• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوتونبایوا: م. م اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ په برخه کې د افغانانو له حق ملاتړ کوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

روزا اوتونبایوا په کابل کې د دوو سیمه ییزو (کلید او مرسل) راډیوګانو له ښځینه کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل، چې «راډیو په افغانستان کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ښه سرچینه ده.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، چې ملګري ملتونه اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادۍ په برخه کې د افغانانو له حق څخه ملاتړ کوي. اوتونبایوا د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) نېټه په کابل کې د دوو سیمه ییزو (کلید او مرسل) راډیوګانو له ښځینه کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل، چې «راډیو په افغانستان کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره بهترینه سرچینه ده.» د فبرورۍ ۱۳مه چې د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې په افغانستان کې د راډيوګانو له تېرو دوو کلونو راهیسې محدودې شوې دي. د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې په هېواد کې ۴۳۸ راډیوګانو فعالیت درلود خو له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یوازې ۱۵۰ راډیوګانې له ځینو بندیزونو سره سره فعالیت کوي. له دې سره، د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان بیا په همدې مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو له ادارې غواړي، چې پر ټولو رسنیو او په ځانګړې توګه د راډیوګانو او خبریالانو پر وړاندې شته بندیزونه لیرې کړي. یاد سازمان له ملي او نړېوالو ملاتړو بنسټونو هم غواړي، چې د غږېزو رسنیو فعالیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او طالبان دې ته اړ کړي چې د افغانستان پر رسنیو او خبریالانو نور بندیزونه و نه لګوي.طالب چارواکي سره له دې چې د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا ادعا کوي، خو له دغو ادعاوو سره سره بیا هم د کابل په ګډون په ډېر شمېر ولایتونو کې خبریالان د دغې ډلې له خوا نیول کیږي او د نامعلومو دلایلو له امله ځورول کیږي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي