• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هبت الله او سراج الدین حقاني اړیکې؛ هبت الله د حقاني شبکې څو تنه غړي ګمارلي دي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۰

کابل کې طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت الله په نږدې یوه میاشت کې د حقاني شبکې څلور غړي په بېلابېلو څوکیو ګمارلي دي. په دې ګمارنو کې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال،د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي رییس، د خوست والي او ښاروال شامل دي.

په کابل کې طالب سرچینو نن جمعې ورځ، د لړم ۲۳مه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې ددې ډلې مشر ملا هبت الله د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کسان په بېلابېلو دولتي څوکیو ګمارلي دي.

د طالبانو مشر هبت الله تېره میاشت یوازې په یوه حکم کې سراج الدین حقاني ته نږدې کس محمد وزیر بادشاه د کورنیو چاور وزارت د معین په توګه وټاکه، نوموړی د حقاني شبکې ډېر بانفوذه او با اعتماده شخص بلل کېږي.

د ملا هبت الله له خوا د ګمارنو په دې حکم کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالله مختار د خوست لپاره د طالبانو والي په توګه وټاکل شوی. د مختار په اړه معلومات دا دي چې هغه سراج الدین حقاني ته له نږدې کسانو څخه شمېرل کېږي.

په همدې حال کې ملا هبت الله، سراج الدین حقاني ته ډیر بااعتماده او په کورنیو چارو وزارت کې د هغه مرستیال محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشید عمري په خوست کې د ښاروال په توګه وټاکه، چې نوموړي له دې وړاندې د غزني د والي مرستیال په توګه کار کاو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو مشر هبت الله د حقاني شبکې مخکښ غړی حافظ بلال د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي پالیسۍ معین په توګه ټاکلی دی.

د باخبره سرچینو په وینا هبت الله په دې هڅه کې دی، ترڅو په خوست کې د حقاني شبکې واک راکم کړي خو اوس یو ځل بیا سراج الدین حقاني ته نږدې کسان په دغه ولایت کې ټاکل شوي دي.

خوست د سراج الدین حقاني د نفوذ مرکز بلل کېږي او دا ډله تر ډېر هڅه کوي ترڅو په خپل ولایت کې واک په لاس کې ولري.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني او د هبت الله ترمنځ اړیکې ترینګلې نښکاري او حقاني د خپل رهبر امرونه مني او پر وړاندې کوم غبرګون نه ښايي.

د ر وان کال د زمري ۲۴ اسوشټیډ پریس په یوه راپور کې ویلي و، چې د هبت الله اخوندزاده له لوري پر وسلو او پوځي تجهیزاتو د مستقیم کنټرول له امله د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نفوذ کم شوی او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه څنډې ته شوي دي.

حقاني چې وړاندې یې څو ځله د هبت الله پر انحصاري سیاستونو نیوکه کړې وه اوس د کندهار له ډلې سره د مقابلې توان نه لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۵

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه