کاظمي قمي: اروپا باید له افغانستان سره مرستې له «سیمه ییزو اړیکو سره ونه تړي"

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي په اروپایی اتحادیه کې يې خپل سیال ته وویل، چې اروپا باید بشردوستانه مرستې "له خپلو سیمه ایزو اړیکو سره ونه تړي". حسن کاظمي قمي پر اېکس پاڼه ليکلي، چې له توماس نیکلسون سره یې ډېره روښانه او رغنده ناسته درلوده.





