• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امنیت شورا راپور: القاعده په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه او څو مدرسې جوړې کړې دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۲:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ويلي، چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ساتلې او دې ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي. په غزني، لغمان، پروان او روزګان کې د القاعدې ۴ کمپونه جوړ شوي او دغه سازمان په پنجشیر کې د وسلو ډیپو هم جوړ کړی دی.

له القاعدې سره د طالبانو اړیکې لا هم نږدې دي

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانېدلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځان په دفاعي حالت کې وساتي.

د راپور له مخې د القاعدې جګپوړي چارواکي په افغانستان کې شته او دا ډله لا هم دغه هیواد او بهر ته ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لیکلي، چې طالبان هڅه کوي له القاعدې سره خپلې اړیکې کمې ښکاره کړي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو ځینې عملیاتي قوماندانان له القاعده سره ګډه کاري طریقه او ایډیالوژي لريو خو دا ډله د نړیوال کېدو هېلې نه لري.

امنیت شورا لیکلي، چې د القاعدې د ځینو فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوې دي.

په همدې مهال په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې پاتې او پخواني غړي د لویو بریدونو د پلان او تنظیم توان نه لري.

د امنیت شورا یوه غړي ویلي په افغانستان کې د القاعدې د هغو جګپوړو مشرانو شمېر، چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري له لسو کم دي.

په راپور کې همدا ډول راغلي دي، چې د امنيت شورا يو شمېر غړو هېوادونو د هغو کسانو په اړه خبري کړې، چې ويل کېږي دوی په ایران کې د القاعدې د مشر سیف العدل او په افغانستان کې د عبدالرحمن الغامدي په ګډون د دې ډلې د نورو جګپوړو غړو ترمنځ د تماس د ټينګولو لپاره سفر کړی دی؛ خو یوه غړي هیواد په ایران کې د القاعدې د غړو شتون رد کړی دی.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د القاعدې شپږ غړي د «ابو اخلاص المصري» په مشرۍ د «عمر فاروق لیکو» سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان ختیځ ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د القاعدې اته نوي روزنیز کمپونه او ښوونځي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل راپور کې دا هم په ډاګه کړې، چې القاعده په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د دغه راپور له مخې، په غزني، لغمان، پروان او روزګان ولایتونو کې د القاعدې څلور کمپونه جوړ شوي او دغه سازمان په پنجشیر کې هم د وسلو نو ډیپو جوړ کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د القاعدې غړی حکیم المصری په کونړ کې د پاکستان د طالبانو د تحریک د غړیو لپاره د روزنیزو کمپونو او د ځانمرګو بریدونو د روزنې مسوول دی.

امنیت شورا دا هم لیکلي، چې په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې د القاعدې پنځه مدرسې فعالې دي.

القاعده په هلمند، هرات، فراه او کابل ولایتونو کې هم تاسیسات لري.

د پاکستان د طالبانو تحريک له افغان طالبانو د مرستو کڅوړې ترلاسه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د څو بریدونو ملاتړ شوی دی.

په راپور کې دا هم راغلي چې د TTP یو شمېر قوماندانان او د هغوی کورنۍ له طالبانو منظمې مرستې ترلاسه کوي.

د امنيت شورا په دغه راپور کې، چې جنورۍ پر ۲۹ خپور شو، امنیت شورا د هغو طالبانو د شمېر د زیاتوالي اعلان وکړ، چې دپاکستان طالبانو تحریک سره یوځای شوي دي.

د دې راپور له مخې، د افغان طالبانو ځینې غړي د پاکستان طالبانو تحریک ملاتړ کول خپله «دیني دنده»ګڼي.

په دغه راپور کې د پاکستان طالبانو د تحریک په لیکو کې د «افغان اتباعو د شمېر د زیاتوالي په اړه د پام وړ پرمختګ» ارزول شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د افغان طالبانو ډله عموماد پاکستاني طالبانو له اهدافو سره تړلې او يو ځای ده.

امنیت شورا دا هم ویلي، چې القاعده پاکستاني طالبانو تحریک ته د تجهیزاتو او وسلو پر ورکولو سربیره، د دې ډلې د ځواکونو په روزلو کې هم مرسته کړې، چې په بهر کې عملیات وکړي.

په راپور کې راغلي، چې د افغان طالبانو له خوا د پاکستاني طالبانو تحریک د ۷۰ څخه تر ۲۰۰ پورې غړي لنډمهاله نیول او د افغانستان په شمال کې د هغوی ځای پر ځای کول په افغانستان کې د TTP د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د فشار د کمولو لپاره شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر ضد عملیاتو سربېره، یو شمېر هغه طالبان هم وژلی، چې له داعش سره یوځای شوي دي.

د داعش ګواښونه

امنیت شورا په خپل راپور کې ارزیابي کړې، چې د سیمې له لاسه ورکولو او همدارنګه د تلفاتو، د لوړ پوړو او منځنیو مشرانو په ګډون د وسلوالو له منځه تللو سره سره، داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دی.

په افغانستان کې د داعش ډلې هدفونه په لومړي سر کې شیعه ګان، په دویم ځای کې طالبان او بیا ملکي وګړي دي.

امنیت شورا ویلي، چې د طالبانو د فشار او په داعش باندې د دغې ډلې د «ښه» نفوذ په پایله کې د داعش بریدونه کم شوي دي؛ خو د راپورونو له مخې داعش هم په طالبانو کې د پام وړ نفوذ لري.

په راپور کې راغلي، له دې سره، چې طالبان ادعا کوي، چې داعش ته یې ماتې ورکړې ده، خو بیا هم دې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

امنیت شورا لیکلي، چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د داعش او د هغې له «سلفیانو» سره د چلند په اړه اختلاف موجود دی.

د راپور له مخې، داعش د غیر سلفي ځواکونو په هرکلي، د طالبانو د «مايوسه» او بهرنیو وسلوالو په استخدامولو سره یوه پراخه تګلاره غوره کړې ده.

که څه هم ځینو پاکستاني رسنیو تېر دوبی په کونړ ولایت کې د داعش خراسان څانګې د مشر ثناالله غفاري، چې په «شهاب المهاجر» مشهور و د وژلو خبر ورکړی و، خو د امنیت شورا خبر ورکړی، چې د داعش دغه مشر ژوندی دی.

طالبانو هم هغه مهال د ثناالله غفاري وژل کېدل نه دي تایید کړي.

د امنیت شورا څو غړو هېوادونو ویلي، چې د داعش خراسان څانګې مشر په کونړ کې د «جماعت الاحرار» له روزنیز مرکز څخه د وتلو پر مهال په نښه شوی او ټپي شوی دی.

نورې ډلې

د امنیت شورا په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د «ازبکستان اسلامي غورځنګ»، «اسلامي جهاد اتحاد» او «خطیبه یما بخاري» په څېر ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي.

د «جماعت انصارالله» ډله هم له طالبانو او القاعدې پیسې ترلاسه کوي.

امنیت شورا وايي، د جماعت انصارالله وسلوال، چې د منصوري قول اردو یو له مهمو ځواکونو څخه دی د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو لپاره ځانګړی کنډک دی.

د دغه راپور له مخې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له بدخشان څخه وروسته په بغلان ولایت کې ځای پر ځای شوی دی او خپله عملیاتي شبکه یې څو نورو ولایتونو ته هم غځولې ده.

د راپور له مخې، د ختیځ ترکستان د اسلامی غورځنګ تمرکز د ځواکونو په روزنه او د ښځو په استخدام دی.

د امنیت شورا غړیو د وسلوالو د استخدام، روزنې او د عملیاتو د پلانولو په اړه د پاکستان طالبانو تحریک په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره د دغې ډلې د همکارۍ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

په راپور کې راغلي چې القاعده د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ایډیالوژیکي روزنه ورکوي او داعش هم د دې ډلې ځینې هغه وسلوال جذب کړي چې د طالبانو له خوا د دوی کنټرول خپه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت:له پاکسان او ایرانه له زرو ډیر افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي له پاکستان او ایران څخه تر زرو زیات افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړل شوي. د دغو کډوالو په ډله کې چې۳۲ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغي۱۱مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، له ایرانه ۱۱۵۹ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه هیواد ته راستانه کړل شوي.

له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳۲ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې، د کډوالو وزارت د کارکوونکو له لوري (وارچایلډ) یا د جګړې ماشومانو ادارې ته سپارل شوي.

دغه وزارت ویلي، په دغو کډوالو کې کورنۍ هم شته چې د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د یادو کډوالو له ډلې ۴۴۸ تنه یې اړمن پيژندل شوي چې د خوراکي توکو تر څنګ ورسره نغدي مرستې هم شوې دي.

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت وايي چې د سې شنبې په ورځ ۲۷۶ تنه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې، له پاکستانه په جبري ډول تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي شورا ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې له دغه هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې چې، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده په جبري ډول افغانستان ته شړل کیږي.

د طالبانو ټولګټو وزارت: د ځینو ولایتونو او ولسوالیو تر منځ لارې د وارو له امله تړل شوې دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۷ GMT+۰

د تېرې شپې د درنې واورې او شړکنده بارانونو ورېدو له امله د غور ولایت د بکک بند کوتل، د میدان ښار ـ بامیان لویه لار د حاجيګک کوتل، د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالۍ لاره او په بدخشان ولایت کې د څلورو ولسوالیو لارې د موټرو د تګ راتګ له پاره تړل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې ۱۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې عمومي لارې او د ولسوالیو لارې د ډیرو واورو د اورښت له امله تړل شوې دي.

دغه وزارت وايي، د سې شنبې په ماښام د زورورې واورې اوریدو له امله د غور ولایت د بکک بند کوتل سړک تر څنګ د میدان ښار ـ بامیان لویه لاره د حاجي ګک په سیمه کې د واورې ښوېدنې له امله تړل شوېده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د لویو لارو او سړکونو د وضیعت په اړه د چهار شنبې ورځې په راپور کې ویلي چې د بدخشان ولایت د راغستان، یاوان، یفتل او کوهستان ولسوالیو ټولې عمومي لارې د سختو واورو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې د سالنګونو لارې د موټرو د تګ راتګ له پاره خلاصې دي، خو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالۍ عمومي سړک د پلفي کوتل په سیمه کې د درنې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د چهار شنبې په سهار یې د واورو د اورښت له امله د ولایتونو او ولسوالیو د بندو لارو د خلاصیدو عملیات پیل کړي.

همدارنګه دغه وزارت له موټر چلوونکو څخه د خوندي او ډاډمن تګ راتګ لپاره غوښتنه کړې، چې په واورینو لارو کې ژمنۍ ګرمې جامې او د موټرو ټایرونو ته ځنځیر (چین) له ځانه سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هوا پيژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورو او بارانونو له امله د سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی و.

ټرمپ: کله چې بایډن په افغانستان کې د امریکا عزت له پامه وغورځاوه، 'نړۍ په دوزخ بدله شوې'

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۵ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ وايي له هغې ورځې چې بایډن په افغانستان کې د امریکا عزت له پامه غورځولی، «نړۍ سمه په یو دوزخ بدله شوې ده.» ډونالډ ټرامپ ویلي چې، د امریکا د دفاعي ځواک سپارل په نړۍ کې د «ډیرو مرګونو» او نه ختمېدونکو ګډوډيو لامل شوي.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې جوبایډن یو «کمزوري او فاسد» کس یاد کړی.

ښاغلي ټرمپ په اردن کې د ایراني ملاتړو ملېشو په برید کې د درېیو امریکايي پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي چې، د جوبایډن تر قوماندې لاندې د امریکا د واک او دفاعي ځواک سپارل د ډېرو مرګونو، سختو کړاوونو او په ټوله نړۍ کې د ګډوډۍ او بې حده مرګونو لاملونه دي.

په اردن کې د درېیو امریکايي پوځیانو وژل کېدل او د دوی له څلوېښتو ډېر ټپیان د بایډن د ادارې پر ضد د امریکا د پخوانیو چارواکو او د کانګرس د غړو غوسه راپارولې ده.

ټرمپ ویلي چې، د امریکا ولسمشر د امریکا «دښمنانو» ته دا جرات او وړتیا ورکړه چې په اردن کې د ده د هیواد په اډه کې ګډوډي او ترهګري رامنځته کړي.

نوموړي په اردن کې د امريکايي ځواکونو په بريد کې تر څلوېښتو زياتو ټپيانو ته په اشارې سره وويل، چې ځينې به يې بېرته عادي حالت خپل نه کړي.

ټرمپ دا هم ویلي چې، جوبایډن امریکا دریمې نړیوالي جګړي ته داخله کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ټینګارکړی، تر اوسه هیڅکله داسې نه و شوي لکه دا اوس چې د بایډن په اړه روښانه شوې چې نوموړی نه شي کولای د امریکا د پوځ اعلا سرقوماندان و اوسي.

نوموړي د امریکا ټاکنو ته په اشارې، د خپل هیواد له وګړو څخه وغوښتل چې، جوبایډن او د هغه اداره د نومبر په میاشت کې له سپینې ماڼۍ څخه وباسي، مخکې له دې چې د ډیرو امریکايي وګړو قیمتي ژوند واخیستل شي هغه وخت به بیا ډیر ناوخته وي.

ټرمپ په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د بایډن د ادارې تر څارنې لاندې د دغه بهیر پر مدیریت نیوکې کړې دي. نوموړي په افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پر پاتې کېدو هم نیوکه کړې وه.

ازادۍ جبهې په بلخ کې په يوه هدفي بريد کې ۶ طالبانو د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د دوی يو شمېر وسله والو په بلخ کې د طالبانو د پلټنې پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې ۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې نن سې شنبه ماښام يې د مزار ښار اړوند د خالد بن وليد په ښارګوټي کې پر هغه پوسته بريد کړی، چې د پخوانيو امنيتي ځواکونو د پلټنو په نوم يې خلک ځورول.

د ازادۍ جبهې معلوماتې څانګې رسنيو ته په لېږلې ويډيو او خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په بريد کې يې ۴ طالبان وژلي او ۲ نور يې زخميان کړي دي.

تر اوسه د دغې پېښې د پخلي په باب طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړه ده، چې د تېرې دوشنبې ورځ هم د ازادۍ جبهې د کابل په څلورمه حوزه کې په يوه بريد کې ۴ طالبان وژلي او دوه نور يې زخميان کړي وه.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د دغې پېښې تایید نه کوي؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفو ډلو پر طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د کړکېچ نړۍواله ډله: د طالبانو محدودیتونو د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د کړکېچ نړۍواله ډله په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د افغان مېرمنو او نجونو له اساسي حقونو څخه انکار او د سختو ټولنیزو قوانینو پلي کولو، د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو له خوا د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی دی.

د کړکېچ نړۍوالې ډلې نن سې شنبه ( د سلواغې ۱۰ مه ) د «د طالبانو ګاونډیتوب: له افغانستان سره سیمه ییزه ډېپلوماسي» تر عنوان لاندې خپل تازه راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي دي؛ طالبان چې تر ډېره د لوېدیځو ځواکونو له خوا ګوښه شوي، په دې لټه کې دي چې له نېږدې ګاونډیو پلازمینو سره اړیکې ټینګې کړي.

په دغه راپور کې ګاونډیو هېوادونه اشاره شوې، چې دا هېوادونه له تعامل څخه مطلق انکار نه شي کولی: "دوی باید له طالبانو سره د امنیتي او اقتصادي مسالو په اړه تعامل وکړي. د بې باوریو او خنډونو له امله سیمه ییزه ښکیلتیا محدوده پاتې ده، کومه چې د لویديځو بنديزونو په نتیجه کې رامنځته شوې."

د کړکېچ نړۍوالې ډلې له خوا د خپاره شوي راپور په یو برخه کې راغلي دي، چې د افغانستان او د ګاونډيانو ترینګلې اړیکې د جنوبي او مرکزي اسیا د خلکو ژوند او روزګار اغیزمنوي.

کابل او سیمه ییز شریکان یې باید د سوداګرۍ د پراخولو، د اوبو او نورو ګډو منابعو پر سر د شخړو د مدیریت او د بین الحدودي اورپکو ډلو سره د مبارزې په موخه لارې چارې ولټوي او ناکامي کولی شي چې په سیمه کې پراخه بې ثباتي راولي.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي، چې سیمه ییزو اندېښنو په ځواب کې طالبان تقریباً د ټولو اورپکو په اړه یوه ورته نسخه کاروي: "کابل د شکمنو اورپکو له وژلو یا نیولو څخه ډډه کوي او پر ځای یې د اوسېدو ځایونه ور بدلوي او د نوي ژوند په جوړولو کې ورسره مرسته کوي، په دې هیله چې د دوی د سياسي موخو مسیر وکرځوي او د قوماندې ورکولو جوړښت یې ورته له منځه یوسي."

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ او ۳۰ په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

طالب چارواکو ویلي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازي بلل شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه په دوحه کې د انتونیو ګوتریش په کوربه توب د ثور میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو سیاسي ډلو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.