• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قرغزستان ولسمشر: په افغانستان کې شل ترهګرې ډلې شته او ښايي له یو بل سره ایتلاف وکړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د قرغزستان ولسمشر وايي په افغانستان کې تر ۲۰ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت لري، چې داعش ډله یې تر ټولو فعاله او خطرناکه ده. صدر جباروف خبرداری ورکړ، چې دا ډلې پر خپل منځي اختلافاتو سربېره دوی په چټکۍ نوي ایتلافونه جوړولی شي.

د قرغزستان ولسمشر دغه څرګندونې په بشکیک کې د افغانستان په شپږمه امنیتي غونډه کې وکړې.

هغه په ​​دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور کې خبرداری ورکړ، چې ښايي «د طالبانو مخالف کسان» هم د افغانستان د واک ترلاسه کولو لپاره له ځینو ترهګرو سره ایتلاف وکړي.

په دې غونډه کې د ایران، روسیې، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان امنیتي چارواکو ګډون کړی و.

د قرغزستان جمهور رييس په دې غونډه کې برخه اخيستونکو هېوادونو ته په خطاب کې وويل، چې افغانستان دا مهال د پراخو ګواښونو سره مخ دی.

ښاغلي جباروف په ځانګړي ډول د داعش نوم واخیست او دا ډله یې په افغانستان کې تر ټولو فعاله او خطرناکه ترهګره ډله وبلله.

هغه د افغانستان اوسنی وضعت د منځنۍ اسيا لپاره د خطر زنګ وباله او وړاندوينه یې وکړه، چې په ډېر احتمال سره به ترهګرې ډلې هڅه وکړي، چې له اسیايي هېوادونو ځوانان جلب کړي.

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشیف هم په دې غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د څه باندې ۲۳ زره وسله والو په ګډون ۲۰ ترهګریز سازمانونه شته.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

هندي چارواکی:طالبان دې لشکر طیبه او جیش محمد ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې فعالیت وکړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د هند د ملي امنیت شورا مرستیال وېکرام مېسري له طالبانو غوښتي، چې افغانستان کې دې لشکر طیبه او جیش محمد ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. هغه په بېشکېک کې د سیمې د امنیتي چارواکو په ناسته کې وویل، طالبان دې دغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې هلته پوځي زده‌کړې وکړي او یا پټنځایونه ولري.

هندي خبري رسنۍ «نیوز۱۸» راپور ورکړی، چې ښاغلي وېکرام په بېشکېک کې د سیمې د هېوادونو امنیتي چارواکو ناستې ته ویلي چې طالبان باید د لشکر طیبه او جیش محمد ترهګرو ډلو غړو ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې روزنتونونه او پټن ځایونه ولري.
لشکر طیبه او جیش محمد دوه پاکستانۍ مذهبي ډلې دي، چې هند یې ترهګرې بولي.

هند پر یو شمېر بریدونو کې چې په ۲۰۰۱ کال کې د هغه هېواد په پارلمان شوی و او دا رنګه په ممبيي کې د تاج پر هوټل شوي برید کې هم د لشکر طیبه ډله ښکېله بولي.
دغه دواړه ډلې له هند څخه د کشمیر د بېلوالي لپاره هڅې کوي او د امریکا په ګډون ډېر هېوادونه دغه ډلې «ترهګرې» بولي.
د هند د ملي امنیت شورا مرستیال دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د سیمې د هېوادونو د امنیتي چارواکو په وړاندې وکړه.
ښاغلي مېسري ټینګار لاره، چې هېواد یې تل د افغانستان په پېښو کې رغنده ونډه لرلې او په راتلونکې کې به هم د یو مهم لوبغاړي په توګه پاتې شي.

هغه زیاته کړه، هند داسې ګڼي چې د افغانستان مسلې د حل لپاره په کار ده چې له «ټولنیز چلنده» کار واخیستل شي.
په دغې ناسته کې د ایران، روسیې، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان امنیتي چارواکو برخه لرله.

پاکستان: د ډیورنډ کرښې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال خبرې خیالي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د نارسمي‌توب په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونې «خودخواهانه او خیالي» بللي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې د دغو خبرو پر ځای د پاکستان امنیتي اندېښنو ته رسیدګي وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه)په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د قانوني‌توب او سپېڅلوالي په اړه هر ډول خودخواهانه او خیالي ادعا، نشي کولای چې جغرافیایي، تاریخي او د نړیوالو حقونو واقعیتونه بدل کړي."

تر دې مخکې ښاغلي ستانکزي له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۵ کلیزې لمانځعونډې ته ویلي، چې افغانستان په ټول عمر ډیورنډ په رسمیت نه دی پيژندلي او نه به یې وپيژنی.

ستانکزي وویل نیمه ټوټه افغانستان جلا دی او له ډیورنډ کرښې اخوا پروت دی.

عباس ستانکزي وویل، چې ډیورنډ کرښه انګرېزانو د افغانانو پر زړه تېره کړې ده او پر دغه کرښه اوښتو لپاره د پاکستان له خوا د د پاسپورټ او ویزې اصول پلي کول ورته د منلو نه دي او نه عملي کیدلی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال د دغو څرګندونو په غبرګون کې دغې ډلې ته سپارښتنه کړې چې د «داسې نامناسبه څرګندونو پرځای چې د خلکو پام بل لور ته اړوي» د پاکستان اصلي امنیتي اندېښنو ته دې پام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پولې دواړو غاړو ته د خلکو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ لپاره د نړۍوالو معیارونو پراساس اسانتیاوې برابروي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله لانجه کومه نوې خبره نه ده. په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان ټولو حکومتونو دغه پوله په رسمیت نه ده پیژندلې.‌ د کرزي د حکومت پر مهال، ټولو دولتي ادارو ته ویل شوي و، چې دغه پوله "د ډیورند د فرضي کرښې" په نوم یاده کړي. خو پاکستان وايي، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي پوله ده او په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوې.

د افغانستان ۶مه امنیتي غونډه په بیشکک کې د سیمې هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې وشوه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان شپږمه امنیتي غونډه د جمعې په ورځ - د سلواغې په ۲۷مه - د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ایران، روسیې، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان امنیتي چارواکو ګډون کړی وو.

د قرغزستاني او روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې غونډې د ګډون کوونکو پلاوو مشرانو د غونډې په پیل کې دقرغزستان له ولسمشر سره وکتل.

د دې غونډې تر جوړیدو وړاندې د سیمې د هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو ترمنځ هم لیدنې شوې وې.

د افغانستان امنیتي غونډو لړۍ د تهران په وړاندیز پیل شوې وه او تر اوسه داسې شپږ غوندې د سیمې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوې دي.

په دې غونډو کې، د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت لوړ پوړي چارواکو د افغانستان پورې تړلو مهمو امنیتي او سیاسي مسایلو او د سیمې د خلکو لپاره د هغې پر پایلو بحث کوي.

تر اوسه د دغې غونډې د محتوا په اړه ډېر معلومات په رسنيو کې نه دي خپاره شوي.

د ایران دولتي خبری اژانس (ایرنا) په راپور کې راغلي ،چې د علی خامنه ای استازی او د ملی امنیت د سترې شورا منشي علی اکبر احمدیان د سیمې سیاسی او امنیتی مسایلو کې د ایران نظر څرګند کړی، خو د دې نظر جزییات د ایرنا په راپور کې نه دي راغلي.

تر دې مخکې د روسیې خبري اژانس ریانووسي خبر ورکړی و، چې د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف په دې غونډه کې ویلي وو، چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کېړد ۲۳ زره جنګیالیو په ګډون ۲۰ ترهګریز ې ډلې موجودې دي.

ښاغلي پاتروشیف دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د مخدره توکو قاچاق نه دی کم شوی او خبرداری یې ورکړ چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.

د بښنې نړیوال سازمان: د دوحې غونډې ګډونوال دې د طالب چارواکو د مجازاتو معافیت پای ته ورسوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د دوحې غونډې پر ګډونوالو غږ کړی، چې له مجازاتو د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي. دوی وايی، دا فرهنګ له طالبانو سره د بشري حقونو په سر غړونه کې مرسته کوي.

دغه سازمان ویلي چې د دوحې غونډه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د متحد او همغږي اقدام لپاره یو مهم فرصت دی.

د بښنې نړیوال سازمان مشر دیپروس موچنا وايي، طالبانو په افغانستان کې چارواکو په توګه د نړیوالو قوانینو له مخې د دغه هېواد مکلفیتونه په بشپړه توګه له پامه غورځولي او د بیان ازادي، د سوله ییزو غونډو حق او عدالت ته د لاسرسي حق یې سخت محدود کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان دغه چارواکي ویلي، پر ښځو او نجونو د طالبانو تبعیضي بندیزونه او د ټولنې له عامه برخو یې محوه کول، په دې وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.

ښاغلي موچنا د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، د ملګرو ملتونو له لوړ پوړو چارواکو او د دوحې په ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو له ټولو ځانګړيو استازو څخه وغوښتل، چې طالبان دې ژر تر ژره د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.

هغه دا هم وویل چې د دوحې د غونډې ګډونوال باید د ټولو هغو کسانو د خلاصون غوښتنه وکړي چې طالبانو په خپلسر او بې قانوني بندیان کړي دي.

د پوتین یو مشهور مخالف الیکسي نوالني په زندان کې مړ شو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د روسیې د زندانونو ادارې ویلي، د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني په پولار وولف زندان کې، له قدم وهلو وروسته، په ناڅاپي توګه پر ځمکه لویدلی او مړ شوی دی. نوموړي په دغه زندان کې د خپل ۳۰ حبس موده تیروله.

د زندان چارواکو ویلي، د ولادیمیر پوتین دغه منتقد د جمعې پر ورځ له یو څه پیاده مزل وروسته "ښه احساس نه کاوه" او "سملاسي بې هوښه شو".

د هغوی په وینا، د زندان د طبي ټیم او امبولانس کارمندانو له هڅو سره، نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الکسي نوالني په مرګ خبر شوی دی.

د ۴۷ کلن پخوانی وکیل نوالني مړینه، د روسیې اپوزیسیون د یو خورا زړور او کریزماتیک رهبر له شتونه په داسې حال کې بې برخې کوي، چې پوتین د ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

اټکل دی چې په دې ټاکنو سره به د کې جي بي پخوانی جاسوس پوتین تر ۲۰۳۰ کال پورې په واک کې وساتي.

د نوالني میرمن یولیا وايي، په دې باور نشي کولای چې ګواکې خاوند یې په خپل مرګ مړ شوی، ځکه چې "پوتین او د هغه حکومت ... په پرله پسې توګه دروغ وايي".

هغې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: "که خاوند مې په خپل مرګ مړ شوی هم وي، پوتین او د هغه ملګري به د هغه څه په سبب مجازات شي چې زموږ له هیواد سره او یا یې زما له کورنۍ سره کړي دي ".