له پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټه: د طالبانو په پټو زندانونو کې زرګونه پوځیان ربړول کېږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د افغانستان له پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د نومبر په ۱۸مه د ۵۰۰۰ پوځیانو له ادرسه د امریکا کانګرس ته د دغو پوځیانو وضعیت ته د پاملرنې په موخه لیک استول شوی و، چې کانګرس د دغو پوځیانو د نیونې او وژنې د درولو په برخه کې جدي ګام واخلي.

دغې کمیټې لیکلي:« د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې له ناستې هرکلی او مننه کوو؛ خو یوازې دغه ناستې بسنه نه کوي، ځکه د افغانستان پخواني پوځیان لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.»

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې سره، سره په پراخه کچه د دغو پوځیانو نیونه، ربړونه او وژنه روانه ده.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې له دغو پوځیانو یوشمېر یې په ګاونډیو هېوادونو کې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د بد اقتصادي وضعیت، ناروښانه راتلونکې او د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه کمیټه د پخوانیو پوځیانو او په ځانګړې توګه د ښځینه پوځیانو لپاره له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د دغو پوځیانو د نیونې، ربړونې او وژنې په برخه کې دې پر طالبانو نړۍوال فشارونه راوړل شي؛ چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

دغه کمیټه په دې باور ده، چې اوس هم د پخواني حکومت زرګونه پوځیان د طالبانو په پټو او وحشتناکه زندانونو کې بندیان دي او هلته ربړول کېږي.

دوی له ملګرو ملتونو، د سره صلیب له نړۍوالې کمیټې، د بشري حقونو له بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو زندانونه په ځانګړې توګه د دغې ډلې د استخباراتو تر کنټرول لاندې زندانونه وڅاري او د دغو پوځیانو د خلاصون په برخه کې بېړنی ګام واخلي.

دوی له امریکا او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د حکومت پر ځای د یوه ډیموکراټیک مشروع حکومت د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

نور خبرونه

رادیو