پوتین: د امریکا د ولسمشرۍ له پاره له ټرمپ څخه بایډن غوره دی

د روسیې ولسمشر وایي، د امریکا د ولسمشرۍ لپاره له ټرمپ څخه بایډن ته ترجیح ورکوي. ولادیمیر پوتین دا رنګه ویلي، هر کس چې د امریکا ولسمشر شي هغه چمتو دی چې ورسره همکاري وکړي.

د روسیې ولسمشر وایي، د امریکا د ولسمشرۍ لپاره له ټرمپ څخه بایډن ته ترجیح ورکوي. ولادیمیر پوتین دا رنګه ویلي، هر کس چې د امریکا ولسمشر شي هغه چمتو دی چې ورسره همکاري وکړي.
هغه د روسیې دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې بایډن «تجربه لرونکی او د وړاندوینې وړ» کس دی.
ښاغلي پوتین د روسیې -۱ ټلویزیون سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په شپه خپره شوه، د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیې ته د امریکا د ولسمشرۍ لپاره بایډن ښه دی که ټرمپ غوره دی، وویل: بایډن تجربه لرونکی او د وړاندوینې وړ کس دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دونالډ ټرمپ «د امریکا او د هغه د متحدانو د پرمختیا په برخه کې خپل ځانګړی لیدلوری لري.»
د روسیې ولسمشر همدا رنګه د ناټو د پرمختګونو او په دغې ټلواله کې د اوکراین د احتمالي ورګډېدو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.
ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ: موږ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه اندېښمن یو، ځکه دغه څه د روسیې امنیت ګواښي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د غړي او د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر څوکۍ له پاره د نوماند علي امین ګندا پور د نیولو غوښتنه شوې ده.
سره له دې چې تر اوسه ښاغلي ګنداپور د دغې څوکۍ لپاره لوړه نه ده کړې؛ خو پر نوموړي تور پورې شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې یې په ازاد کشمیر کې د ټاکنو پر مهال ټاکنیزې سرغړونې کړي او نوموړی دې د دغې څوکۍ پر ځای محکمې ته راکاږل شي.
دا رنګه د ډېره اسماعیل خان له پولیسو هم غوښتنه شوې، چې هغه دې ونیسي او محکمې او قانوني ادارو ته دې یې وسپاري.
پر ښاغلي ګنداپور دغه تور د وکیل ذوالقرنین لهخوا لګول شوی دی.
هغه دغه تور د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې پر ښاغلي ګنداپو لګولی و، چې د ازاد کشمیر په ټاکنو کې یې د یو ولاړ نوماند په ګټه کمپاین چلولی دی، په لګول شوي تور کې ویل شوي چې نوموړی هغه مهال د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پر وخت وفاقي وزیر و او له خپل واکه یې ناوړه ګټه پورته کړې وه.
له دې وروسته به ښاغلی ګندا پور محکمې ته حاضرېږي او ښایي د ضمانت په ورکولو سره یې دغه تور وځنډول شي.
په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر ښاغلي ګندا پور له دې وړاندې هم له شلو زیات نور تورونه شته، چې ښایي په راتلونکې کې به يو په یو پر نوموړي ولګول شي او د هر تور د سپینولو له پاره هغه اړ دی چې محکمې ته ځواب ووایي.
داسې راپورونه هم شته، چې یو شمېر سیاستوال لکه اسد قيصر، مشتاق غني، عاطف خان او شهرام ترکۍ هم د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د څوکۍ له پاره د علي امين ګنډاپور په نوماندۍ ناخوښه دي.

د امریکا د میزوري ایالت په کنساس ښار کې د (سوپر بول) د بري په پرېډ ډزې شوي چې لږ تر لږه یو کس یې وژلی او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي. پوليس وايي، د دې پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي، خو تر اوسه پورې د دې پېښې لامل نه دى څرګند.
د پولیسو په وینا په ټپیانو کې د ۱۵ تنو ټپونه ژور دي.
د امريکا د فوټبال ملي ليګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې ټورنمنټ ټول لوبغاړي، روزونکي او تخنيکي کارکوونکي روغ دي.

ایران انټرنشنل په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې د ایران او افغانستان پوله کې میشتې سلفي ډلې د ایران په څو برخو کې د ګازو پر نلونو د بریدونو مسوولیت په غاړه درلود. د چهارشنبې ورځې په سهار شاوخوا یوه نیمه بجه د فارس، چهار محال او بختیاري ولایتونو کې دوه درنې چاودنې وشوې.
دا دوه خونړۍ چاودنې د سلواغې په ۲۵مه، د چهارمحل ولایت د حلوایي بورجن په لاره او د فارس ولایت د صفا شهر په حرم بید کې د بختیاری او قادر اباد په دره کې شوي دي.
د ایران انټرنشنل د دغې سلفي ډلې د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
په ایراني رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو او د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په لسګونو کلیو کې ګاز پرې شوی او په دوو ولایتونو کې د ګازو عرضه دولتي دفترونو او صنایعو پورې محدوده شوې ده.
د ایران انټرنشنل له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ایران د ګازو د لیږد نل کې چاودنې د ګازو د پایپ لاینونو د مستقیم تخریب له امله رامنځته شوى.
له چاودنې څو ساعته وروسته د اصفهان د ګازو شرکت ته منسوب یو پیغام د اصفهان ښاریانو ته د "ګازو د قطع کولو خبرتیا" تر سرلیک لاندې واستول شو، چې پکې ویل شوي "په راتلونکو څو ساعتونو کې به په ټول هېواد کې د ګاز جریان قطع شي. د جریان د بیرته راستنیدو دقیق وخت نه دی معلوم."
په دې پیغام کې دا سپارښتنه هم شوې چې خلک دې په "خوراکي، اوبو او د تودولو وسایلو" سمبال شي.
څو شېبې وروسته له همدې شمېره یو بل پیغام هم هېوادوالو ته واستول شو، چې پخوانی پیغام یې رد کړ او ویې ویل، چې «د ګازو او ګازو د عرضې په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته.»
د اصفهان د ګازو د شرکت اجراییه رییس هم په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د اصفهان ښاریانو ته د ګازو د جریان د بندیدو په هکله استول شوی پیغام جعلی دی.
تر دې مخکې د ایران د ګازو د شبکې د رهبرۍ د مرکز مشر سعید عقلي دغه چاودنې «ورانکاره ترهګریز عمل» وباله.
فارس خبری اژانس د چارشنبې په سهار خبر ورکړ چې د ګازو د چاودیدونکو موادو د لیږد اصلي لین د فارس خلیج د تصفیې له فابریکو څخه د تهران، اصفهان او مشهد په شمول لویو ښارونو ته د طبیعي ګاز د لیږد اصلي شریان دی.
دغو چاودنو د پېښې ځای ته څېرمه لارې د څو ساعتونو لپاره تړلې وې او د شاوخوا کلیو اوسېدونکو د وېرې له امله په ساعتونو ساعتونو په سړکونو کې شپې تېرولې.
د راپورونو له مخې، د چاودنې غږ او د اور لمبې تر ۶۰کیلومترۍپورې لیدل کېدلې او په لسګونو کلیو کې ګازو پرې شوې.

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د دې هېواد ولسمشر د اروپايي شورا له مشر سره د ټېلیفوني خبرو له لارې د تاجکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارې او د دوو اړخيزو ګټو او د افغانستان پر وضعیت او د پولې پر امنیتي ټینګښت خبرې کړي دي.
د تاجکستان د ولسمشري مطبوعاتي دفتر يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د اروپايي شورا مشر چارلس ميشل دغه ټلیفوني خبري نن چهار شنبه کړي دي.
د خبرپاڼي د معلوماتو له مخې، چې ښاغلي رحمان د سياسي، سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا په برخه کې د دواړو لوريو د خبرو د لا پياوړتيا پر اهميت ټينګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي: « دواړو خواو د افغانستان د وضعیت، د تاجکستان او افغانستان د پولو د پياوړتيا په ګډون د امنيتي مسايلو په اړه هم خبري کړي او په دې برخه کې دواړو ډاډ څرګند کړ، چې د ګډو همکاريو پروګرامونه به دوام ومومي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي رحمان همدا دول د زرغون اقتصاد او شنې انرژۍ د پالیسیو د پلي کولو لپاره د لا فعال ګډ کار په اړه هم خبرې وکړې.
دواړو لورو هيله څرګنده کړه، چې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا په بڼه کې به اغېزمن تعامل دوام ومومي او د بېلا بېلو مسايلو په اړه د دواړو سيمو خبرې اترې به لا پياوړې شي.
مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دوی د راتلونکو اړیکو د مهالوېش په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

یوسف شاله په تمه و، چې د میینانو په ورځ خپلې کوژدنې ته د ګلو ګېډۍ او ټیډي بیر (نانځکه) واخلي؛ خو د غزې جګړې دواړه سره جلا کړل. یوازینی رومانتیک کار چې شاله یې کولی شي خپلې مینې ته د مینې غږیز پیغام لیږل دي.
شاله چې پلان یې لرلو له بادې سره واده وکړي وویل: «موږ ته هېڅ ښکلا نه ده پاتې. له جګړې وروسته به چېرته ځو؟»
دې جوړې د روژې په میاشت کې د خپلو کورنیو د لیدلو پلان لاره. هغه وویل: «کور کې د لیدلو لپاره هېڅوک نه دي پاتي. زموږ ټول خپلوان په نښه شول او ټول په هوایي بریدونو کې ووژل شول.»
شاله د اسراییل د برید له امله له خپل کور بیت لحیه څخه وتښتید او خان یونس ته راغلی او اوس په رفح ښار کې اوسي. د هغه لپاره سخته ده چې خپله مینه وګوري.
دوی یو بل ته غږیز پیغامونه لیږي؛ خو په رفح کې د اړیکې نیول خورا ستونزمنه ده، حتا د شاله غږیز پیغام تر دوه ورځو هم بادې ته نه رسیږي.
شاله وویل: «زه په تمه یم چې له بادې سره اړیکه ونیسم او دا معمولي ډالۍ ورته ورکړم.»
هغه یو شال وښود، چې د خپلې مینې بادې لپاره یې اخیستی و.
شاله وویل: "د ویلنټاین یا د میینانو ورځ د سره ګلابونو او سرو زړونو لپاره پېژندل کیږي؛ خو اوس سور د وینې رنګ دی. هر څه چې ګورئ سره دي مرګ، تباهي او هر څه.»
په غزه کې د اسراییل جګړه د اکټوبر له اوومې کله چې د حماس وسله والو پر اسراییل برید وکړ او شاو خوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۳ کسان یې یرغمل کړل، پیل شوه.
د غزې د روغتیایی چارواکو په وینا؛ په غزه باندې د اسراییل بریدونو تر اوسه پورې له ۲۸ زرو څخه ډېر خلک وژلي چې ډیری یې په خځلو کې پراته دي.
