• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: د دوحې غونډې ګډونوال دې د طالب چارواکو د مجازاتو معافیت پای ته ورسوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د دوحې غونډې پر ګډونوالو غږ کړی، چې له مجازاتو د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي. دوی وايی، دا فرهنګ له طالبانو سره د بشري حقونو په سر غړونه کې مرسته کوي.

دغه سازمان ویلي چې د دوحې غونډه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د متحد او همغږي اقدام لپاره یو مهم فرصت دی.

د بښنې نړیوال سازمان مشر دیپروس موچنا وايي، طالبانو په افغانستان کې چارواکو په توګه د نړیوالو قوانینو له مخې د دغه هېواد مکلفیتونه په بشپړه توګه له پامه غورځولي او د بیان ازادي، د سوله ییزو غونډو حق او عدالت ته د لاسرسي حق یې سخت محدود کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان دغه چارواکي ویلي، پر ښځو او نجونو د طالبانو تبعیضي بندیزونه او د ټولنې له عامه برخو یې محوه کول، په دې وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.

ښاغلي موچنا د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، د ملګرو ملتونو له لوړ پوړو چارواکو او د دوحې په ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو له ټولو ځانګړيو استازو څخه وغوښتل، چې طالبان دې ژر تر ژره د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.

هغه دا هم وویل چې د دوحې د غونډې ګډونوال باید د ټولو هغو کسانو د خلاصون غوښتنه وکړي چې طالبانو په خپلسر او بې قانوني بندیان کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پوتین یو مشهور مخالف الیکسي نوالني په زندان کې مړ شو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د روسیې د زندانونو ادارې ویلي، د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني په پولار وولف زندان کې، له قدم وهلو وروسته، په ناڅاپي توګه پر ځمکه لویدلی او مړ شوی دی. نوموړي په دغه زندان کې د خپل ۳۰ حبس موده تیروله.

د زندان چارواکو ویلي، د ولادیمیر پوتین دغه منتقد د جمعې پر ورځ له یو څه پیاده مزل وروسته "ښه احساس نه کاوه" او "سملاسي بې هوښه شو".

د هغوی په وینا، د زندان د طبي ټیم او امبولانس کارمندانو له هڅو سره، نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الکسي نوالني په مرګ خبر شوی دی.

د ۴۷ کلن پخوانی وکیل نوالني مړینه، د روسیې اپوزیسیون د یو خورا زړور او کریزماتیک رهبر له شتونه په داسې حال کې بې برخې کوي، چې پوتین د ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

اټکل دی چې په دې ټاکنو سره به د کې جي بي پخوانی جاسوس پوتین تر ۲۰۳۰ کال پورې په واک کې وساتي.

د نوالني میرمن یولیا وايي، په دې باور نشي کولای چې ګواکې خاوند یې په خپل مرګ مړ شوی، ځکه چې "پوتین او د هغه حکومت ... په پرله پسې توګه دروغ وايي".

هغې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: "که خاوند مې په خپل مرګ مړ شوی هم وي، پوتین او د هغه ملګري به د هغه څه په سبب مجازات شي چې زموږ له هیواد سره او یا یې زما له کورنۍ سره کړي دي ".

امریکا ته په لار د ۲۷ کډوالو بېړۍ ډوبه شوې چې ډېری یې افغانان دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د هغو ۲۷ کډوالو بېړۍ د پاناما په کارایب سمندرغاړه کې کې ډوبه شوې چې ډېری یې افغانان دي او امریکا ته د تلو تکل یې درلود. د پاناما د عامه خوندیتوب وزارت وايي، په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي او د پاتې ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د اې پي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه تېره چارشنبه شوې ده.

دا اژانس د پاناما چارواکو د پرونۍ اعلامیې په حواله لیکي: «کښتۍ کې ۲۷ کسان وو چې ډېری یې افغانان وو. د چارشنبې په ورځ په ګیانا یالا سیمه کې ډوبه شوه.»

د پاناما د عامه خوندیتوب وزیر خوان پینو د کولمبیا یوه ځايي قاچقبره ډله د دغې سیمې له لارې امریکا ته د کډوالو پر قاچاق تورنوي.

دی وايي، قاچاقبر دا کډوال بدې هوا، سختو څپو او د خوندیتوب واسکټ ته له پام پرته دوی سمندر ته ور کوزوي.

د نوموړي په خبره، دا کډوال هم له لرې راځي او د سمندر یا ځنګل له خطره ډکه لار کې مري.

تېر کال له دې لارې پنځو لکو کسانو امریکا ته د تلو هڅو کړې چې تر تېرو کلونو دوه برابره ده.

په زرګونو افغانان تېر کال برازیل ته رسېدلي، چې پکې ځینو له دې لارې امریکا ته د تلو هڅه کړې ده.

د پاناما کډوالۍ اداره وايي، تېره جنورۍ کې هم ۳۲۶ افغانان له دې لارې تللي دي.

تېر کال امریکا ته د تلو په تکل څلور زره ۲۶۷ افغانان پاناما ته تللي او په ۲۰۲۲ کې دا شمېر دوه زره دوه سوه شل و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: اصف درانی به د دوحې غونډه کې د اسلام اباد استازیتوب وکړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن وویل چېد افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی اصف درانی به د دوحې غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان په اړه د دوحې دویمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه جوړېږي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې ټام ویسټ او رینا امیري به په دې غونډه کې د امریکا په استازیتوب ګډون وکړي.

د دوحې غونډه کې به د بېلا بېلو هېوادونو ځانګړي او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې طالبانو ته د دوحې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې، خو دغې ډلې ویلي چې د غونډې د جوړښت او اجنډا په اړه له پوهېدو وروسته به په دغه ناسته کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

ملګري ملتونه وايي، دې غونډې ته د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي هم بلل شوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا بلنه چا ترلاسه کړې ده.

د دوحې د غونډې په څنډه کې د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې د افغانانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضونو غږونه خپاره شوي دي.

اعتراض کوونکي وايي، د طالبانو دریځ چې د بشري حقونو په پراخ سرغړونو او جنګي جرمونو تورن دي، د هاګ د محکمې تر شا ولاړ وای، نه د سیاسي خبرو اترو میز ته.
​

عباس ستانکزی: په ټول عمر کې مو ډیورنډ په رسمیت نه دی پېژندلی او نه یې پېژنو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۵ کلیزې لمانځعونډې ته ویلي، افغانستان په ټول عمر ډیورنډ په رسمیت نه دی پيژندلي او نه به یې وپيژنی. ستانکزي وویل نیمه ټوټه افغانستان جلا دی او له ډیورنډ کرښې اخوا پروت دی.

عباس ستانکزي وویل، چې ډیورنډ کرښه انګرېزانو د افغانانو پر زړه تېره کړې ده او پر دغه کرښه اوښتو لپاره د پاکستان له خوا د د پاسپورټ او ویزې اصول پلي کول ورته د منلو نه دي او نه عملي کیدلی شي.

ستانکزی همداراز د ډیورنډ کرښې په اږودو کې د پاکستان لخوا اقداماتو په اړه وايي: «د دوی دا عمل او دا تصمیم به د ۱۹۷۱ کال د بنګال موضوع را سر ته کیږي، او انشاالله دا ملکونه به ازادیږي.»

ستانکزي پاکستان ته په اشارې سره وویل چې دغه هیواد په ډېر ظالمانه توګه افغانان له هغه ځایه باسي او ورته وايي تاسو خپل وطن ته لاړ شئ: « دوی په دې شرمیږي هم نه او نه هم په دې حیا ورځي چې دا وطن خو د دوی دی او زمونږ وطن خو نه دی کنه»

د طالبانو دغه چارواکی د پاکستان په اړه یو بلې موضوع ته هم اشاره وکړه: «دا چې افغانستان ته په شلو کلونو کې هره مرمۍ راغلې هر توپ او طیاره راغلې ده، زما د مجاهد پر تندي او سینه لکېدلې ده، ددې تاریخ معلوم دی او خلک یې معلوم دي مدعیان زمونږ معلوم دي، که افغانستان ارامه کېدو او پر خپلو پښو درېده بیا به د هرې مرمۍ حساب سره کوو.»

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځه د ډیورنډ کرښې په بحثونه توده دي او دواړه لوري مقامات د ډیورنډ کرښې په اړه خپل دریځونه بیانوي.

د ایران غبرګون: باید وګورو چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې څه تخم کرلی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې مشر رسول موسوي د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي خبرو ته غبرګون وښود. زلمي خلیلزاد پرون کانګرس ته وویل: «کوم تخم چې امریکا په افغانستان کې کرلی مېوه به ور کړي.»

ښاغلی موسوي په خپل ټوېټ کې د نوموړي دا خبره د دې غونډې «تر ټولو مهم پیغام» بولي او په غبرګون کې یې لیکي: «باید ووینو چې څه تخم یې کرلی او څه ډول مېوه ترې غواړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پرون د دوحې له موافقې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو د سختو نیوکو پر وړاندې د دفاع وکړه.

نوموړي وویل، چې د پخوانی ولسمشر غني او د امنیتي ادارو مشران د دې پر ځای چې دفاع وکړي؛ هوايي ډګر ته لاړل او وطن یې پرېښود.

هغه وویل، چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه لاره، ځکه چې د طالبانو پر وړاندې یې د بریا هیله او د افغانستان په «ضعیف او فاسد حکومت» یې باور له لاسه ورکړی و.

کله چې وپوښتل شوخو د افغانستان لپاره به څه راتلونکې ممکنه وي؟

د خلیلزاد ځواب دا و: “د افغانستان وروستی فصل لا نه دی لیکل شوی. د هغه ارزښتونو تخمونه چې موږ کرلي دي د وخت په تېرېدو سره به میوه ورکړي. "