• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا ته په لار د ۲۷ کډوالو بېړۍ ډوبه شوې چې ډېری یې افغانان دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د هغو ۲۷ کډوالو بېړۍ د پاناما په کارایب سمندرغاړه کې کې ډوبه شوې چې ډېری یې افغانان دي او امریکا ته د تلو تکل یې درلود. د پاناما د عامه خوندیتوب وزارت وايي، په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي او د پاتې ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د اې پي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه تېره چارشنبه شوې ده.

دا اژانس د پاناما چارواکو د پرونۍ اعلامیې په حواله لیکي: «کښتۍ کې ۲۷ کسان وو چې ډېری یې افغانان وو. د چارشنبې په ورځ په ګیانا یالا سیمه کې ډوبه شوه.»

د پاناما د عامه خوندیتوب وزیر خوان پینو د کولمبیا یوه ځايي قاچقبره ډله د دغې سیمې له لارې امریکا ته د کډوالو پر قاچاق تورنوي.

دی وايي، قاچاقبر دا کډوال بدې هوا، سختو څپو او د خوندیتوب واسکټ ته له پام پرته دوی سمندر ته ور کوزوي.

د نوموړي په خبره، دا کډوال هم له لرې راځي او د سمندر یا ځنګل له خطره ډکه لار کې مري.

تېر کال له دې لارې پنځو لکو کسانو امریکا ته د تلو هڅو کړې چې تر تېرو کلونو دوه برابره ده.

په زرګونو افغانان تېر کال برازیل ته رسېدلي، چې پکې ځینو له دې لارې امریکا ته د تلو هڅه کړې ده.

د پاناما کډوالۍ اداره وايي، تېره جنورۍ کې هم ۳۲۶ افغانان له دې لارې تللي دي.

تېر کال امریکا ته د تلو په تکل څلور زره ۲۶۷ افغانان پاناما ته تللي او په ۲۰۲۲ کې دا شمېر دوه زره دوه سوه شل و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: اصف درانی به د دوحې غونډه کې د اسلام اباد استازیتوب وکړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن وویل چېد افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی اصف درانی به د دوحې غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان په اړه د دوحې دویمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه جوړېږي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې ټام ویسټ او رینا امیري به په دې غونډه کې د امریکا په استازیتوب ګډون وکړي.

د دوحې غونډه کې به د بېلا بېلو هېوادونو ځانګړي او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې طالبانو ته د دوحې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې، خو دغې ډلې ویلي چې د غونډې د جوړښت او اجنډا په اړه له پوهېدو وروسته به په دغه ناسته کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

ملګري ملتونه وايي، دې غونډې ته د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي هم بلل شوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا بلنه چا ترلاسه کړې ده.

د دوحې د غونډې په څنډه کې د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې د افغانانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضونو غږونه خپاره شوي دي.

اعتراض کوونکي وايي، د طالبانو دریځ چې د بشري حقونو په پراخ سرغړونو او جنګي جرمونو تورن دي، د هاګ د محکمې تر شا ولاړ وای، نه د سیاسي خبرو اترو میز ته.
​

عباس ستانکزی: په ټول عمر کې مو ډیورنډ په رسمیت نه دی پېژندلی او نه یې پېژنو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۵ کلیزې لمانځعونډې ته ویلي، افغانستان په ټول عمر ډیورنډ په رسمیت نه دی پيژندلي او نه به یې وپيژنی. ستانکزي وویل نیمه ټوټه افغانستان جلا دی او له ډیورنډ کرښې اخوا پروت دی.

عباس ستانکزي وویل، چې ډیورنډ کرښه انګرېزانو د افغانانو پر زړه تېره کړې ده او پر دغه کرښه اوښتو لپاره د پاکستان له خوا د د پاسپورټ او ویزې اصول پلي کول ورته د منلو نه دي او نه عملي کیدلی شي.

ستانکزی همداراز د ډیورنډ کرښې په اږودو کې د پاکستان لخوا اقداماتو په اړه وايي: «د دوی دا عمل او دا تصمیم به د ۱۹۷۱ کال د بنګال موضوع را سر ته کیږي، او انشاالله دا ملکونه به ازادیږي.»

ستانکزي پاکستان ته په اشارې سره وویل چې دغه هیواد په ډېر ظالمانه توګه افغانان له هغه ځایه باسي او ورته وايي تاسو خپل وطن ته لاړ شئ: « دوی په دې شرمیږي هم نه او نه هم په دې حیا ورځي چې دا وطن خو د دوی دی او زمونږ وطن خو نه دی کنه»

د طالبانو دغه چارواکی د پاکستان په اړه یو بلې موضوع ته هم اشاره وکړه: «دا چې افغانستان ته په شلو کلونو کې هره مرمۍ راغلې هر توپ او طیاره راغلې ده، زما د مجاهد پر تندي او سینه لکېدلې ده، ددې تاریخ معلوم دی او خلک یې معلوم دي مدعیان زمونږ معلوم دي، که افغانستان ارامه کېدو او پر خپلو پښو درېده بیا به د هرې مرمۍ حساب سره کوو.»

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځه د ډیورنډ کرښې په بحثونه توده دي او دواړه لوري مقامات د ډیورنډ کرښې په اړه خپل دریځونه بیانوي.

د ایران غبرګون: باید وګورو چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې څه تخم کرلی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې مشر رسول موسوي د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي خبرو ته غبرګون وښود. زلمي خلیلزاد پرون کانګرس ته وویل: «کوم تخم چې امریکا په افغانستان کې کرلی مېوه به ور کړي.»

ښاغلی موسوي په خپل ټوېټ کې د نوموړي دا خبره د دې غونډې «تر ټولو مهم پیغام» بولي او په غبرګون کې یې لیکي: «باید ووینو چې څه تخم یې کرلی او څه ډول مېوه ترې غواړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پرون د دوحې له موافقې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو د سختو نیوکو پر وړاندې د دفاع وکړه.

نوموړي وویل، چې د پخوانی ولسمشر غني او د امنیتي ادارو مشران د دې پر ځای چې دفاع وکړي؛ هوايي ډګر ته لاړل او وطن یې پرېښود.

هغه وویل، چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه لاره، ځکه چې د طالبانو پر وړاندې یې د بریا هیله او د افغانستان په «ضعیف او فاسد حکومت» یې باور له لاسه ورکړی و.

کله چې وپوښتل شوخو د افغانستان لپاره به څه راتلونکې ممکنه وي؟

د خلیلزاد ځواب دا و: “د افغانستان وروستی فصل لا نه دی لیکل شوی. د هغه ارزښتونو تخمونه چې موږ کرلي دي د وخت په تېرېدو سره به میوه ورکړي. "

حنیف اتمر: د تاوتریخوالي او جبر له لارې د سیاسي نظام بدلول نامشروع دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر د تاوتریخوالي او جبر له لارې د دغه هېواد د سیاسي نظام بدلون ناروا یا نامشروع بللی دی. حنیف اتمر د افغانستان خلکو ته د ملي حاکمیت د بېرته ستنېدو غوښتونکی شو، خو ویې ویل چې دا بدلون باید په سوله ییز ډول او د خبرو اترو له لارې وشي.

ښاغلي اتمر له یو شمېر افغان سیاسي او مدني فعالانو سره په یوه مجازي ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا خبرې هغه ژمنې وې چې د امریکا حکومت او طالبانو د دوحې د سولې تړون کې پرې ټینګار کړی و.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر څرګنده کړه چې بین الافغاني خبرې د افغان لوريو ترمنځ د خبرو معنا لري او د دوحې هوکړې له مخې دا خبرې یوازې د حکومت او طالبانو ترمنځ نه وې، بلکې یوه داسې پروسه وه چې ټول افغان لوری پکې شامل وو.

ښاغلي اتمر وویل چې دا سیاسي لارښوونې لا هم شته او طالبان باید دا خبرې د خپلو "سیاسي مکلفیتونو او دیني مکلفیتونو" له مخې ترسره کړي.

د افغانستان انټرنشنل خبريال د پوښتنې په ځواب کې د بهرنيو چارو پخواني وزير وويل: تر ​​هغه چې خبرې اترې يوې نتيجې ته ورسيږي او افغانان خپل ملي حاکميت ولري، باید د افغانانو بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي.

هغه زیاته کړه، له بشري حقونو سرغړونې چې اوس په یوه ناورین بدلې شوې، باید ودرول شي او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه مسوولیت لري چې پر وړاندې یې ودرېږي.

ښاغلي اتمر دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د "افغانستان د ملي غورځنګ ایتلاف" په نوم د یوې ډلې له خوا جوړه شوې وه.

دا ایتلاف د افغانستان له پخوانیو ملکي کارکوونکو، دیپلوماتانو، پروفیسورانو، ساینس پوهانو، په بېلابېلو برخو کې متخصصینو، د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو فعالانو او همدارنګه د افغانستان دننه او بهر د ځوانانو له استازو څخه جوړ شوی دی.

دغه ایتلاف چې حنیف اتمر یې هم غړی دی، د جمعې په ورځ یوه ویډیويي ناسته وکړه او د دوحې د غونډې په اړه یې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب جوړیږي، خپل نظر څرګند کړ.

په دغه ویډیويي ناسته کې د دغه ایتلاف پرانیسته لیک هم ولوستل شو.

دغه ایتلاف په خپل لیک کې ویلي: "موږ باور لرو چې دا ناسته په افغانستان کې د سولې، امنیت، بشري حقونو او د مشروع حکومتولۍ لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پراختیا او پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري."

په ورته وخت کې په دغه پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې "بې له شکه د افغان حکومت د مشروعیت او پېژندګلوۍ په اړه د نړیوالې ټولنې متحد دریځ او له نړیوالې ټولنې سره د هغه یو ځای کېدل په دې حیاتي موضوع کې د پرمختګ مانا لري." د حکومت مشروعیت باید د افغانانو د ازادې ارادې او رایو، نارینه او ښځینه دواړو، او د افغانستان د نړیوالو ژمنو پوره رعایت شي.

د افغان سیاسي فعالانو اتحاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک ته په اشارې سره وویل: د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په برخه کې هر ډول انحراف او یو اړخیز اقدام د افغانانو د اساسي حقونو او ازادیو له تضمین پرته د حکومت مشروعیت تضمینوي. او له ترهګرۍ سره په هر ډول مبارزه او د هغې څرګندونه بې له شکه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

په ورته وخت کې ایتلاف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی، چې ټاکل شوې د انتونیو ګوتریش له خوا د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو د پلي کېدو په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په موخه وګمارل شي.

په دغه لیک کې چې د افغانستان د څو سیاسي ګوندونو او جریانونو له خوا لاسلیک شوی، د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتل شوي چې د طالبانو ظالمانه سیاستونه پای ته ورسوي، د بشري حقونو وضعیت ښه کړي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره او د هېواد د بشري ناورین د هواري لپاره سخاوتمندانه مرستو ته دوام ورکړي. د دوی وړتیاوې او نفوذ اغیزناک کارول.

د وطن فرهنګي او نشراتي ټولنې، د افغانستان ملي مشارکت غورځنګ، د افغانستان د سولې او عدالت غوښتنې غورځنګ، د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ، د افغانستان ملي متحد ګوند، د ملي محور ګوند، د افغانستان د همپالنې بهیر او د افغانستان د خلکو د همغږۍ شورا لاسلیک کړی دی.
​

د نادر نادري سپارښتنه: د دوحې ناسته باید د بین الافغاني خبرو مشخصات او موخې روښانه کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۰

د پخواني افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي، د افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو د هدفونو په اړه شفافیت ته اړتیا ده. ښاغلي نادري وویل چې په جلاوطنۍ کې سیاسي مشران د واک شریکول غواړي، خو په دې اړه د نړیوالې ټولنې دریځ څرګند نه دی.

ښاغلی نادري چې په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو تجربه لري، وايي چې د لسیزو تجربو پر بنسټ دا تمه بې ځایه ده چې طالبان به د بدیلې حکومتوالۍ د موډلونو په اړه په معناداره خبرو کې برخه واخلي.

دغه افغان سیاستوال ویلي، چې د دوحې غونډه باید د خبرو موارد او اهداف مشخص کړي.

د هغه په ​​وينا، د دوحې غونډه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د سلواغې د مياشتې په وروستيو کې جوړېږي، بايد له څرګندو پړاوونو سره يو پړاويز چلند غوره کړي او په پاى کې د يوه ټول شموله او نماينده حکومت د رامنځته کېدو لامل شي.

د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو حقونه او ازادۍ تضمینوي او د زیان منونکو ډلو ضمانت وکړي.

نادر نادري چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن د غونډې له ګډونوالو څخه و، یوه مقاله خپره کړه او د دوحې د غونډې په اړه یې خپل وړاندیزونه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته وړاندې کړل.

د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته چې د ښاغلي ګوتیریس په کوربه توب د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه ترسره کېږي.

په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه د ثور په یوولسمه او دولسمه په دوحه کې د انتونیو ګوتیریس په کوربه توب جوړه شوه.

په دوحه کې د دویمې ناستې په څنډه کې نادر نادري د طالبانو اداره یو "دیکتاتور" رژیم وباله.

د ښاغلي نادري په مقاله کې راغلي چې طالبانو خپله واکمني د یوه "جبر دیکتاتورۍ" په توګه پیاوړې کړې ده چې بېوزلي په سلو کې ۹۰ ته رسېدلې ده.

ښاغلي نادري چې کابل ته د طالبانو تر ننوتلو مخکې د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون مشري په غاړه درلوده، وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د طالبانو د اعتراضونو په پام کې نیولو سره سمدستي یو ځانګړی استازی وټاکي.

د هغه په ​​وينا، د بشري حقونو کړکېچ ته په پام سره دا ډېره مهمه ده چې سفير د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې ثابت رېکارډ ولري.

ښاغلي نادري زیاته کړه: "که طالبان له دغه استازي سره له تماس څخه ډډه وکړي، دغه استازی کولای شي په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو د حقونو له فعالانو سره همکاري وکړي."

د یوې نړیوالې تماس ډلې جوړول، د طالبانو او نورو افغان ډلو ترمنځ په شفافیت سره پر خبرو ټینګار او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې همغږي هغه نور څه دي چې ښاغلي نادري ټینګار وکړ.
​