رینا امیري: افغانستان تېرو دوو لسیزو کې ترټولو ازادې رسنۍ درلودې، خو اوس ټولې ځپل شوې دي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغانان داسې رسنۍ غواړي چې په ازاده او خپلواکه توګه د دوی غږ اوچت کړي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغانان داسې رسنۍ غواړي چې په ازاده او خپلواکه توګه د دوی غږ اوچت کړي.
رینا امیري په اېکس پاڼه د راډیو نړۍړالې ورځې په مناسبت لیکلي:« باید یادونه وکړو، چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه کې ترټولو ازادې او خپلواکې رسنۍ درلودې چې اوس تر ټولو ځپل شویو کې رسنیو کې راځي.»
هغه وایي، چې ډېری خبریالان په ځانګړې توګه مېرمنې اوسمهال وزګارې شوې او هغه چې لاهم کار کوي؛ نو راپورونه یې له سانسور سره مخامخ دي.
هغې لیکلي، افغانانو په وار، وار دا څرګنده کړې چې دوی ازاد او خپلواک مطبوعات غواړي چې حساب ورکوونې ته وده ورکړي او د دوی غږ اوچت کړي.
له بل پلوه تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي و، چې ملګري ملتونه اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادۍ په برخه کې د افغانانو له حقه ملاتړ کوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې په افغانستان کې ۴۳۸ راډیوګانو فعالیت درلود؛ خو له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یوازې ۱۵۰ راډیوګانې فعاله دي.
ورته مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو له ادارې غوښتل شوي، چې پر ټولو رسنیو او په ځانګړې توګه د راډیوګانو او خبریالانو پر وړاندې شته بندیزونه لرې کړي.