• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېرنا: ۱۲ افغان موټر چلوونکي په ایران د تېلو د قاچاق په تور نیول شوي دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د ایران د رضوي خراسان پوله ساتو ځواکونو قوماندان اعلان وکړ، چې په تېرو شلو ورځو کې يې ۱۲ افغانان د څه باندې ۱۹ زره ليټره تېلو د قاچاق په تور نیولي دي. د مجید شجاع په وینا؛ دغه کسان د هغو لاریو چلوونکي وو، چې تېل یې لېږدول.

د ایران اېرنا خبري اژانس د ښاغلي شجاع له قوله لیکلي، چې د یادې اندازې تېلو بیه پنځه میلیارده ریالو ته نېږدې ده او د خراسان رضوي ولایت پر پوله نیول شوي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۵۷۸ زره لیټره تېل د خراسان رضوي پر پوله په ځانګړې توګه د تایباد پر پوله کشف او نيول شوي دي.

اېرنا د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په یوه بل راپور کې د خراسان رضوي د سرحدي ساتونکو د قوماندان په حواله لیکلي، چې د تایباد سرحدي ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو عملیاتو کې لس کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

دې رسنۍ همداراز لیکلي، چې په دغو عملیاتو کې د تریاکو، هېروېنو او چرسو ۴۵۹ کڅوړې نیولې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ویاند: داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او جذب توان نه لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ویلي، چې دغه ډله په بشپړه توګه ځپل شوې او د جلب او حذب توان نه لري. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د امنیت شورا دغه ادعا د «ناوړه ګټنې» پر بنسټ شوې او حقیقت نه لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو د سې شنبې په ورځ (د سلواغۍ ۲۴ مه) د ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې یې ویلي دي: "د نړۍوالې ټولنې ځینې بنسټونه داعش ته وده ورکوي او د داعش په ملاتړ او د دغې ډلې د پراخولو په کمپاین بوخت دي."

هغه په ​​ډاګه کړه، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي داعش د "لوی خطر" په توګه تعریف کړي او له منفي تبلیغاتو څخه ناوړه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او حذب په حال کې نه دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو او وسلو او مهماتو ته د دغې ډلې د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې عملیاتي ظرفیت په پراخېدو دی.

طالبانو په کابل کې د مسافرو پر یوه موټر ډزې کړي چې د یو محصل په ګډون یې پنځه تنه وژلي دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې وسله والو طالبانو په کابل کې پر یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړي او پنځه کسان یې وژلي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پلټونکې پوسته د کابل په "دهنه قصبه" کې موقعيت لري او په قربانيانو کې موټر چلوونکى او څلور مسافر شامل دي.

د قربانیانو یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۳مه) شوې ده.

هغه زیاته کړه؛ د قربانیانو کورنۍ له پرون راهیسې د کابل په روغتونونو کې د خپلو عزیزانو جسدونه لټوي او په پای کې یې جسدونه د کابل په عدلي طب کې وموندل شول.

د دې سرچینې په وینا؛ طالبانو نه یوازې دا چې د دوی جسدونه نه دي سپارلي، بلکې د دوی د ډزو د علت له څرګندولو یې هم ډډه کړې ده.

په دې ډزو کې یو تن وژل شوی، چې رامیش نصیري نومیږي او د پنجشیر اوسېدونکی و.

د نوموړي یوه نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ښاغلی نصیري او څلور نور کسان د دوشنبې په ورځ هغه مهال د طالبانو په ډزو ووژل شول چې له پلخمري څخه قصبې ته روان وو.

سرچینې زیاته کړه؛ رامش نصیري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل و او هېڅ سیاسی فعالیت یې نه درلود .

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

احمد الله وثیق: د افغانستان د والیبال لوبډلې په اسيا کې ۱۵م او په نړۍ کې ۶۴م ځای خپل کړی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش لپاره د طالبانو مشر د واليبال د ملي لوبو د قرعه کشۍ په مراسمو کې وويل، چې د واليبال ملي لوبډله په نړۍ کې له ۸۰یم څخه ۶۴م او د اسیا په کچه له ۳۶م څخه ۱۵م ځای خپل کړی. هغه وايي، چې ورزش يې له مرکزونو څخه کليو ته پراخ کړی دی.

د طالبانو د بدنې روزني او ورزش مشر احمدالله وثیق په کابل کې د واليبال د ملي لوبو د لیګ د درېیم پړاو د پيل په مراسمو کې وويل، چې ډېر ژر به د واليبال ملي لوبډلې د غواري لپاره سیالۍ پيل کړي.

نوموړي وويل، چې د واليبال دغه سيالۍ د ۸ لوبډلو تر منځ پيليږي، چې موخه یې د ملي لوبډلې ټاکل دي.

هغه زیاته کړه: « مخکې د والیبال د غوره لیګ په سياليو کې ۶ لوبډلې وې سږ کال به ۸ لوبډلې وي، موخه مو د ملي لوبډلې ټاکل دي.»

د وثیق په خبره، چې ورزش ته يې پاملرنه زياته ده او په دې برخه کې يې هڅې تر ولسواليو او کليو رسېدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ سږ کال د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په شپږو نړۍوالو سياليو کې درېيم مقام خپل کړی.

نوموړی وايي؛ دا مهال يې د هېواد واليبال ملي لوبډله د نړۍ په سطحه له ۸۰یم مقام څخه ۶۴م او د اسیا په سطحه له ۳۶م ځای څخه ۱۵م ته پرمختګ کړی.

د طالبانو د ورزش دغه مشر زیاته کړې، چې ورزش ته د لا پاملرنې له کبله يې د همږغۍ او عنانوي لوبو د ژوندي ساتلو امريتونه هم زيات کړي دي.

په افغانستان کې د ځوانانو لویه برخه په ورزش بوخته ده؛ خو له دې سره - سره د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له لوري لوبغاړو ته د لوبو پر مهال د بدن د ځينو اندامونو د پټ ساتلو سپارښتنې هم شوي دي، چې دغه سپارښتنې د ډېرو لوبغاړو د انتقاد سره مخ شوي دي.

څېړنه: په افغانستان کې له ۸۸ سلنه ډېرې ښځې د پولیسو او محاکمو خدمتونو ته لاسرسی نه لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د افغانستان، پاکستان او هند د ښځو د حقونو شبکې راپور له مخې؛ په سلو کې ۸۸،۴ افغان ښځې د پولیسو او محاکمو خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دغه ارقام د افغان ښځو د وضعیت او په پاکستان او هند کې د کډوالو ښځو پر ژوند د طالبانو د حکومت د اغېزو په اړه د دغې شبکې په درېیو راپورونو کې راغلي.

دا څېړنه له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان، پاکستان او هند کې له سلګونو ښځو سره د مخامخ خبرو، انلاین مرکو او د پوښتنلیکونو د وېش پر بنسټ ترسره شوې ده.

دا څېړنه د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له ۵۰۰ مېرمنو سره په بلخ، بامیان، هرات، جوزجان، کابل، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز او پکتیا کې مخامخ مرکې او په پنجشیر کې د انلاین مرکې ترسره شوې.

د دې څېړنې له مخې؛ په افغانستان کې ۸۶ سلنه ښځې رواني ستونزې لري.

د دغې شبکې په راپور کې ویل شوي، چې په دغه هېواد کې له مرکه شویو مېرمنو څخه ۷۷ سلنه یې د کورني تاوتریخوالي، د ټولنې او د طالبانو له واکمنۍ له امله ۹۱ سلنه ښځې له جنسي تبعیض سره مخ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې ۷۶ سلنه ښځې د قومي، ژبني او مذهبي عقایدو له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

په دې راپور کې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکمونو یادونه شوې او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.

دویم راپور چې له ښځو سره له ۱۶ مرکو او ۲۴۰ پوښتنلیکونو او له کارپوهانو سره له ۲۱ مرکو وروسته په پاکستان کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه خپور شوی دی.

د دې څېړنې پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې د ښځو د بیا مېشتېدو ۵۳ سلنه غوښتنې څېړل کېږي او ۳۲ سلنه یې رد شوې دي.

د ښځو د حقونو د شبکې (WRN) درېیم راپور د ۲۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د افغان کډوالو د تجربو پر بنسټ لیکل شوی.

په راپور کې راغلي، چې په هند کې د کډوالو له څلورمې برخې څخه زیاتې ځوانې او یوازینۍ افغانې میرمنې دي او ډېری یې د فني زده کړو سندونه هم لري.

مرکه کوونکو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او عدالت ته د هغوی د نه لاسرسي په اړه اندېښمنې وې.

راپور ټینګار کړی، چې هند د کډوالو د ساتنې ملي قانون نه لري او دا چې بهرني اتباع د کورني او بهرني سیاست د بدلون لپاره تر فشار لاندې دي.

مولوي عبدالکبير: تېر حکومت افغانانو ته د منلو نه و او د حکومت کارکوونکو ته مو بخښنه کړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په لغمان کې يوې لوي غونډي ته وويل، چې که یې نړۍ په رسميت نه پېژنې؛ خو په ۳۸ هېوادونو کې سياسي څانګې لري او د ډېرو نورو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ چارې روانې دي. نوموړي ويلي، چې وطن يې امن دی او نړۍ ته هم امن غواړي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن سې شنبه لغمان ته تللی او هلته يې په يوې لویه ولسي او نظامي غونډه کې ويلي، چې د نړۍ سره تعامل او د خپل هېواد په څېر نورو هېوادونو ته امن غواړي.

هغه ويلي: « د نړۍ په ۳۸ ملکونو کې سياسي نمایندګۍ لرو، سیاسي اړيکي ورسره لرو، که په رسمیت مو څوک نه پېژنې؛ خو د سیاسي نماینده ګيو ترڅنګ مو تجارت هم روان دی.»

د طالبانو د دغه چارواکي په خبره، چې تېره شل کلنه مبارزه یې په هېواد کې د "اشغال" پر وړاندې وه او جمهوري نظام افغانانو ته د منلو نه وړ و.

هغه وویل: « ز موږ شل کلنه مبارزه د نظام د اشغال پر وړاندې وه، هغه نظام افغانانو ته د منلو نه و، زموږ د قربانیانو او شهیدانو ارمان پوره شوی دی، د تېر نظام مسوولینو او خلکو ته مو بخښنه کړې ده، اوس یو ارام او هوسا افغانستان غواړو.»

د هغه په ټکو چې سياست يې متوازن دی او د سالمي پاليسۍ له مخې ټول بندرونه د سوداګري پر مخ خلاص دي.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چاته اجازه نه ورکوي، چې د پرديو په مرسته په وطن کې ناامني جوړه کړي.

نوموړی وايي، چې د اړیکو د کمېسیون له لارې تر ۷۰۰ زيات افغانان، چې د منفي تبلغاتو له مخې له وطنه تللي بېرته راغلي دي.

بل لوري بیا نن د سپنې ماڼۍ د ملي امنيت شورا ویاند جان کربي په يوې خبري غونډه کې ويلي، چې د طالبانو حکومت خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او تر هغه به په رسمیت ونه پېژندل شي، چې دا کار یې نه وي کړی.

دهغه په خبره، چې واشنګټن د طالبانو د "عادي کولو" لپاره هېڅ کومه هڅه نه ده کړې او د طالبانو په اړه د امریکا په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.