرنه د کروندګرو او باغ لروونکو د کمو او کمزورو حاصلاتو لاملونه بلل کيږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې ۶ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د دوی يو شمېر وسله والو د کابل د څلورمې حوزې په سېمه کې پر طالبانو برید کړی دی. د جبهې د معلوماتو له مخې؛ په بريد کې يې ۴ طالبان وژلي او دوه نور يې زخمیان کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې رسنيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي، چې د دوی وسله وال نن دوشنبه ماښام څه باندې ۶ بجې د کابل د څلورمي حوزې په سېمه کې د طالبانو پر امنتي کسانو دغه وسله وال بريد کړی.

جبهې پر خپلو ټولنيزو رسنيو د بريد ويډيو هم نشر کړې او ويلي يې دي، چې په بريد کې د ۴ طالبانو تر وژلو او ۲ نور تر زخمې کېدو وروسته یې د طالب وسله والو یو شمېر وسلې هم له منځه وړي دي.

د کابل ايمريجنسي روغتون پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د کابل د څلورمي حوزې د پېښي څخه يې درې کسان زخميان ور وړي، چې د يوه روغتيايي حالت سم نه دی.

تر اوسه د دغې پېښې د پخلي په باب طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دغه بريد پر داسي مهال کېږي، چې په کابل کې د طالبانو په کوربه توب د افغانستان د سيمه ييزو همکاريو ابتکار غونډه وه، چې د سېمي د ۱۱ هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو برخه پکې اخيستې وه.

د طالبانو استازې په دې غونډه کې د سېمې پر امنيت خبري کړې.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د دغې پېښې تایید نه کوي؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفو ډلو پر طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د طالبانو د بلخ والي په شمالي سیمو کې د دې ډلې له غړو وغوښتل چې خپلې وسلې ثبت کړي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر رسنیز مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې ډلې له غړیو او په شمالي سیمو کې له خلکو غوښتي چې خپلې وسلې ثبت کړي. خبرپاڼې خبرداری ورکړی، چې له جواز پرته وسلې او تجهیزات به ضبط او له خاوندانو سره به یې قانوني چلند وشي.

د طالبانو د ډلې د بلخ د والي محمد یوسف وفا دفتر د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۹ مه) په خپله خبرپاڼه کې په شمالي سیمو کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو خاوندانو ته درې میاشتې وخت ورکړ، چې تر کنټرول لاندې ادارو ته یې وسپاري.

خبرپاڼه وايي؛ دغه حکم د طالبانو د مشر د پرېکړې پر بنسټ صادر شوی او د پوځي تجهیزاتو د ثبت کمېسیون هم جوړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د ډلې پر غړو او هغو کسانو چې وسلې او پوځي تجهیزات لري یوه فورمه به وېشل کېږي، چې په کې به د هغوی د وسلو او پوځي تجهیزاتو مشخصات شامل وي.

طالب چارواکو ټینګار کړی، چې د وسلو ټول خاوندان باید د ثبت کارتونه ولري؛ که نه له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

تر دې مخکې د بدخشان والي هم د دغې ډلې له چارواکو او جنګیالیو غوښتي وو، چې د وسلو د ګرځولو جواز تر لاسه کړي.

د بلخ والي دا حکم په داسې حال کې صادر کړی، چې په بلخ او ګڼو نورو سیمو کې د دغې ډلې جنګیالیو په پرله پسې ډول کور په کور د تالاشۍ او پلټنې عملیات پیل کړي دي.
​