ملګري ملتونه: د طالبانو لهخوا د ښځو د خپلسرو نیونو د څېړلو په حال کې یو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، چې د ملګرو ملتونو پلاوی د طالبانو لهخوا د افغان ښځو خپلسرې نیونې او د هغوی پر وړاندې د دغه ډلې ناوړه چلند څېړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، چې د ملګرو ملتونو پلاوی د طالبانو لهخوا د افغان ښځو خپلسرې نیونې او د هغوی پر وړاندې د دغه ډلې ناوړه چلند څېړي.
د ملګرو ملتونو دغه ویاند وایي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو لهخوا په تېرو وروستیو کې د «اسلامي حجاب» په نامه د ښځو خپلسرو نیونو په تړاو اندېښمن دي.هغه زیاته کړې:« داسې ښکاري، چې مذهبي او قومي لږکۍ په نا متناسبه توګه په دې برخه کې د طالبانو د دغو ځپلو تر اغېز لاندې راغلي.»هغه وایي، ملګري ملتونه له دې وېره لري چې دغه ځپنه ښځې د خپلسرو نیونو له وېرې څنډې ته نه کړي او داسې وېره هم شته چې په کورنیو کې به د ښځو پر وړاندې د نارینهو تاوتربخوالی هم زیات شي.
هغه ویلي، یوناما د طالبانو د امربالمعروف له وزارته غوښتي چې ټولې نیول شوې مېرمنې دې بېرته خوشې کړي.
همدا تېره ورځ د طالبانو محتسبینو د کابل په مکروریانو کې یوه ښځه په پارک کې د قدم وهلو پرمهال سخته وهلې وه.
دغې مېرمنې افغانستان افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه لېږلي، چې په وهلو ټکولو یې د بدن ځینې برخې ټپي شوې دي.
تر دې وړاندې د شنبههای ارغواني غورځنګ هم ویلي و، چې اوسنی وضعیت ډېر خراب دی ښځې د بې حجابۍ په تور د طالبانو لهخوا نیول کېږي، بندیانېږي، په زور ودېږي او ان په زندانونو کې جنسي تېري پرې کېږي.
دغه غورځنګ زیاته کړه وه:« دا کړنې د بشریت په وړاندې سخت جنایتونه دي او وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.»

د ننګرهار ولایت یو شمېر کروندهګر وايي، چې دوی سږنی کال پر خپلو ځمکو د کوکنارو یو بوټی هم نه دی کرلی؛ خو طالبانو چې کومې ژمنې ورسره کړې وې له هغو یوه یې هم عملي نه کړه.
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو او شېرزاد ولسوالیو یو شمېر کروندهګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېر کال طالب سیمهییزو چارواکو له دوی غوښتي و چې په خپلو کروندو کې به کوکنار نه کري او دوی به ورسره د بدیل کښت او د اوبو خور سیسټم په بیا رغولو کې مرستې کوي.
د خوګیاڼو د کږې سیمې یوه بزګر د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« تېر کال یې راسره ژمنه وکړه، چې دوی به د اوبو د بندونو په جوړولو او د باغونو په رغولو کې راسره مرسته کوي؛ خو تر اوسه نه چا زموږ د اوبو بندونه ورغول او نه یې هم زموږ د باغونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړه.»
نوموړي زیاته کړه:« زه اته جریبه ځمکه لرم. پخوا به مې چې اته کیلو تریاک ترېنه تر لاسه کړل، هم زما د کورنۍ د یو کال لګښت یې پوره کاوه؛ خو اوس را ته اته منه غنم هم نه کوي. یعنې زما کورنۍ د یوې میاشتې د غنمو خرڅ هم نه شي پوره کولای. له بله پلوه وچکالي ده بل هیڅ فصل نه کېږي، حیران پاتې یو چې څه وکړو او څه وخورو؟»
د ننګرهار د خوګیاڼیو او شېرزادو ولسوالۍ هغه سیمې وې، چې پخوا به په کې پرېمانه کوکنار کرل کېدل او د خلکو کلنی لګښت به له همدغې لارې پوره کېده؛ خو سږنی کال په دغو دوو ولسوالیو کې کروندهګرو د هغو ژمنو له مخې چې طالبانو ترېنه اخیستې وې کوکنار نه دي کرلي، ان د دغو دوو ولسوالیو په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم خلکو کوکنار نه دی کرلي.
د جګړو تر کلونو وړاندې په دغو دوو ولسوالیو کې د انارو پرېمانه بڼونه وو او د دغو دواړو ولسوالیو بې دانه انارو ډېر زیات شهرت هم لاره او هر کال به نړۍوالو مارکېټونو ته لېږدول کېده؛ خو ګڼو ځمکهوالو د کوکنارو د ښې ګټې وټې له پاره باغونه واړول او ځمکې یې د کوکنارو د کر لپاره چمتو کړې، اوس نه هغه د انارو بڼونه شته او نه هم د کوکنارو کروندې ورته پاتې دي.
د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک یو تن اوسېدونکی کروندهګر وايي:« موږ داسې ګڼله چې د کوکنارو ګټه تر انارو ډیره ده، نو موږ هم خپل باغونه واړول څو کاله مو ښه پریمانه کوکنار وکرل، خو اوس مو ځمکې شودیاره پاتې شوې.
د همدغې سیمې یو بل تن کرونده ګر وویل: همدا اوس موږ وینو چې زموږ په سیمه کې هغو خلکو چې تریاک ساتلي په لوړه بیه یې پلوري، په خرڅلاو یې هیڅ بندیز نه شته، خو په کرلو یې بیا بندیز لګیدلی، که دا بوټی حرام وي، نو په تجارت او سوداګرۍ یې هم باید بندیز ولګول شي.»
شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه؛ خو لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د تریاکو او نورو نشهيي توکو سوداګري په خلاص مټ او بربنډه توګه ترسره کېږي.
ګڼ کروندهګر وايي، چې طالبان د دغو نشهیي توکو په سوداګرۍ او قاچاقو کې ښکېل دي، پر بزګرانو یې بندیز لګولی او دوی یې په خپله سوداګري کوي.
یو شمېر خلک داسې هم وايي، دغه بندیزونه هم د دې له پاره دي چې د تریاکو بیې ورسره لوړې شي او د دوی په سوداګرۍ کې ګټه زیاته شي، همدا اوس د یو کیلو تریاکو بیه له ۵۰۰ زره کلدارو پورته شوې چې پخوا به د یوې کیلو تریاکو بیه شل یا دېرش زره کلدارې وه.

په خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې شېخ زاهد پوهنتون ته نژدې يې د اوبو بند د جوړولو پرمهال يو ډلهیيز قبر موندلی، چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه پکې ښخ شوي وو.
د خوست ښاروالۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي، لومړنۍ موندنې ښیي چې دغه جسدونه ډېر پخواني دي.
د دوی په وینا، په پيدا شوي ډله ییز قبر کې ښځينه جسدونه هم موندل شوي دي.
د خوست ځايي طالبانو وايي، چې د دغه ډلهییز قبر په اړه يې د پلټنو لپاره يوه کمېټه ټاکلې او د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به نور جزيات هم له رسنیو سره شریک کړي.
څو مياشتي وړاندې، طالبانو د افغانستان په سويلي ولایت کندهار کې هم دوه ډلهييز قبرونه موندلي وو او ادعا يې کړې وه، چې دغه کسان د تېر جمهوريت پر مهال وژل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د درېو نړۍوالو شل اورېزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د افغان لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشدخان، مجيب الرحمن او سليم ساپی په دې لوبو کې نشته او دا لوبې به د براهيم ځدران په لوبډلمشرۍ تر سره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړه، چې په درېيو شل اورېزو لوبو کې به د سريلانکاف خلاف ولوبيږي.
کرېکټ بورډ وايي په دې لوبډله کې: « ابراهيم ځدران، لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ويکټ ساتونکی، اسحاق رحيمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمدنبي، نجيب الله ځدران، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فض الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قيس احمد.» شامل دي.
دغه لوبې به د سريلانکا په کوربهتوب د روانې فيبوري مياشتي په ۱۷ نېټه پيل شي.
دوهمه لوبه به د فيبوري په ۱۹ او درېیمه به په ۲۱ نټېه تر سره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن د لاس د اوښتو او د سلیم ساپی د ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.
تر دې وړاندې افغانستان پر سريلانکا ټيسټ لوبه او د درېيو ۵۰ اوريزو سياليو لوبلړۍ هم بايللې وه.

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ريیس رحمت الله نبیل تر انتقادي څرګندونو وروسته د پښتنو او تاجکو سیاسي مشرانو ترمنځ یو شمېر افغانانو د هغه د خبرو ستاینه کړې ده. ځینو دا هم ویلي، چې بښنه به د خلکو تر منځ د حساب ورکولو کلتور بنسټیز کړي.
ښاغلي نبیل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې پښتانه او تاجک سیاستوال او مشران باید له نورو توکمونو بښنه وغواړي.
هغه وويل، چې د افغانستان د دغو دوو سترو قومونو سياستوال د واک پر بېلابېلو څوکيو ناست وو او بايد د تېروتنو او نيمګړتياو مسووليت پر غاړه واخلي.
د ښځو د حقونو فعالې نیلوفر ایوبي د ښاغلي نبیل د دې اقدام هرکلی کړی او له نورو سیاستوالو یې غوښتي چې د ښاغلي نبیل له دغو خبرو الهام واخلي او له ملته بښنه وغواړي چې تل یې قرباني ورکړې ده.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عارف رحماني هم د ایکس په یوه لیکنه کې لیکلي، چې رحمت الله نبیل د یو پښتون سیاسي شخصیت په توګه له محرومو توکمونو څخه د بښنې غوښتلو په انساني اړتیا باندې په ټینګار سره د بشری حقوقو د سیاسي دود بنسټ ایښودلو په حال کې دی.
د ښاغلي رحماني په وینا؛ که په افغان سیاست کې د نورو پښتنو او تاجکو له خوا د بښنې غوښتلو او د تېروتنې او ناکامۍ د منلو دود دوام ومومي، دا د افغانستان د سیاست د انساني کولو یو ښکلی لید لیدلی شي.
په همدې حال کې یو شمېر نورو کاروونکو هم د افغانستان له خلکو د بښنې غوښتلو لپاره د سیاسي مشرانو د زړورتیا ستاینه کړې ده.
د خالقيار حيدري په نوم يوه کارونکي ليکلي، چې د تېروتنو منل د پر مختګ پر لور لومړی ګام دی.
خو د سیاسي مسایلو کارپوه حمید صبوري په دې باور دی، چې د عقل او سیاسي هوښیارتیا د نه شتون له امله د افغانستان بل هېڅ سیاسي رهبر د دې جرئت نه لري، چې د ښاغلي نبیل له دغو خبرو وروسته له خلکو بښنه وغواړي.
د ښاغلي صبوري په وینا؛ په افغانستان کې قومي مشرانو په تېرو شلو کلونو کې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کړی او له دې وروسته به د تېروتنو له منلو سره - سره د عقلانیت او سیاسي هوډ د نشتوالي له امله سره متحد نه شي.
د صفري په نوم یو بل کارونکي هم لیکلي: «د ټولو وژنو، ورانیو په منځ کې د سیاسي مشرانو د بښنې موضوع راپورته کول د همپالنې او یووالي لپاره یو مثبت ګام دی؛ خو هغه درد چې د سیاسي مشرانو په منځ کې مشترک نه دی . "
په همدې حال کې یو شمېر نورو کاروونکو ویلي، چې د جمهوريت سقوط د ټول افغان ولس یوه ګډه ناکامي وه او د ښاغلي نبیل په ګډون ټول مشران او چارواکي باید په زړورتیا سره خپلې تېروتنې ومني او د تل لپاره د افغان سیاست له ډګره ووځي.
د ښاغلي نبیل د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د افغانستان د پخواني حکومت په جوړښت کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل د پښتنو قومونه او د دوی تر منځ خپلمنځي اختلافات بللي او لیکلي یې دي< چې دوی د نورو قومونو د پښتنو قومونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره د کورنۍ جګړې قرباني شول.
هغه لیکلي، چې په افغانستان کې یوازې مساوات، برابري او ټولنیز عدالت کولی شي په افغانستان کې د «سیاسي بې ثباتۍ ناوړه دوره» له منځه یوسي.

په سرپل کې د طالبانو د والي په امر د ولایت مقام ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته په رسمي وخت کې د قران کریم د ترجمې او تفسير پروګرام پيل شوی. ډېری مهال مراجعین د خپلو ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو مخې ته ساعتونه انتظار وي.
د سرپل د طالبانو مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی والي محمد یعقوب عبدالرحمان ملکي او نظامي مامورينو ته د قرانکريم د ترجمعې او تفسير پروګرام پيل کړ.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پروګرام د دوو مياشتو لپاره هره ورځ د سهار له ۸ بجو پيل تر څه کم ۹ بجو پوري دوام کوي.
والي له ټولو کارکوونکو غوښتي، چې خپل ټول رسمي کارونه پرېږدي او د قرانکریم د ترجمې او تفسير په دې پروګرام کې برخه واخلي.
خبرپاڼه د طالبانو د والي له قوله ليکي: « د ولایتي ادارې د مجلسونو د مدير مولوي حکمت الله له خوا ټولو کارمندانو ته هره ورځ په عامه او روانه ژبه د قران کریم د ژباړې او تفسیر تدریس کیږي.»
په سرپل کې د نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته بیا د قرانکریم د ترجمې او زده کړي پروګرام هره ورځ د ماسپښين تر لمانځه وروسته شروع کيږي.
دغه پروګرام د ورځنيو دولتي چارو په رسمي وخت کې پيل شوی.
زيات مهال همدا وخت، چې د ورځې او چارو پيل دی ډېری مراجعين د خپلو ستونزو د حل په موخه ساعتونه ساعتونه د دولتي ادارو مخې ته انتظار وي.
په ډېرو ولایتو کې خلک شکایتونه کوي، چې د طالبانو مسوولين او مامورين د دوی د ستونزو حل ته پر وخت رسېدنه نه کوي.