• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر: افغانستان ته د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیات شوي دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د تاجکستان د دولتي برېښنا شرکت د مشر محمود عمر اسوزاده له قوله ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د برېښنا صادرات د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه ډېر شوي دي.

د ملي تلويزيون د خبر له مخې؛ افغانستان ته د تاجکستان د برېښنا صادرات زيات شوي دي.

ښاغلي اسوزاده وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د برېښنا مصرف ۱.۹ میلیارد کیلوواټه اټکل شوی دی.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت اجراییوي رییس او د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې به طالبان تر ۲۰۲۴ کال پورې له تاجکستان څخه برېښنا اخلي.

افغانستان د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا هېواد نه دی او د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه په پېسو اخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عمران خان له امریکا غوښتي چې د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو په اړه خپل غږ پورته کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړي وکیل سيف د دغه ګوند له زنداني مشر سره له لیدنې وروسته ویلي، چې عمران خان ورته ویلي، چې دا مهال امریکا د خپلو تېروتنو د سمولو موقع لري او باید د پاکستان په ټاکنو کې د ادعا شویو درغلیو په اړه خپل غږ پورته کړي.

د پاکستان تر ټاکنو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دې بهیر کې د ادعاوو شوو درغلیو په هکله اندېښنه لري،

خو د وکیل سیف په وینا، عمران خان ویلي، چې یوازې سرسري نظریات وړاندې کول ګټور نه دي او امریکا ته چې څه ډول پکار دي باید غږ پورته کړي.

عمران خان د پاکستان د ټاکنو په اړه له امریکا څخه د غږ پورته کولو غوښتنه په داسې حال کې کړې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د امریکا او برېتانیا په ګډون هېڅ بهرني هېواد ته دا حق نه ورکوي، چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع وکړه.

ښاغلي کاکړ په داسې حال کې د ټاکنو کمېسیون او د هغې د پایلو دفاع وکړه، چې یو شمېر سیاسي ګوندونه د فېبرورۍ د اتمې د ټولټاکنو په پایلو کې د درغلیو او لاسوهنو ادعاوې کوي.
خو پخپله ښاغلی کاکړ پر سیاسي ګوندونو یې نیوکه کوي، چې په پاکستان کې د ټاکنیزو تشو د له منځه وړلو لپاره د "اغېزناکو قوانینو" په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

دا مهال په پاکستان کې د شویو ټاکنو د درغلیو په تړاو پراخ لاریونونه روان دي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ډېرو چوکیو تر لاسه کولو سربېره هم ادعا لري، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او د دوی یو شمېر غړي په زور ناکام شوي دي.

د استرالیا لومړي وزیر د مینانو په ورځ خپلې معشوقې ته د کوژدې وړاندیز وکړ او هغې هم ومانه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز د چهارشنبې په ورځ له خپلې مینې جوډي هایډون سره د ویلنټاین ورځې د لمانځلو لپاره له دفتر څخه رخصت واخیست. ښاغلي البانیز نن په انستاګرام کې د یوه سلفي عکس په خپرولو سره اعلان وکړ. چې اغلې هایډون یې د کوژدې وړاندیز منلی دی.

د استرالیا لومړي وزیر د ولنټاین له ورځې یوه ورځ وروسته په خپل انسټاکرام د یوه سلفي انځور په خپرولو لیکلي، چې هغې «هو» وویل.

په انځور کې لیدل کیږي چې هایډون د کوژدې ګوتمه په ګوته کړې.

۶۰ کلن لومړي وزیر نن له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل: "دا خورا خوندور حس دی چې د ژوند داسې ملګرې پیدا کړم چې غواړم پاتې عمر ورسره تېر کړم.»

د رویټرز د راپور له مخې، د لومړي وزیر کوژدنه هایډون چې له کلونو راهیسې د تقاعد صندوق په صنعت کې کار کوي، ویلي، د کوژدې د مبارکۍ پیغامونو حیرانه کړې ده.

دې جوړې یو بل په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال په پیل کې په میلبورن کې لیدلي وو.

د کارګر ګوند څخه انټوني البانیز د استرالیا ۳۱م لومړی وزیر دی چې تېر کال واک ته ورسېد.

د اپوزیسیون مشر پیټر داټون چې د استرالیا د لومړي وزیر له سختو منتقدینو څخه شمېرل کیږي، په پارلمان کې انټوني البانیز او مېرمن هایډون ته مبارکي ورکړه.

هغه زیاته کړه، چې «زموږ د نسخې» مطابق شاهي واده ته سترګې په لار دی.

د استرالیا د لومړي وزیر د کابینې وزیرانو په ټولنیزو رسنیو کې دې جوړې ته مبارکي ورکړې.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر، چې له لسیزو راهیسې البانیز پیژني، په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «مینه ډېر ښکلی حس دی.»

خلیل رحمان حقاني: د عبدالله عبدالله امضا را سره پرته ده، عطا محمد نور هم بیعت را سره کړی و

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر وايي، د پخوانۍ ملي مصالحې مشر عبدالله ور سره ډېره همکاري کړې او عطا محمد نور هم ور سره بیعت کړی و. خلیل الرحمان حقاني‌ وايي، د سولې لپاره یې اشرف غني ته هم استازي لېږلي وو او د کابل پرځېدو په درشل کې له عبدالله او کرزي سره تماس کې و.

خلیل الرحمن حقاني که څه هم دا نه وايي چې ښاغلي عبدالله څه همکاري ور سره کړې او چېرته یې ور سره لیدلي و، خو زیاتوي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د عبدالله عبدالله امضا ور سره پرته ده او ورته ویلي و چې «په سیاسي حال او مذاکراتو کې زه کار کوم او دلته ته کار کوه.»

نوموړی زیاتوي چې د بلخ د پخواني والي او د جمعیت ګوند له یوه مشر عطا محمد نور سره یې لیدلي او هغه ته یې ویلي و چې « قسم یې وکړ، وعده یې را سره وکړه، ما ورته وویل، موږ که په زور یا رضا واک ترلاسه کړ، ته به څه کوې؟ ما ته یې لاس را کړ په لاس بیعت یې وکړ، خو خپل بیعت یې مات کړ.»

ښاغلی حقاني له شمشاد تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي چې د مزار شریف تر پرځېدو وروسته هم له عطا محمد نور سره په تماس کې و، تر دې چې هغه تر حیرتان واوښت.

د نوموړي دا مرکه لا نشر شوې نه ده، چې دغو مشرانو چېرته و رسره لیدلي او د څه ډول همکارۍ یا بیعت خبره یې ور سره کړې وه.

د حقاني شبکې دغه مهم مشر او د سراج الدین حقاني تره زیاتوي، چې له اسماعیل خان او سیاف سره هم په تماس کې و او اوس هم له دې جهادیانو سره تماس لري.

نوموړی وايي، له اسماعیل خان سره یې تر شلو غونډې کړې او مستند اسناد یې لري او له عبدالرب رسول سیاف سره هم تر هغه په تماس کې و چې د کابل هوايي ډګر ته ننوت.

دغه طالب چارواکي وايي، واک ته له رسیدو مخکې یې پنځه شپږ ځلې اشرف غني ته د ښاغلي غني د قوم او د خپل قوم استازي واستول، خو د سولې صلاحیت د دوی په لاس کې نه و.

خلیل رحمان حقاني په دې مرکه کې د کابل د پرځېدو په درشل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره هم خپل ارتباط ته اشاره کوي او وايي، چې د نوموړي له لارې یې له اشرف غني سره د اړیکو هڅه وکړه: «ما ورته وویل چې بیا ګیله ونه کړې او ونه وایې چې زمینه برابره نه شوه، هغه وخت او سوچ پرېږدئ چې تا به ملل متحد د نجیب غوندې خلاصوي اوس ته دوی ته پکار نه یې اوس به هغه عمل در سره کېږي چې بیا به تاریخ کې هم نه وي نو ته راشه مهرباني وکړه وینې مه تویوه استعفا ور کړه او امارت به ډاډ در کوي چې تاسو به محفوظ یاست.»

ښاغلی حقاني وايي، محب ترې دوه ساعته وخت وغوښت او «راته ویې ویل ته څه کوې ما وویل، زه درځم ده وویل، زه درځم ما ورته وویل، زما کسان هلته ناست دي، نو نه پوهېږم چې دوی ووېرېدل که څه؟ بیا یې تماس ونه نیو او که یې دا خوښه شوه چې نورې وینې تویې نه شي او ځای خالي کړي.»

نوموړی وايي، عبدالله او کرزي ته الوتکې هم راغلې وې، خو دوی ډاډ ور کړی و چې په امن کې دي او کله چې کابل ته ننوت، نو د امنیت لپاره یې کسان عبدالله او کرزي ته ور ولېږل.

که څه هم واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې د عمومي عفوې اعلان وکړ، خو له افغان چارواکو سره سره له هیواد څخه ډیر شمیر نور افغانان هم ووتل.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له جګړې او مقاومت پرته پلازمینې کابل ته ننوتل او له ارګ څخه یې واک ته د رسیدو اعلان وکړ.

د پخواني شوروي جنرال: احمد شاه مسعود چې څه ژمنه را سره کوله پر هغه درېده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د پخواني شوروي یو جنرال بوریس ګروموف وايي، د افغان شوروي جګړې پر مهال یې له جهادي قومندان احمد شاه مسعود سره لیدلي و. بوریس ګروموف وايي، مسعود ژمن انسان و، که به یې ور سره ژمنه کوله،نو دوی سل په سله باوري و چې نوموړي پر خپله ژمنه درېږي.

نوموړی له افغانستان د پخواني شوري ځواکونو د وتلو د ۳۵ کلیزې په مناسبت دا خبرې له تاس خبري اژانس سره کړې دي.

پخواني شوروي د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷ پر افغانستان یرغل سره ببرک کارمل واک ته ورساوه، خو د نږدې لس کلنې افغان-شوروي جګړې او د جنیوا تړون په نتیجه کې د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ یې وروستی سرتېری له دغه هېواد ووت.

جنرال ګروموف په دې مرکه کې وايي، د افغان شوروي جګړې پر مهال یې له احمد شاه مسعود سره ارتباط درلود.

هغه زیاتوي، له مسعود سره یې یو ځل ولیدل، خو تر لیدنې مخکې ور سره د لیک له لارې په تماس کې و.

که څه هم دغه جنرال احمد شاه مسعود خپل یو دوښمن یاد کړی، خو زیاته کړې یې ده چې ښه انسان و.

نوموړی وايي، له مسعود سره په تماس کې یې شفر درلود، چې مالومه کړي پر ځای یې بل څوک خبرې نه کوي.

احمد شاه مسعود بیا بیا له شوروي ځواکونو سره اوربند هم کاوه او نور مجاهدین په تېره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پرې تور لګوي چې له شوروي سره د اوربند پر مهال به یې له دوی سره جګړه کوله.

پر احمد شاه مسعود یوه دا نیوکه هم کېږي چې کابل ته یې د شوروي ځواکونو د اکمالاتو د مخنیوي لپاره کله هم سالنګ تونل بند نه کړ او نه یې پنجشېر ته څېرمه په جبل سراج کې د کابل او شمالي ولایتونو لار بنده کړه.

روسیه: ۵ لکه ۴۶ زره شوروي سرتېري په افغان جګړه کې مخامخ ښکېل وو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت وايي، افغانستان ته د پخواني شوروي ټول شپږ لکه شل زره سرتېري استول شوي وو، چې له دې ډلې پنځه لکه ۴۶ زره مخامخ په جګړه کې ښکېل وو. د روسیې دفاع وزارت نن دا مالومات له افغانستان د پخواني شوروي د سرتېرو د وتلو د ۳۵ کلیزې په مناسبت خپاره کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې له دوو لکو ډېرو سرتېرو ته په افغان جکړه کې د مېړانې او زړورتیا مډالونه او نښانونه ور کړل شوي دي.

پخواني شوروي د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷ پر افغانستان یرغل سره ببرک کارمل واک ته ورساوه، خو د نږدې لس کلنې افغان-شوروي جګړې او د جنیوا تړون په نتیجه کې د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ یې وروستی سرتېری له دغه هېواد ووت.

په افغان- شوروي جګړه کې په لکونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته او په میلیونونو هم کډوالۍ ته اړ وتل چې تر ډېره پاکستان او ایران ته واوښتل.

ویل کېږي په افغان- شوروي جګړه کې د روسیې څه باندې ۱۵ زره سرتېري وژل شوي او تر دوو سوو ورک دي.

ځینې ورک سرتېري هم مجاهدینو ته تسلیم شوي او بیا یې افغانستان کې ژوند غوره کړی دی، خو له دې سره روسیه هیله منه ده چې ځینې دغه سرتېري به لا هم ژوندي وي او خپل هېواد ته به ستانه شي.

مسکو پر ۲۰۱۲ کال هم له افغان حکومت او خلکو وغوښتل چې د دې سرتېرو په موندلو کې ور سره مرسته وکړي.