قهار بلخي: اذربایجان په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پرانیستلو په اړه رسمي لیک وړاندې کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې په کابل کې د اذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په تعارفي ناسته کې په کابل کې د سفارت پرانیستلو په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک وړاندې کړ.