• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې به کابو یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي. دغې ادارې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وړاندوینه کړې چې سږ کال به یو میلیون او څلور لکه او ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.

د اوچا د راپور له مخې، تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال هېواد ته راستانه شي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاوو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، چې ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او پر کوربه هېوادونو د فشارونو د کمولو لپاره د بشری مرستو زیاتوالي ته اړتیا ده.

د دغه راپور له مخې، په تېر نومبر میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د حکم له صادرېدو وروسته له ۴۸۳ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي.

اوچا او د دوی بشردوستانه همکاران د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې سرپناه، خواړه او اوبه، مالي مرستې، روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه او رواني او ټولنیزې مرستې د کډوالو له لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼي.

د یادولو ده، چې د اوچا د راپور له مخې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه کسان به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ښار د لاریونوالو له لوري په بشپړ ډول وتړل شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۴ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي د شمالي وزیریستان مرکز میرانشاه ښار په بشپړ دول د لاریون والو له لوري وتړل شو او د پوځي چاوڼیو مخې ته یې پرلت وهلی. دغه لاریون په میرانشاه کې د ملي جمهوري ګوند پر مشر محسن داوړ د درې ورځې مخکې برید په غبرګون کې شوی چې خپله داوړ پکې ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.

محسن داوړ چې له شمالي وزیرستانه پارلمان ته نوماند دی، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا کوله او درې ورځې وړاندې یې د ټاکنو پایلو د ځنډېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.

نن د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په میرانشاه کې د لاریون یو سمبالوونکي حمزه داوړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دوی به تر هغه لاریون او پرلت روان ساتي چې پر محسن داوړ او پلویانو یې د برید پلټنه نه وي شوې: «تر هغه به احتجاج او پرلت روان وي چې پر محسن داوړ او ملګرو د برید او ډزو قاتلان نه وي نیول شوي او د دې لاریون هدف همدا دی چې د دغه برید پوره تحقیق وشي او معلومه شي چې ولې او چا پرې ډزې کړې.»

له شمالي وزیرستانه قومي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ درې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د پوځي مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال له پنځلسو ملګرو سره ټپي شو چې درې ملګري یې وژل شوي هم دي.

محسن داوړ د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوی او ځینې ملګري یې پر شمالي وزیرستان سربېره بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخې ته لاریون کاوه، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.

محسن داوړ د پاکستان په تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

ملګري ملتونه: د طالبانو له‌خوا د ښځو د خپلسرو نیونو د څېړلو په حال کې یو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، چې د ملګرو ملتونو پلاوی د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو خپلسرې نیونې او د هغوی پر وړاندې د دغه ډلې ناوړه چلند څېړي.

د ملګرو ملتونو دغه ویاند وایي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په تېرو وروستیو کې د «اسلامي حجاب» په نامه د ښځو خپلسرو نیونو په تړاو اندېښمن دي.
هغه زیاته کړې:« داسې ښکاري، چې مذهبي او قومي لږکۍ په نا متناسبه توګه په دې برخه کې د طالبانو د دغو ځپلو تر اغېز لاندې راغلي.»
هغه وایي، ملګري ملتونه له دې وېره لري چې دغه ځپنه ښځې د خپلسرو نیونو له وېرې څنډې ته نه کړي او داسې وېره هم شته چې په کورنیو کې به د ښځو پر وړاندې د نارینه‌و تاوتربخوالی هم زیات شي.

هغه ویلي، یوناما د طالبانو د امربالمعروف له وزارته غوښتي چې ټولې نیول شوې مېرمنې دې بېرته خوشې کړي.

همدا تېره ورځ د طالبانو محتسبینو د کابل په مکروریانو کې یوه ښځه په پارک کې د قدم وهلو پرمهال سخته وهلې وه.

دغې مېرمنې افغانستان افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه لېږلي، چې په وهلو ټکولو یې د بدن ځینې برخې ټپي شوې دي.

تر دې وړاندې د شنبه‌های ارغواني غورځنګ هم ویلي و، چې اوسنی وضعیت ډېر خراب دی ښځې د بې حجابۍ په تور د طالبانو له‌خوا نیول کېږي، بندیانېږي، په زور ودېږي او ان په زندانونو کې جنسي تېري پرې کېږي.
دغه غورځنګ زیاته کړه وه:« دا کړنې د بشریت په وړاندې سخت جنایتونه دي او وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.»

کرونده‌ګر: موږ د کوکنارو د نه کرلو ژمنه ترسره کړه، خو طالبانو راسره کړې ژمنې ماتې کړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۰۴ GMT+۰

د ننګرهار ولایت یو شمېر کرونده‌ګر وايي، چې دوی سږنی کال پر خپلو ځمکو د کوکنارو یو بوټی هم نه دی کرلی؛ خو طالبانو چې کومې ژمنې ورسره کړې وې له هغو یوه یې هم عملي نه کړه.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو او شېرزاد ولسوالیو یو شمېر کرونده‌ګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېر کال طالب سیمه‌ییزو چارواکو له دوی غوښتي و چې په خپلو کروندو کې به کوکنار نه کري او دوی به ورسره د بدیل کښت او د اوبو خور سیسټم په بیا رغولو کې مرستې کوي.
د خوګیاڼو د کږې سیمې یوه بزګر د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« تېر کال یې راسره ژمنه وکړه، چې دوی به د اوبو د بندونو په جوړولو او د باغونو په رغولو کې راسره مرسته کوي؛ خو تر اوسه نه چا زموږ د اوبو بندونه ورغول او نه یې هم زموږ د باغونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړه.»
نوموړي زیاته کړه:« زه اته جریبه ځمکه لرم. پخوا به مې چې اته کیلو تریاک ترېنه تر لاسه کړل، هم زما د کورنۍ د یو کال لګښت یې پوره کاوه؛ خو اوس را ته اته منه غنم هم نه کوي. یعنې زما کورنۍ د یوې میاشتې د غنمو خرڅ هم نه شي پوره کولای. له بله پلوه وچکالي ده بل هیڅ فصل نه کېږي، حیران پاتې یو چې څه وکړو او څه وخورو؟»
د ننګرهار د خوګیاڼیو او شېرزادو ولسوالۍ هغه سیمې وې، چې پخوا به په کې پرېمانه کوکنار کرل کېدل او د خلکو کلنی لګښت به له همدغې لارې پوره کېده؛ خو سږنی کال په دغو دوو ولسوالیو کې کرونده‌ګرو د هغو ژمنو له مخې چې طالبانو ترېنه اخیستې وې کوکنار نه دي کرلي، ان د دغو دوو ولسوالیو په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم خلکو کوکنار نه دی کرلي.
د جګړو تر کلونو وړاندې په دغو دوو ولسوالیو کې د انارو پرېمانه بڼونه وو او د دغو دواړو ولسوالیو بې دانه انارو ډېر زیات شهرت هم لاره او هر کال به نړۍوالو مارکېټونو ته لېږدول کېده؛ خو ګڼو ځمکه‌والو د کوکنارو د ښې ګټې وټې له پاره باغونه واړول او ځمکې یې د کوکنارو د کر لپاره چمتو کړې، اوس نه هغه د انارو بڼونه شته او نه هم د کوکنارو کروندې ورته پاتې دي.
د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک یو تن اوسېدونکی کرونده‌ګر وايي:« موږ داسې ګڼله چې د کوکنارو ګټه تر انارو ډیره ده، نو موږ هم خپل باغونه واړول څو کاله مو ښه پریمانه کوکنار وکرل، خو اوس مو ځمکې شودیاره پاتې شوې.
د همدغې سیمې یو بل تن کرونده ګر وویل: همدا اوس موږ وینو چې زموږ په سیمه کې هغو خلکو چې تریاک ساتلي په لوړه بیه یې پلوري، په خرڅلاو یې هیڅ بندیز نه شته، خو په کرلو یې بیا بندیز لګیدلی، که دا بوټی حرام وي، نو په تجارت او سوداګرۍ یې هم باید بندیز ولګول شي.»
شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه؛ خو لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو سوداګري په خلاص مټ او بربنډه توګه ترسره کېږي.

ګڼ کرونده‌ګر وايي، چې طالبان د دغو نشه‌یي توکو په سوداګرۍ او قاچاقو کې ښکېل دي، پر بزګرانو یې بندیز لګولی او دوی یې په خپله سوداګري کوي.

یو شمېر خلک داسې هم وايي، دغه بندیزونه هم د دې له پاره دي چې د تریاکو بیې ورسره لوړې شي او د دوی په سوداګرۍ کې ګټه زیاته شي، همدا اوس د یو کیلو تریاکو بیه له ۵۰۰ زره کلدارو پورته شوې چې پخوا به د یوې کیلو تریاکو بیه شل یا دېرش زره کلدارې وه.

د خوست ښاروالي وایي د اوبو بند جوړولو پر مهال يې ډله‌یيز قبر موندلی دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۹ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې شېخ زاهد پوهنتون ته نژدې يې د اوبو بند د جوړولو پرمهال يو ډله‌یيز قبر موندلی، چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه پکې ښخ شوي وو.

د خوست ښاروالۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي، لومړنۍ موندنې ښیي چې دغه جسدونه ډېر پخواني دي.

د دوی په وینا، په پيدا شوي ډله ییز قبر کې ښځينه جسدونه هم موندل شوي دي.

د خوست ځايي طالبانو وايي، چې د دغه ډله‌ییز قبر په اړه يې د پلټنو لپاره يوه کمېټه ټاکلې او د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به نور جزيات هم له رسنیو سره شریک کړي.

څو مياشتي وړاندې، طالبانو د افغانستان په سويلي ولایت کندهار کې هم دوه ډله‌ييز قبرونه موندلي وو او ادعا يې کړې وه، چې دغه کسان د تېر جمهوريت پر مهال وژل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د درېو نړۍوالو شل اورېزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د افغان لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشدخان، مجيب الرحمن او سليم ساپی په دې لوبو کې نشته او دا لوبې به د براهيم ځدران په لوبډلمشرۍ تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړه، چې په درېيو شل اورېزو لوبو کې به د سريلانکاف خلاف ولوبيږي.

کرېکټ بورډ وايي په دې لوبډله کې: « ابراهيم ځدران، لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ويکټ ساتونکی، اسحاق رحيمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمدنبي، نجيب الله ځدران، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فض الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قيس احمد.» شامل دي.

دغه لوبې به د سريلانکا په کوربه‌توب د روانې فيبوري مياشتي په ۱۷ نېټه پيل شي.

دوهمه لوبه به د فيبوري په ۱۹ او درېیمه به په ۲۱ نټېه تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن د لاس د اوښتو او د سلیم ساپی د ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.

تر دې وړاندې افغانستان پر سريلانکا ټيسټ لوبه او د درېيو ۵۰ اوريزو سياليو لوبلړۍ هم بايللې وه.