• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د استرالیا لومړي وزیر د مینانو په ورځ خپلې معشوقې ته د کوژدې وړاندیز وکړ او هغې هم ومانه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز د چهارشنبې په ورځ له خپلې مینې جوډي هایډون سره د ویلنټاین ورځې د لمانځلو لپاره له دفتر څخه رخصت واخیست. ښاغلي البانیز نن په انستاګرام کې د یوه سلفي عکس په خپرولو سره اعلان وکړ. چې اغلې هایډون یې د کوژدې وړاندیز منلی دی.

د استرالیا لومړي وزیر د ولنټاین له ورځې یوه ورځ وروسته په خپل انسټاکرام د یوه سلفي انځور په خپرولو لیکلي، چې هغې «هو» وویل.

په انځور کې لیدل کیږي چې هایډون د کوژدې ګوتمه په ګوته کړې.

۶۰ کلن لومړي وزیر نن له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل: "دا خورا خوندور حس دی چې د ژوند داسې ملګرې پیدا کړم چې غواړم پاتې عمر ورسره تېر کړم.»

د رویټرز د راپور له مخې، د لومړي وزیر کوژدنه هایډون چې له کلونو راهیسې د تقاعد صندوق په صنعت کې کار کوي، ویلي، د کوژدې د مبارکۍ پیغامونو حیرانه کړې ده.

دې جوړې یو بل په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال په پیل کې په میلبورن کې لیدلي وو.

د کارګر ګوند څخه انټوني البانیز د استرالیا ۳۱م لومړی وزیر دی چې تېر کال واک ته ورسېد.

د اپوزیسیون مشر پیټر داټون چې د استرالیا د لومړي وزیر له سختو منتقدینو څخه شمېرل کیږي، په پارلمان کې انټوني البانیز او مېرمن هایډون ته مبارکي ورکړه.

هغه زیاته کړه، چې «زموږ د نسخې» مطابق شاهي واده ته سترګې په لار دی.

د استرالیا د لومړي وزیر د کابینې وزیرانو په ټولنیزو رسنیو کې دې جوړې ته مبارکي ورکړې.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر، چې له لسیزو راهیسې البانیز پیژني، په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «مینه ډېر ښکلی حس دی.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لومړي وزارت لپاره عمر ایوب نوماند کړ

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مهم غړی او د قامي اسمبلۍ پخوانی مشر اسد قیصر وايي، دغه ګوند خپل سرمنشي عمر ایوب د راتلونکي لومړي وزارت څوکۍ ته نوماند کړی دی. اسد قیصر نن په اډیاله جېل کې له عمران خان سره تر لیدنې وروسته وویل، چې له ښاغلي خان سره په مشوره یې عمر ایوب کاندید کړی دی.

د عمران خان ګوندي ملګرو او پلوي کاندیدانو د تېرې اونۍ ټولټاکنو کې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره د پارلمان تر ټولو ډېر سېټونه ګټلي دي.

په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت جوړولو هڅه پیل کړې ده.

مسلم لیګ نواز ډلې د لومړي وزارت لپاره شهباز شریف نوماند کړی او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري ته یې د ولسمشرۍ وړاندیز کړی دی.

تحریک انصاف په داسې مهال لومړي وزارت ته نوماندېږي چې رویټرز خبري اژانس وايي، د عمران خان ملاتړي پخپله حکومت نشي جوړولی او وجه یې هم دا ده چې د ګوند په توګه یې ټاکنو کې ګډون نه دی کړی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون له هغه وروسته له دغه ګوند د بېټ نښان واخیست چې د عمران خان تر بندي کېدو وروسته یې ګوندي ټاکنو کې ګوهر علي خان مشر وټاکه، خو د ټاکنو کمېسون دا ګوندي انتخابات بې معیاره وبلل.

د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه یوې سلفي ډلې په ایران کې د ګازو پر لیکو برید کړی دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۷ GMT+۰

ایران انټرنشنل په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې د ایران او افغانستان پوله کې میشتې سلفي ډلې د ایران په څو برخو کې د ګازو پر نلونو د بریدونو مسوولیت په غاړه درلود. د چهارشنبې ورځې په سهار شاوخوا یوه نیمه بجه د فارس، چهار محال او بختیاري ولایتونو کې دوه درنې چاودنې وشوې.

دا دوه خونړۍ چاودنې د سلواغې په ۲۵مه، د چهارمحل ولایت د حلوایي بورجن په لاره او د فارس ولایت د صفا شهر په حرم بید کې د بختیاری او قادر اباد په دره کې شوي دي.

د ایران انټرنشنل د دغې سلفي ډلې د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

په ایراني رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو او د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په لسګونو کلیو کې ګاز پرې شوی او په دوو ولایتونو کې د ګازو عرضه دولتي دفترونو او صنایعو پورې محدوده شوې ده.

د ایران انټرنشنل له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ایران د ګازو د لیږد نل کې چاودنې د ګازو د پایپ لاینونو د مستقیم تخریب له امله رامنځته شوى.

له چاودنې څو ساعته وروسته د اصفهان د ګازو شرکت ته منسوب یو پیغام د اصفهان ښاریانو ته د "ګازو د قطع کولو خبرتیا" تر سرلیک لاندې واستول شو، چې پکې ویل شوي "په راتلونکو څو ساعتونو کې به په ټول هېواد کې د ګاز جریان قطع شي. د جریان د بیرته راستنیدو دقیق وخت نه دی معلوم."

په دې پیغام کې دا سپارښتنه هم شوې چې خلک دې په "خوراکي، اوبو او د تودولو وسایلو" سمبال شي.

څو شېبې وروسته له همدې شمېره یو بل پیغام هم هېوادوالو ته واستول شو، چې پخوانی پیغام یې رد کړ او ویې ویل، چې «د ګازو او ګازو د عرضې په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته.»

د اصفهان د ګازو د شرکت اجراییه رییس هم په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د اصفهان ښاریانو ته د ګازو د جریان د بندیدو په هکله استول شوی پیغام جعلی دی.

تر دې مخکې د ایران د ګازو د شبکې د رهبرۍ د مرکز مشر سعید عقلي دغه چاودنې «ورانکاره ترهګریز عمل» وباله.

فارس خبری اژانس د چارشنبې په سهار خبر ورکړ چې د ګازو د چاودیدونکو موادو د لیږد اصلي لین د فارس خلیج د تصفیې له فابریکو څخه د تهران، اصفهان او مشهد په شمول لویو ښارونو ته د طبیعي ګاز د لیږد اصلي شریان دی.

دغو چاودنو د پېښې ځای ته څېرمه لارې د څو ساعتونو لپاره تړلې وې او د شاوخوا کلیو اوسېدونکو د وېرې له امله په ساعتونو ساعتونو په سړکونو کې شپې تېرولې.

د راپورونو له مخې، د چاودنې غږ او د اور لمبې تر ۶۰کیلومترۍپورې لیدل کېدلې او په لسګونو کلیو کې ګازو پرې شوې.

د تاجکستان ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د افغانستان او سرحدي مسالو پر وضعیت خبرې کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د دې هېواد ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د ټېلیفوني خبرو له لارې د تاجکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارې او د دوو اړخيزو ګټو او د افغانستان پر وضعیت او د پولې پر امنیتي ټینګښت خبرې کړي دي.

د تاجکستان د ولسمشري مطبوعاتي دفتر يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د اروپايي شورا مشر چارلس ميشل دغه ټلیفوني خبري نن چهار شنبه کړي دي.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخې، چې ښاغلي رحمان د سياسي، سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا په برخه کې د دواړو لوريو د خبرو د لا پياوړتيا پر اهميت ټينګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي: « دواړو خواو د افغانستان د وضعیت، د تاجکستان او افغانستان د پولو د پياوړتيا په ګډون د امنيتي مسايلو په اړه هم خبري کړي او په دې برخه کې دواړو ډاډ څرګند کړ، چې د ګډو همکاريو پروګرامونه به دوام ومومي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي رحمان همدا دول د زرغون اقتصاد او شنې انرژۍ د پالیسیو د پلي کولو لپاره د لا فعال ګډ کار په اړه هم خبرې وکړې.

دواړو لورو هيله څرګنده کړه، چې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا په بڼه کې به اغېزمن تعامل دوام ومومي او د بېلا بېلو مسايلو په اړه د دواړو سيمو خبرې اترې به لا پياوړې شي.

مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دوی د راتلونکو اړیکو د مهالوېش په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

د غزې جګړه او جلا شوی میین؛ د میینانو په ورځ جلا شوی میین د خپلې مینې د لیدو هیله لري

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۰

یوسف شاله په تمه و، چې د میینانو په ورځ خپلې کوژدنې ته د ګلو ګېډۍ او ټیډي بیر (نانځکه) واخلي؛ خو د غزې جګړې دواړه سره جلا کړل. یوازینی رومانتیک کار چې شاله یې کولی شي خپلې مینې ته د مینې غږیز پیغام لیږل دي.

شاله چې پلان یې لرلو له بادې سره واده وکړي وویل: «موږ ته هېڅ ښکلا نه ده پاتې. له جګړې وروسته به چېرته ځو؟»

دې جوړې د روژې په میاشت کې د خپلو کورنیو د لیدلو پلان لاره. هغه وویل: «کور کې د لیدلو لپاره هېڅوک نه دي پاتي. زموږ ټول خپلوان په نښه شول او ټول په هوایي بریدونو کې ووژل شول.»

شاله د اسراییل د برید له امله له خپل کور بیت لحیه څخه وتښتید او خان یونس ته راغلی او اوس په رفح ښار کې اوسي. د هغه لپاره سخته ده چې خپله مینه وګوري.

دوی یو بل ته غږیز پیغامونه لیږي؛ خو په رفح کې د اړیکې نیول خورا ستونزمنه ده، حتا د شاله غږیز پیغام تر دوه ورځو هم بادې ته نه رسیږي.

شاله وویل: «زه په تمه یم چې له بادې سره اړیکه ونیسم او دا معمولي ډالۍ ورته ورکړم.»

هغه یو شال وښود، چې د خپلې مینې بادې لپاره یې اخیستی و.

شاله وویل: "د ویلنټاین یا د میینانو ورځ د سره ګلابونو او سرو زړونو لپاره پېژندل کیږي؛ خو اوس سور د وینې رنګ دی. هر څه چې ګورئ سره دي مرګ، تباهي او هر څه.»

په غزه کې د اسراییل جګړه د اکټوبر له اوومې کله چې د حماس وسله والو پر اسراییل برید وکړ او شاو خوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۳ کسان یې یرغمل کړل، پیل شوه.

د غزې د روغتیایی چارواکو په وینا؛ په غزه باندې د اسراییل بریدونو تر اوسه پورې له ۲۸ زرو څخه ډېر خلک وژلي چې ډیری یې په خځلو کې پراته دي.

محمود عباس له حماس څخه غوښتي چې د اوربند موافقه ومني

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په یوه بیان کې له حماس څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اوربند د موافقې د نهايي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د عباس په وينا؛ کېدلی شي د حماس دغه اقدام د فلسطيني ولس لپاره د يوه بل ناورين او د هغې د درنو پايلو مخه ونيسي.

عباس پر امریکا او عربي هېوادونو هم غږ وکړ، چې د ژر تر ژره اوربند لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د اسراییل د بمباریو او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې د غزې تړانګې ډېری برخه ویجاړه شوې.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ تر اوسه ۲۸ زره ۳۴۰ فلسطینیان وژل شوي، ۶۷ زره ۹۸۴ نور ټپیان شوي او ګڼ نور د نړیدلو ودانیو لاندې ښخ شوي دي.