• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتون ژغورنې غورځنګ:د منظور پښتین د ناقانونه نیونې پر ضد مو د سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون وکړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د منظور پښتین د ناقانونه نیولو او په زندان کې یې د ځورولو په وړاندې د امریکا سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی. دغه غورځنګ وايي، راتلونکي اوونۍ به د امریکا په نورو ایالتونو او یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د منظور پښتین تر راخوشې کیدو لاریونونه روان وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په امریکا کې د سپينې ماڼۍ مخې ته د شنبې په ورځ د (سلواغې۱۴مه) لاریون ترسره کړ.

دغه لاریون کوونکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره د پنجاب په زندانونو کې غیرې انساني چلند او زور زیاتی کیږي او دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره نوموړی له زندانه ازاد کړي.

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېټې غړی حزب الله کاکړ وايي: «موږ مخکې هم د امریکا په نورو ایالتونو کې لاریونونه کړي دي او د منظور احمد پښتین تر راخوشي کېدو به بیا ځلې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو او اروپايي هیوادونو کې لاریونونه وکړو.»

څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو رسنیو ته ویلي و چې، ښاغلي منظور پښتین له زندانه یو لیک را استولی او په لیک کې یې لیکلي چې له نوموړي سره په زندان کې غیري انساني چلند کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو میاشتې وړاندې د بلوچستان پولیسو له لوري ونیول شو، او د اسلام اباد پولیسو ته تر سپارلو وروسته پر نوموړي د بېلابېلو تورونو لګولو له امله هغه په زندان کې اچول شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

بایډن په سوېلي کارولینا کې د ډیموکراتانو خپلمنځي لومړنۍ ټاکنې وګټلې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۰

جو بایډن په سوېلي کارولینا کې د ډیموکراتانو ګوند خپلمنځي لومړنیو ټاکنو ګټونکی شو. د راپورونو له مخې، د ۹۳.۳ رایو په شمېرلو سره، د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر وکولی شول چې له خپلو دوو سیالانو ډین فیلیپس او ماریان ویلیمسن څخه په لوی توپیر ۹۶.۴ سلنه رایې، ترلاسه کړي.

دا د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغه ګوند د استازیتوب لپاره د ډیموکراټانو لومړنۍ رسمي سیالۍ وه.

جوبایډن په سوېلي کارولینا کې د دغه بري په مناسبت په یوه وینا کې د دغه ایالت خلکو ته لیکلي: «تاسو موږ ته د ولسمشرۍ د بیا ګټلو لپاره لاره هواره کړه او ډونالډ ټرمپ مو یو ځل بیا بایللو ته برابر کړ.»

دا په داسې حال کې ده چې، له ۱۹۷۶ کال راهیسې، د امریکا هیڅ دیموکراتیک ولسمشر د سوېلي کارولینا څخه د ولسمشرۍ په عمومي ټاکنو کې رایې نه دي ګټلې.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

هند له مالدیف نه خپل سرتیري اوباسي او پرځای یې ملکیان ځای پر ځای کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي، چې هند به د مې تر میاشتې پورې له مالدیف څخه خپل سرتیري وباسي. د هندي سرتیرو د وتلو پر سر موافقې د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې کړي دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، په مالدیف کې دیره شاوخوا ۸۰ هندي سرتیرو پر ځای به ملکیان ځای پر ځای شي.

په داسې حال کې چې نړیوال قدرتونو د هند - آرام سمندر په سیمه کې د نفوذ لپاره هڅې کوي، هند او چین مالدیف ته مخه کړې، خو دغه هیواد بیا په دودیز توګه خپل ګاونډي هند ته نږدې پاتې شوی.

له مالي سره د نوي ډیلي اړیکې وروسته له هغه تتې شوې چې تیر کال محمد مویزو د مالدیف د ولسمشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې وکړه چې په خپل هیواد کې هند ته د لومړیتوب ورکولو پالیسي پای ته ورسوي.

ښاغلي مویزو د مارچ میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې د هندي سرتیرو د وتلو غوښتنه کړې ده. دغه سرتیري د نوي ډیلي له خوا مالدیف ته د ورکړل شوو پوځي تجهیزاتو د استعمال لپاره د زده کړو ورکولو او په سیمه کې په بشري فعالیتونو کې د وڼډې اخیستو لپاره لیږل شوي وو.

د مالدیف چارواکي وايي، چې د هندي پوځیانو لومړۍ ډله به د مارچ په ۱۰ مه نیټه او پاتې به یې د مې میاشتې تر ۱۰ مې نیټې له دغه هیواده ووځي.

نوي ډیلي مالي ته دوه چورلکې او یوه الوتکه ورکړې چې تر ډیره د سمندري څارنې او ژغورنې عملیاتو لپاره د هندي ځواکونو په مشرۍ کارول کیږي.‌

په ترکیه کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ زلزله ځپلو ته زرګونه نوي کورونه وسپارل شول

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر تېر کال د زلزلې له امله بې کوره شوو ۷ زره او ۲۷۵ کورنیو ته د هغوی نوي کورونه وسپارل. رجب طیب اردوغان ویلي، چې ډېر ژر به ۴۰ زره نورو کورنیو ته هم نوي کورونه ورکړل شي.

په ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال د فبروري د شپږمې نېټې زلزلې، ۱۱ ښارونه ویجاړ کړل او تر ۵۰ زرو ډیر کسان یې ووژل.

له زلزلې وروسته اردوغان ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې به ۳۱۹ زره نوي کورونه او تر یوه کال وروسته به ټولټال ۶۸۰ زره کورونه جوړ کړي.

ښاغلي اردوغان په هاتاي ښار کې چې د زلزلې له امله تر ټولو دیر زیانمن شوی و، په یوه غوڼډه کې ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به شاوخوا ۷۵ زره نور کورونه زیانمنو شوو کورنیو ته ورسپارل شي. هغه زیاته کړې، چې حکومت پلان لري چې سږ کال ټولټال ۲۰۰ زره کورونه زلزله ځپلو ته وسپاري.

د ترکیې د ښار جوړونې وزیر د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې د زلزلې په سیمو کې شاوخوا ۶۸۰ زره کورونه ویجاړ شوي وو. محمد اوزاسکي زیاته کړې، چې ۳۹۰ زره کورنیو د جوړو شویو کورونو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې وه.

هغه وویل: "د ۲۰۰ زره اپارتمانونو د جوړولو لپاره داوطلبي پای ته رسېدلې او د ځینو د جوړولو چارې دوام لري، خو د ځینې کورونو جوړیدل بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د شاوخوا ۱۰۰ زره اپارتمانونو لپاره د داوطلبۍ پروسه لاهم روانه ده."

رویټرز: اوکراین په وروستي ډرون برید کې د روسیې د والګاګراد د تېلو تصفیه خانه په نښه کړه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۰

په کییف کې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دوه اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د شنبې په ورځ د روسیې په سویل کې د تېلو تر ټولو لویه تصفیه خانه په نښه کړې ده.

په روسیه کې ځایي چارواکو مخکې ویلي وو چې د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د والګاګراد د تېلو د تصفیې په کارخانه کې اور لګېدلی دی. د لوک اییل کمپنۍ چې د دغې تصفیه خانې مالکیت لري، ویلي، چې د تصفیه خانې چارې په عادې توګه روانې دي.

اوکرایني چارواکي ډېر کله د روسیې په خاوره کې د بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

کییف د والګاګراد تصفیه خانې په څیر د زیربناوو په نښه کول د کرملین لپاره د جګړې د هڅولو په شان مهم بولي.

سرچینې رویټرز ته ویلي، چې دا ډول د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړې: «د تېلو د تصفیه خانې په نښه کولو سره مو نه یوازې د دښمن د تېلو لوژیستیکي اکمالات بند کړل، بلکې د روسیې بودیجه کې مو هم کموالی راوستی.»

روسیه د خپلې جګړې له پیله پر اوکراین په منظم ډول د لري واټن توغندی کاروي، او دغې چارې کییف دې ته هڅولی چې د مسکو د پرمختللي نظامي ټکنالوژۍ سره د مقابلې لپاره لارې چارې پیدا کړي.

د غزې روغتیایي چارواکي: په هوایي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۰

د غزې روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې په رفح او دیر البلاح ښارونو کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

رفح ښار له مصر سره د غزې په سویلي پوله کې پروت دی او د حماس ډلې پر وړاندې د اسراییل د دفاعي ځواکونو له نژدې څلور میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو نیمایي برخه د نښتو له ویرې دغه ښار ته راغلي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې اسراییل په رفح ښار کې په یوه کور برید کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۴ کسان وژلي دي.

د اسراییل پوځ دا پیښه نه ده تایید کړې. د اسراییل د پوځ ویاند وایي، په غزه کې د ملکې کسانو د مرګ ژوبلې د کموالي په موخه د دوی ځواکونه نړۍوال قانون تعقیبوي او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره ممکن احتیاطي تدابیر نیسي.

د غزې روغتیايي چارواکي، چې په خپلو شمېرو کې د وسله والو او ولسي وګړو ترمنځ توپیر نه کوي، وايي، چې د جګړې له پیل راهیسې له ۲۷ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، په غزه کې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او په زرګونو نور بې ځایه شوي دي.

د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل تر خونکړي برید وروسته، اسراییل پر غزې هوايي بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو له امله په سیمه کې پراخې جګړې پیل شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ملیشو له خوا د امریکايي ځواکونو پر اډه د شوي برید، غچ اخیستل و. په دغه برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او تر څلویښتو ډېر نور ټپیان شوي وو.ان د سپاه پاسداران پورې تړلو ملیشو پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړل. د دغو بریدونو موخه په اردن کې د ایراو د هغه ملېشو پورې تړلو اهدافو باندې د متحده ایالاتو د ځواکونو د وژونکي برید په غچ کې هوايي بریدونه وکړل.

اسراییل د اکتوبر په اوومه د حماس پر ضد جګړه وروسته له هغه پیل کړه چې د دغې ډلې وسله والو پر اسراییل برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۳ تنه یې یرغمل کړل، چې تر سلو زیات یې لا هم د حماس په بند کې دي.

اسراییلي چارواکو په کراتو ویلي، چې په غزه کې د روانو عملیاتو موخه په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل دي.