• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي عبدالکبير: تېر حکومت افغانانو ته د منلو نه و او د حکومت کارکوونکو ته مو بخښنه کړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۲:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په لغمان کې يوې لوي غونډي ته وويل، چې که یې نړۍ په رسميت نه پېژنې؛ خو په ۳۸ هېوادونو کې سياسي څانګې لري او د ډېرو نورو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ چارې روانې دي. نوموړي ويلي، چې وطن يې امن دی او نړۍ ته هم امن غواړي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن سې شنبه لغمان ته تللی او هلته يې په يوې لویه ولسي او نظامي غونډه کې ويلي، چې د نړۍ سره تعامل او د خپل هېواد په څېر نورو هېوادونو ته امن غواړي.

هغه ويلي: « د نړۍ په ۳۸ ملکونو کې سياسي نمایندګۍ لرو، سیاسي اړيکي ورسره لرو، که په رسمیت مو څوک نه پېژنې؛ خو د سیاسي نماینده ګيو ترڅنګ مو تجارت هم روان دی.»

د طالبانو د دغه چارواکي په خبره، چې تېره شل کلنه مبارزه یې په هېواد کې د "اشغال" پر وړاندې وه او جمهوري نظام افغانانو ته د منلو نه وړ و.

هغه وویل: « ز موږ شل کلنه مبارزه د نظام د اشغال پر وړاندې وه، هغه نظام افغانانو ته د منلو نه و، زموږ د قربانیانو او شهیدانو ارمان پوره شوی دی، د تېر نظام مسوولینو او خلکو ته مو بخښنه کړې ده، اوس یو ارام او هوسا افغانستان غواړو.»

د هغه په ټکو چې سياست يې متوازن دی او د سالمي پاليسۍ له مخې ټول بندرونه د سوداګري پر مخ خلاص دي.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چاته اجازه نه ورکوي، چې د پرديو په مرسته په وطن کې ناامني جوړه کړي.

نوموړی وايي، چې د اړیکو د کمېسیون له لارې تر ۷۰۰ زيات افغانان، چې د منفي تبلغاتو له مخې له وطنه تللي بېرته راغلي دي.

بل لوري بیا نن د سپنې ماڼۍ د ملي امنيت شورا ویاند جان کربي په يوې خبري غونډه کې ويلي، چې د طالبانو حکومت خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او تر هغه به په رسمیت ونه پېژندل شي، چې دا کار یې نه وي کړی.

دهغه په خبره، چې واشنګټن د طالبانو د "عادي کولو" لپاره هېڅ کومه هڅه نه ده کړې او د طالبانو په اړه د امریکا په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د تېر جمهوري دولت د پکتیا د زرمت ولسوال عبدالرحمان زرمتی له بنده خوشې کړ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

په تېر جمهوري دولت کې د پکتیا د زرمت ولسوال عبدالرحمان کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې عبدالرحمان زرمتی نن د طالبانو له بنده ازاد شو. عبدالرحمان زرمتی د طالبانو استخباراتو د سلواغې په ۱۴مه په کابل کې نیولی وو.

د عبدالرحمان زرمتي زوی نور الرحمان نن د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پلار یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوی دی.

عبدالرحمان زرمتی په تېر حکومت کې د پکتیا د څو ولسوالیو ولسوال پاتې شوی دی او د جمهوریت تر پرځېدو د پکتیا د زرمت ولسوال وو.

زرمتی د هغو ولسوالانو له ډلې وو، چې د طالبانو پر ضد یې سخت دریځ درلود او د جګړو پرمهال به یې خپله ټوپک اخیسته او د طالبانو پرضد به یې جګړه کوله.

زرمت د افغانستان یوه له ناامنه ولسوالیو وه؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو پورې دا ولسوالي د حکومت په لاس کې وه.

د جمهوریت وروستیو ورځو کې عبدالرحمان رزمتي له طالبانو سره سختې جکړې وکړې؛ خو د ولسوالۍ له کلابندۍ وروسته یې له خپلو څو تنو ساتونکو سره ولسوالي پرېښوده.

په وروستیو کې اندېښنې دا دي، چې طالب وسلوال د پخواني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي زنداني کوي او بیا یې له سختو شکنجو وروسته په زندانونو کې وژني.

د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو له مخې؛ طالبانو عمومي بخښنې باندې عمل نه دی کړی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې به کابو یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي. دغې ادارې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وړاندوینه کړې چې سږ کال به یو میلیون او څلور لکه او ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.

د اوچا د راپور له مخې، تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال هېواد ته راستانه شي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاوو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، چې ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او پر کوربه هېوادونو د فشارونو د کمولو لپاره د بشری مرستو زیاتوالي ته اړتیا ده.

د دغه راپور له مخې، په تېر نومبر میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د حکم له صادرېدو وروسته له ۴۸۳ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي.

اوچا او د دوی بشردوستانه همکاران د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې سرپناه، خواړه او اوبه، مالي مرستې، روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه او رواني او ټولنیزې مرستې د کډوالو له لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼي.

د یادولو ده، چې د اوچا د راپور له مخې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه کسان به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ملګري ملتونه: د طالبانو له‌خوا د ښځو د خپلسرو نیونو د څېړلو په حال کې یو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، چې د ملګرو ملتونو پلاوی د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو خپلسرې نیونې او د هغوی پر وړاندې د دغه ډلې ناوړه چلند څېړي.

د ملګرو ملتونو دغه ویاند وایي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په تېرو وروستیو کې د «اسلامي حجاب» په نامه د ښځو خپلسرو نیونو په تړاو اندېښمن دي.
هغه زیاته کړې:« داسې ښکاري، چې مذهبي او قومي لږکۍ په نا متناسبه توګه په دې برخه کې د طالبانو د دغو ځپلو تر اغېز لاندې راغلي.»
هغه وایي، ملګري ملتونه له دې وېره لري چې دغه ځپنه ښځې د خپلسرو نیونو له وېرې څنډې ته نه کړي او داسې وېره هم شته چې په کورنیو کې به د ښځو پر وړاندې د نارینه‌و تاوتربخوالی هم زیات شي.

هغه ویلي، یوناما د طالبانو د امربالمعروف له وزارته غوښتي چې ټولې نیول شوې مېرمنې دې بېرته خوشې کړي.

همدا تېره ورځ د طالبانو محتسبینو د کابل په مکروریانو کې یوه ښځه په پارک کې د قدم وهلو پرمهال سخته وهلې وه.

دغې مېرمنې افغانستان افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه لېږلي، چې په وهلو ټکولو یې د بدن ځینې برخې ټپي شوې دي.

تر دې وړاندې د شنبه‌های ارغواني غورځنګ هم ویلي و، چې اوسنی وضعیت ډېر خراب دی ښځې د بې حجابۍ په تور د طالبانو له‌خوا نیول کېږي، بندیانېږي، په زور ودېږي او ان په زندانونو کې جنسي تېري پرې کېږي.
دغه غورځنګ زیاته کړه وه:« دا کړنې د بشریت په وړاندې سخت جنایتونه دي او وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.»

کرونده‌ګر: موږ د کوکنارو د نه کرلو ژمنه ترسره کړه، خو طالبانو راسره کړې ژمنې ماتې کړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۰۴ GMT+۰

د ننګرهار ولایت یو شمېر کرونده‌ګر وايي، چې دوی سږنی کال پر خپلو ځمکو د کوکنارو یو بوټی هم نه دی کرلی؛ خو طالبانو چې کومې ژمنې ورسره کړې وې له هغو یوه یې هم عملي نه کړه.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو او شېرزاد ولسوالیو یو شمېر کرونده‌ګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېر کال طالب سیمه‌ییزو چارواکو له دوی غوښتي و چې په خپلو کروندو کې به کوکنار نه کري او دوی به ورسره د بدیل کښت او د اوبو خور سیسټم په بیا رغولو کې مرستې کوي.
د خوګیاڼو د کږې سیمې یوه بزګر د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« تېر کال یې راسره ژمنه وکړه، چې دوی به د اوبو د بندونو په جوړولو او د باغونو په رغولو کې راسره مرسته کوي؛ خو تر اوسه نه چا زموږ د اوبو بندونه ورغول او نه یې هم زموږ د باغونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړه.»
نوموړي زیاته کړه:« زه اته جریبه ځمکه لرم. پخوا به مې چې اته کیلو تریاک ترېنه تر لاسه کړل، هم زما د کورنۍ د یو کال لګښت یې پوره کاوه؛ خو اوس را ته اته منه غنم هم نه کوي. یعنې زما کورنۍ د یوې میاشتې د غنمو خرڅ هم نه شي پوره کولای. له بله پلوه وچکالي ده بل هیڅ فصل نه کېږي، حیران پاتې یو چې څه وکړو او څه وخورو؟»
د ننګرهار د خوګیاڼیو او شېرزادو ولسوالۍ هغه سیمې وې، چې پخوا به په کې پرېمانه کوکنار کرل کېدل او د خلکو کلنی لګښت به له همدغې لارې پوره کېده؛ خو سږنی کال په دغو دوو ولسوالیو کې کرونده‌ګرو د هغو ژمنو له مخې چې طالبانو ترېنه اخیستې وې کوکنار نه دي کرلي، ان د دغو دوو ولسوالیو په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم خلکو کوکنار نه دی کرلي.
د جګړو تر کلونو وړاندې په دغو دوو ولسوالیو کې د انارو پرېمانه بڼونه وو او د دغو دواړو ولسوالیو بې دانه انارو ډېر زیات شهرت هم لاره او هر کال به نړۍوالو مارکېټونو ته لېږدول کېده؛ خو ګڼو ځمکه‌والو د کوکنارو د ښې ګټې وټې له پاره باغونه واړول او ځمکې یې د کوکنارو د کر لپاره چمتو کړې، اوس نه هغه د انارو بڼونه شته او نه هم د کوکنارو کروندې ورته پاتې دي.
د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک یو تن اوسېدونکی کرونده‌ګر وايي:« موږ داسې ګڼله چې د کوکنارو ګټه تر انارو ډیره ده، نو موږ هم خپل باغونه واړول څو کاله مو ښه پریمانه کوکنار وکرل، خو اوس مو ځمکې شودیاره پاتې شوې.
د همدغې سیمې یو بل تن کرونده ګر وویل: همدا اوس موږ وینو چې زموږ په سیمه کې هغو خلکو چې تریاک ساتلي په لوړه بیه یې پلوري، په خرڅلاو یې هیڅ بندیز نه شته، خو په کرلو یې بیا بندیز لګیدلی، که دا بوټی حرام وي، نو په تجارت او سوداګرۍ یې هم باید بندیز ولګول شي.»
شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه؛ خو لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو سوداګري په خلاص مټ او بربنډه توګه ترسره کېږي.

ګڼ کرونده‌ګر وايي، چې طالبان د دغو نشه‌یي توکو په سوداګرۍ او قاچاقو کې ښکېل دي، پر بزګرانو یې بندیز لګولی او دوی یې په خپله سوداګري کوي.

یو شمېر خلک داسې هم وايي، دغه بندیزونه هم د دې له پاره دي چې د تریاکو بیې ورسره لوړې شي او د دوی په سوداګرۍ کې ګټه زیاته شي، همدا اوس د یو کیلو تریاکو بیه له ۵۰۰ زره کلدارو پورته شوې چې پخوا به د یوې کیلو تریاکو بیه شل یا دېرش زره کلدارې وه.

د خوست ښاروالي وایي د اوبو بند جوړولو پر مهال يې ډله‌یيز قبر موندلی دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۹ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې شېخ زاهد پوهنتون ته نژدې يې د اوبو بند د جوړولو پرمهال يو ډله‌یيز قبر موندلی، چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه پکې ښخ شوي وو.

د خوست ښاروالۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي، لومړنۍ موندنې ښیي چې دغه جسدونه ډېر پخواني دي.

د دوی په وینا، په پيدا شوي ډله ییز قبر کې ښځينه جسدونه هم موندل شوي دي.

د خوست ځايي طالبانو وايي، چې د دغه ډله‌ییز قبر په اړه يې د پلټنو لپاره يوه کمېټه ټاکلې او د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به نور جزيات هم له رسنیو سره شریک کړي.

څو مياشتي وړاندې، طالبانو د افغانستان په سويلي ولایت کندهار کې هم دوه ډله‌ييز قبرونه موندلي وو او ادعا يې کړې وه، چې دغه کسان د تېر جمهوريت پر مهال وژل شوي دي.