د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: د هرات ۷۷ زره زلزله ځپلو ته مو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۶

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي؛ په هرات ولایت کې یې تر ۷۷ زره ډېرو زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي.

دغه سازمان نن دوشنبې (د سلواغې ۱۶مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ملاتړ به همدا راز دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاته کړې، چې په هرات ولایت کې یې د ګرځنده کلینیکونو له لارې د مېندو، نویو زیږیدلو او رواني ناروغیو ملاتړ کړی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یو راپور خپور کړی و، چې په کې ویل شوي وو چې د هرات په زلزله کې ۱۴۲ زره ښځې اغېزمنې شوې دي.
هرات ولایت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د څو سختو زلزلو شاهد و، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د ورکړل شویو شمېرو له مخې له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه او یوولس زره نور ټپیان شول.
دغه اداره وايي، چې په دغو زلزلو کې شاوخوا اته زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او څه باندې ١٧ زره نور هم څه نا څه تخریب شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ