سنتکام وايي د حوثي اورپکو لپاره یې د ایران تسلیحاتي کڅوړه نیولې ده

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ د یمن حوثي اورپکو ته د ایران د تسلیحاتي کڅوړې د نیولو خبر ورکړی. سنتکام ویلي، چې امریکايي ځواکونو د عمان په سمندرګي کې د ایران د هغو پرمختللو وسلو او نورو مرستو بېړۍ نیولې ده چې یمن ته روانه وه.