د خوست ښاروالي وایي د اوبو بند جوړولو پر مهال يې ډلهیيز قبر موندلی دی

په خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې شېخ زاهد پوهنتون ته نژدې يې د اوبو بند د جوړولو پرمهال يو ډلهیيز قبر موندلی، چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه پکې ښخ شوي وو.

په خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې شېخ زاهد پوهنتون ته نژدې يې د اوبو بند د جوړولو پرمهال يو ډلهیيز قبر موندلی، چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه پکې ښخ شوي وو.
د خوست ښاروالۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي، لومړنۍ موندنې ښیي چې دغه جسدونه ډېر پخواني دي.
د دوی په وینا، په پيدا شوي ډله ییز قبر کې ښځينه جسدونه هم موندل شوي دي.
د خوست ځايي طالبانو وايي، چې د دغه ډلهییز قبر په اړه يې د پلټنو لپاره يوه کمېټه ټاکلې او د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به نور جزيات هم له رسنیو سره شریک کړي.
څو مياشتي وړاندې، طالبانو د افغانستان په سويلي ولایت کندهار کې هم دوه ډلهييز قبرونه موندلي وو او ادعا يې کړې وه، چې دغه کسان د تېر جمهوريت پر مهال وژل شوي دي.

د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو مسوولانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د مضاعفو(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او په دغو برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو په رامنځته کیدو ټینګار وکړ.
د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو مسوولانو په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په ګډون د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو په لومړي پړاو کې په یو شمېر مسایلو هوکړه وکړه.
د طالبانو د مالیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د دواړو هیوادونو د مالیاتي چارو مسوولانو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مضاعفو(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګر ریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او په دغو برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو په رامنځته کیدو ټینګار کړی.
ترکمنستان چې په سیمه کې د افغانستان له مهمو ټرانزیتي او سوداګریزو شریکانو څخه بلل کیږي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې کمرنګه او ډیر شمیر پروژې نیمګړې پاتې شوې.
د ویلو ده، چې د طالبانو په اداره تل نیوکې دي چې له یوې خوا د توکو مالیه اخلي او له بلې خوا د عشر په نامه له خلکو پیسې اخلي.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نېکولسن به د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له استازو او همدارنګه د قرغېزستان له چارواکو او د مدني ټولنې له غړو سره وګوري.
د اروپايي ټولنې پلاوي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) ویلي، چې هاکلا او نېکولسن د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د استازو په غونډه کې ګډون کوي.
د راپورونو له مخې؛ د اروپایي ټولنې یاد استازي به د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له استازو او همدارنګه د قرغېزستان له چارواکو او د مدني ټولنې له غړو سره هم وګوري.
نېکولسن تېره اونۍ افغانستان ته د خپل سفر په لړ کې له بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي او د دوحې راتلونکې غونډه یې د افغانستان لپاره مهم فرصت بللی دی.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب په دوحه کې جوړه شي.
د "افغانستان د خپلواکې ارزونې" د راپور د وړاندیزونو څېړل او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې په دې غونډه کې د بحث وړ موضوعګانې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د درېو نړۍوالو شل اورېزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د افغان لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشدخان، مجيب الرحمن او سليم ساپی په دې لوبو کې نشته او دا لوبې به د براهيم ځدران په لوبډلمشرۍ تر سره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړه، چې په درېيو شل اورېزو لوبو کې به د سريلانکاف خلاف ولوبيږي.
کرېکټ بورډ وايي په دې لوبډله کې: « ابراهيم ځدران، لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ويکټ ساتونکی، اسحاق رحيمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمدنبي، نجيب الله ځدران، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فض الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قيس احمد.» شامل دي.
دغه لوبې به د سريلانکا په کوربهتوب د روانې فيبوري مياشتي په ۱۷ نېټه پيل شي.
دوهمه لوبه به د فيبوري په ۱۹ او درېیمه به په ۲۱ نټېه تر سره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن د لاس د اوښتو او د سلیم ساپی د ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.
تر دې وړاندې افغانستان پر سريلانکا ټيسټ لوبه او د درېيو ۵۰ اوريزو سياليو لوبلړۍ هم بايللې وه.

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ريیس رحمت الله نبیل تر انتقادي څرګندونو وروسته د پښتنو او تاجکو سیاسي مشرانو ترمنځ یو شمېر افغانانو د هغه د خبرو ستاینه کړې ده. ځینو دا هم ویلي، چې بښنه به د خلکو تر منځ د حساب ورکولو کلتور بنسټیز کړي.
ښاغلي نبیل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې پښتانه او تاجک سیاستوال او مشران باید له نورو توکمونو بښنه وغواړي.
هغه وويل، چې د افغانستان د دغو دوو سترو قومونو سياستوال د واک پر بېلابېلو څوکيو ناست وو او بايد د تېروتنو او نيمګړتياو مسووليت پر غاړه واخلي.
د ښځو د حقونو فعالې نیلوفر ایوبي د ښاغلي نبیل د دې اقدام هرکلی کړی او له نورو سیاستوالو یې غوښتي چې د ښاغلي نبیل له دغو خبرو الهام واخلي او له ملته بښنه وغواړي چې تل یې قرباني ورکړې ده.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عارف رحماني هم د ایکس په یوه لیکنه کې لیکلي، چې رحمت الله نبیل د یو پښتون سیاسي شخصیت په توګه له محرومو توکمونو څخه د بښنې غوښتلو په انساني اړتیا باندې په ټینګار سره د بشری حقوقو د سیاسي دود بنسټ ایښودلو په حال کې دی.
د ښاغلي رحماني په وینا؛ که په افغان سیاست کې د نورو پښتنو او تاجکو له خوا د بښنې غوښتلو او د تېروتنې او ناکامۍ د منلو دود دوام ومومي، دا د افغانستان د سیاست د انساني کولو یو ښکلی لید لیدلی شي.
په همدې حال کې یو شمېر نورو کاروونکو هم د افغانستان له خلکو د بښنې غوښتلو لپاره د سیاسي مشرانو د زړورتیا ستاینه کړې ده.
د خالقيار حيدري په نوم يوه کارونکي ليکلي، چې د تېروتنو منل د پر مختګ پر لور لومړی ګام دی.
خو د سیاسي مسایلو کارپوه حمید صبوري په دې باور دی، چې د عقل او سیاسي هوښیارتیا د نه شتون له امله د افغانستان بل هېڅ سیاسي رهبر د دې جرئت نه لري، چې د ښاغلي نبیل له دغو خبرو وروسته له خلکو بښنه وغواړي.
د ښاغلي صبوري په وینا؛ په افغانستان کې قومي مشرانو په تېرو شلو کلونو کې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کړی او له دې وروسته به د تېروتنو له منلو سره - سره د عقلانیت او سیاسي هوډ د نشتوالي له امله سره متحد نه شي.
د صفري په نوم یو بل کارونکي هم لیکلي: «د ټولو وژنو، ورانیو په منځ کې د سیاسي مشرانو د بښنې موضوع راپورته کول د همپالنې او یووالي لپاره یو مثبت ګام دی؛ خو هغه درد چې د سیاسي مشرانو په منځ کې مشترک نه دی . "
په همدې حال کې یو شمېر نورو کاروونکو ویلي، چې د جمهوريت سقوط د ټول افغان ولس یوه ګډه ناکامي وه او د ښاغلي نبیل په ګډون ټول مشران او چارواکي باید په زړورتیا سره خپلې تېروتنې ومني او د تل لپاره د افغان سیاست له ډګره ووځي.
د ښاغلي نبیل د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د افغانستان د پخواني حکومت په جوړښت کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل د پښتنو قومونه او د دوی تر منځ خپلمنځي اختلافات بللي او لیکلي یې دي< چې دوی د نورو قومونو د پښتنو قومونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره د کورنۍ جګړې قرباني شول.
هغه لیکلي، چې په افغانستان کې یوازې مساوات، برابري او ټولنیز عدالت کولی شي په افغانستان کې د «سیاسي بې ثباتۍ ناوړه دوره» له منځه یوسي.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي؛ د افغانستان د عامې روغتیا په سیستم کې د بهرنیو مرستو چټک کمښت او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو په وړاندې جدي ننګونو او بندیزونو د میلیونونو خلکو روغتیایي حقونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان د روغتیایي سیستم د زیانمنېدو خبر ورکړ.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په خپاره شوي راپور کې زیاته کړې، چې خوارځواکي او د ناسمو روغتیايي خدمتونو له امله رامنځته شوې ناروغۍ لا زیاتې شوي دي.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د عامې روغتیا په سیستم کې د بهرنیو مرستو چټک کمښت او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې جدي ننګونو او بندیزونو د میلیونونو خلکو روغتیایي حقونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه به په راتلونکي کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د لا کمښت لامل شي.
دغه راپور د ۲۰۲۳ کال له فېبرورۍ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د بشري حقونو د څار ادارې له خوا له بهرنیو او افغان چارواکو، مرستندویه موسسو، روغتیايي کارکوونکو او خلکو سره تر مرکې وروسته خپور شوی دی.
یاد سازمان د فېبرورۍ په ۱۸مه د دوحې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې سره ویلي، چې په دې غونډه کې ګډون کوونکي هېوادونه او ځانګړي استازي باید پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د ښځو پر تعلیم شته بندیزونه لرې کړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۴ کې به ۲۳.۷ میلیونه خلک چې له نیمايي نفوس څخه زیات خلک دي، بشري مرستو ته به اړتیا ولري.
