د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، د سوداګرۍ مناسب شرايط دې ورته برابر شي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو چارو لپاره د شته خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی چې د دواړو هیوادونو موتر چلوونکو ته دې ځانګړي کارټونه ورکړل شي چې د تګ راتګ پر مهال له پاسپورټ او وېزې پرته له کرښې واوړي.