طالبان وايي د خپل مشر په امر د باراني اوبو د زېرمې لپاره په ۴۲۲ ولسوالیو کې ډنډونه جوړوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو رئیس وایي، د خپل مشر په امر په ۴۲۲ ولسوالیو کې له داخلي بودجې د اوبو ډنډونه جوړوي.

مولوي معاذالله عادل دا خبره پرون د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره د یوه ډنډ د جوړولو د کار پرانیسته کې وکړه.

د هغه په خبره، اول دا ډنډونه د ننګرهار په ګډون لسو هغو ولایتونو کې جوړېږي چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه یې ډېره په کمېدو ده.

طالبان وايي، د دې بندونو جوړلو هدف د باراني اوبو ذخیره کول دي، چې کروندو ته اوبه برابرې او د ځمکینو اوبو د کمښت مخه ورسره ونیول شي.

د باختر اژانس د راپور له مخې د ننګرهار په ټولو ۲۲ ولسوالیو کې هم دا ډنډونه جوړېږي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس وایي، په دې ۲۲ ډنډونو ۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او پیل یې هم د کوټ ولسوالۍ په مترانو کلي کې له ډنډ جوړولو وشو.

عبدالستار محمد وايي، پر دې ډنډ ۳ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي او په یوه میاشت کې به یې چارې بشپړې شي.

طالبانو دوه ورځې مخکې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې هم د یوه ډنډ د جوړولو چارې پیل کړې او ويي، په دغه ولایت کې ټول ۱۹ ډنډونه جوړوي.

د طالبانو دا هڅې په داسې مهال دي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه له لسو ډېرو اغېزمنو هېوادونو بلل کېږي.

په دغه هېواد کې وچکالي او بې وخته ورښت ورځ تر بلې کرونګرو، مالدارو او عادي خلکو ته ژوند سختوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ