• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: ۵ لکه ۴۶ زره شوروي سرتېري په افغان جګړه کې مخامخ ښکېل وو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت وايي، افغانستان ته د پخواني شوروي ټول شپږ لکه شل زره سرتېري استول شوي وو، چې له دې ډلې پنځه لکه ۴۶ زره مخامخ په جګړه کې ښکېل وو. د روسیې دفاع وزارت نن دا مالومات له افغانستان د پخواني شوروي د سرتېرو د وتلو د ۳۵ کلیزې په مناسبت خپاره کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې له دوو لکو ډېرو سرتېرو ته په افغان جکړه کې د مېړانې او زړورتیا مډالونه او نښانونه ور کړل شوي دي.

پخواني شوروي د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷ پر افغانستان یرغل سره ببرک کارمل واک ته ورساوه، خو د نږدې لس کلنې افغان-شوروي جګړې او د جنیوا تړون په نتیجه کې د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ یې وروستی سرتېری له دغه هېواد ووت.

په افغان- شوروي جګړه کې په لکونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته او په میلیونونو هم کډوالۍ ته اړ وتل چې تر ډېره پاکستان او ایران ته واوښتل.

ویل کېږي په افغان- شوروي جګړه کې د روسیې څه باندې ۱۵ زره سرتېري وژل شوي او تر دوو سوو ورک دي.

ځینې ورک سرتېري هم مجاهدینو ته تسلیم شوي او بیا یې افغانستان کې ژوند غوره کړی دی، خو له دې سره روسیه هیله منه ده چې ځینې دغه سرتېري به لا هم ژوندي وي او خپل هېواد ته به ستانه شي.

مسکو پر ۲۰۱۲ کال هم له افغان حکومت او خلکو وغوښتل چې د دې سرتېرو په موندلو کې ور سره مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پکتیا حوزوي روغتون ډاکتران: هره میاشت ۲۰ ماشومان د سیخ و برېښ له ناروغۍ مري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پکتيا ولایت د حوزوي روغتون ډاکتران وايي، هره میاشت په دغه روغتون کې د سیخ و برېښ یا د سینې په ناروغۍ اخته شل ماشومان مري. دوی وايي، د ماشومانو په څانګه یې د ناروغانو تر حد زیاته ګڼه ګوڼه ده او رسېدنه نه شي ورته کولای.

د پکتیا حوزوي روغتون یو ډاکتر اصیل خان وايي، د سړې هوا او وچ موسم له امله په سلګونو ماشومان په سیخ و برېښ ناروغۍ اخته دي چې هره میاشت په منځنۍ کچه ۲۰ تنه یې مري.
هغه وايي، د دغه روغتون د ماشومانو څانګه د ۴۵ بسترو وړتیا لري خو دا مهال پکې تر ۱۲۰ پورې ماشومان بستر دي چې په یو کټ کې ان درې تنه ناروغ ماشومان پراته دي.

100%


دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د روغتیا وزیر ویلي و چې په ټول افغانستان کې د روغتیا په برخه کې جدي ستونزې نه لري او خلکو ته په سم ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
د پکتیا د لهجې منګل ولسوالۍ یوه اوسیدنکي سیداجان منګل افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې۲۶مه) وويل چې په روغتون کې یې یوه اوونۍ ماشوم بستر و او د درملو او نورو امکاناتو د نشت له امله دوه ورځې وړاندې مړ شو: «شفاخانه شته خو دوا نشته، خلک ورځې هسې ماشومان او نور ناروغان ورولي او بیرته راځي، په شخصي کې مو وس نشته مجبور یو چې دغلته یې وروړو خو دوی هيڅ هم نه لري، مخکې دا شفاخانه ښه وه اوس هیڅ هم نه شته پکې.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال روغتیایي خدمتونو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دغه اداره وايي، هڅه یې داده چې په روان میلادي کال کې افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د سرو پوځونو وتل؛ ګڼ افغانان وايي، پر هېواد د سره پوځ یرغل د بدمرغيو پيلامه وه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۰

نن له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو ورځ ده. روسي ځواکونه چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه افغانستان ته دننه شول، ورسره هم مهاله جګړو زور واخیست او ګڼ افغانان ګاونډیو هېوادونو ته وکوچېدل.

روسي ځواکونه ټول ټال نهه کاله په افغانستان کې وجنګېدل او خورا مالي او ځاني زیانونه یې هم ولیدل.
د ځینو شمېرو له مخې په دغه موده کې د افغانستان نهه سلنه وګړي ووژل شول، ۱۱ سلنه یې معلول او له ۳۳ څخه تر ۳۵ سلنې وګړي ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی پخوانی جهادي دلاور احمدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، که هغه مهال روسانو یرغل نه وای کړی؛ نو نه به څوک کډوال شوی وای او نه به چا د پخواني نظام پر ضد وسله اخیسته، هغه د جګړې د سختېدو د لاملونو په اړه وویل:« زه هغه مهال د نهم ټولګي زده‌کوونکی وم نوی زلمی شوی وم. په کلي کې اوازه شوه، چې د روسانو د یرغل پر ضد باید ټول ودرېږو، ما هم درسونه پرېښودل او د قلم پر ځای مې ټوپک غوره وګاڼه او د جهاد لیکو ته لاړم تعلیم، کور او هر څه راځینې پاتې شول او د افغانستان د خلکو بدمرغي له همدغه ځایه پیل شوه.»
د دغې جګړې له پیله د افغانستان ښوونځي، پلونه سړکونه، دولتي ودانۍ او نور ټولګټي تاسیسات ځکه ونړول شول چې هغه مهال د خلکو سره دومره پوهه هم نه وه، چې دوی په حقیقت کې خپله شتمني له منځه وړي.
پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې روسانو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته.

داسې راپورونه هم شته، چې په دغه موده کې شاوخوا ۱۴۵۰۰ روسي ځواکونه وژل شوي او په همدې شمېر کې نور یې معلول شوي هم دي، دا رنګه ملیارډونه ډالر مالي زیانونه هم وراوښتي دي.
پوښتنه دا ده، چې ولې پخواني شوروي اتحاد هغه مهال افغانستان ته د خپلو ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه؟

د افغانستان د پوځ پخوانی ډګروال عبدالله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« هغه مهال په نړۍ کې سړه جګړه په شدت روانه وه. امریکا خپلې وسلې او تجهیزات د اروپا پولو ته رالېږدولي وو. د چین سره هم د مسکو اړیکې زیاتې ترینګلې شوې وې. پاکستان د امریکې په لمسون د هغه هېواد پر ضد مستقیمه جکړه پیل کړې وه، چې شوروي پلوه مفکوره یې لرله او دا رنګه د افغانستان په ګاونډ کې ایران کې هم د اسلامي انقلاب په راتګ سره د هغه وخت د شوروي اتحاد پر ضد خوځښتونه زیات شوی وو؛ نو ځکه شوروي اړ شو چې په افغانستان یرغل وکړي او د خپلو هم فکره بلویانو په ملاتړ یې دغه کار ته زړه ښه کړ.»
خو بیا کله چې د ژینو د سولې تړون د افغانستان، پاکستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ لاسلیک شو؛ نو د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف د خپل هېواد د پوځونو جګړه د هندوکش د غرو په لمن کې د «ناسور ټپ» وګنله او د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ کې یې خپل ځواکونه له افغانستان واېستل؛ خو دې ټپ د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم او روح دومره ژور فزیکي او روحي اغېز پرېښود، چې لا یې هم نښې نښانې پر ځای پاتې دي.

د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه یوې سلفي ډلې په ایران کې د ګازو پر لیکو برید کړی دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۷ GMT+۰

ایران انټرنشنل په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې د ایران او افغانستان پوله کې میشتې سلفي ډلې د ایران په څو برخو کې د ګازو پر نلونو د بریدونو مسوولیت په غاړه درلود. د چهارشنبې ورځې په سهار شاوخوا یوه نیمه بجه د فارس، چهار محال او بختیاري ولایتونو کې دوه درنې چاودنې وشوې.

دا دوه خونړۍ چاودنې د سلواغې په ۲۵مه، د چهارمحل ولایت د حلوایي بورجن په لاره او د فارس ولایت د صفا شهر په حرم بید کې د بختیاری او قادر اباد په دره کې شوي دي.

د ایران انټرنشنل د دغې سلفي ډلې د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

په ایراني رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو او د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په لسګونو کلیو کې ګاز پرې شوی او په دوو ولایتونو کې د ګازو عرضه دولتي دفترونو او صنایعو پورې محدوده شوې ده.

د ایران انټرنشنل له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ایران د ګازو د لیږد نل کې چاودنې د ګازو د پایپ لاینونو د مستقیم تخریب له امله رامنځته شوى.

له چاودنې څو ساعته وروسته د اصفهان د ګازو شرکت ته منسوب یو پیغام د اصفهان ښاریانو ته د "ګازو د قطع کولو خبرتیا" تر سرلیک لاندې واستول شو، چې پکې ویل شوي "په راتلونکو څو ساعتونو کې به په ټول هېواد کې د ګاز جریان قطع شي. د جریان د بیرته راستنیدو دقیق وخت نه دی معلوم."

په دې پیغام کې دا سپارښتنه هم شوې چې خلک دې په "خوراکي، اوبو او د تودولو وسایلو" سمبال شي.

څو شېبې وروسته له همدې شمېره یو بل پیغام هم هېوادوالو ته واستول شو، چې پخوانی پیغام یې رد کړ او ویې ویل، چې «د ګازو او ګازو د عرضې په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته.»

د اصفهان د ګازو د شرکت اجراییه رییس هم په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د اصفهان ښاریانو ته د ګازو د جریان د بندیدو په هکله استول شوی پیغام جعلی دی.

تر دې مخکې د ایران د ګازو د شبکې د رهبرۍ د مرکز مشر سعید عقلي دغه چاودنې «ورانکاره ترهګریز عمل» وباله.

فارس خبری اژانس د چارشنبې په سهار خبر ورکړ چې د ګازو د چاودیدونکو موادو د لیږد اصلي لین د فارس خلیج د تصفیې له فابریکو څخه د تهران، اصفهان او مشهد په شمول لویو ښارونو ته د طبیعي ګاز د لیږد اصلي شریان دی.

دغو چاودنو د پېښې ځای ته څېرمه لارې د څو ساعتونو لپاره تړلې وې او د شاوخوا کلیو اوسېدونکو د وېرې له امله په ساعتونو ساعتونو په سړکونو کې شپې تېرولې.

د راپورونو له مخې، د چاودنې غږ او د اور لمبې تر ۶۰کیلومترۍپورې لیدل کېدلې او په لسګونو کلیو کې ګازو پرې شوې.

د تاجکستان ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د افغانستان او سرحدي مسالو پر وضعیت خبرې کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د دې هېواد ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د ټېلیفوني خبرو له لارې د تاجکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارې او د دوو اړخيزو ګټو او د افغانستان پر وضعیت او د پولې پر امنیتي ټینګښت خبرې کړي دي.

د تاجکستان د ولسمشري مطبوعاتي دفتر يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د اروپايي شورا مشر چارلس ميشل دغه ټلیفوني خبري نن چهار شنبه کړي دي.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخې، چې ښاغلي رحمان د سياسي، سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا په برخه کې د دواړو لوريو د خبرو د لا پياوړتيا پر اهميت ټينګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي: « دواړو خواو د افغانستان د وضعیت، د تاجکستان او افغانستان د پولو د پياوړتيا په ګډون د امنيتي مسايلو په اړه هم خبري کړي او په دې برخه کې دواړو ډاډ څرګند کړ، چې د ګډو همکاريو پروګرامونه به دوام ومومي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي رحمان همدا دول د زرغون اقتصاد او شنې انرژۍ د پالیسیو د پلي کولو لپاره د لا فعال ګډ کار په اړه هم خبرې وکړې.

دواړو لورو هيله څرګنده کړه، چې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا په بڼه کې به اغېزمن تعامل دوام ومومي او د بېلا بېلو مسايلو په اړه د دواړو سيمو خبرې اترې به لا پياوړې شي.

مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دوی د راتلونکو اړیکو د مهالوېش په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

خلیلزاد د امریکا ولسي جرګې ته د دوحې د هوکړې د ناکامۍ د وضاحت لپاره بلل شوی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) به د دوحې د موافقې په عملي کولو کې د بایډن د ادارې د پاتې راتلو په اړه غونډه وکړي. زلمی خلیلزاد به په دغه استماعیه غونډه کې د هوکړې د نه عملي کېدو په اړه د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال چې د بایډن په امر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پرله پسې منتقدینو څخه دی، تمه کیږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي څخه به انتقادي څرګندونې او پوښتنې وکړي.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د حوت په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو او له مخې یې امریکايي پوځیان د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږې په ۹مه له افغانستانه ووتل.

دا تړون د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب ملا برادر لاسلیک کړ، چې د کتونکو او د امریکا د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو په وینا؛ د حکومت سقوط او د طالبانو واک ته د رسېدو لپاره یې لاره هواره کړه.

له افغانستانه د امریکا وتل او د طالبانو بیا واک ته راتلل د افغانستان وضعیت نور هم کړکېچن کړ او دا کار د امریکايي سیاستوالو تر منځ د بې باورۍ لامل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، چې د ده په دوره کې ترسره شول، د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لاره بللې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا استازو ټام وېسټ او رینا امیري هم په کانګرس کې شاهدي ورکړې وه.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې چې موخه یې د افغانستان پر وړاندې د جوبایډن د حکومت د سیاست څېړنه وه، ټام ویسټ ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه پر امریکا د القاعدې د حملې توان کم شوی دی.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په دفاع کې امریکايي چارواکو ویلي، چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي او دغه هېواد د چین د ګواښ په ګډون نورو ګواښونو ته خپل ځواکونه او منابع متمرکز کړي دي.