مزارشریف ښار د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزاوه

د افغانستان په شمال کې د مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکو پر ځايي وخت د ماسپښين په ۰۳:۵۰ بجو د يوې زلزلې خبر ورکړ. د امريکا ځمکپوهنې مرکز ليکلي، چې دغه زلزله د ريښتر په کچه ۵ درجې د بلخ سوېل لوېديځ ته په ۱۹ کيلومترۍ کې شوې ده.
د مزار د طالبانو د والي ویاند حاجي زايد هم پر خپله اېکس پاڼه د يوې «زورورې» زلزلې خبر ورکړی.
نوموړي ليکلي، چې د زلزلې له کبله تر دا مهاله کومه جدي ستونزه نده رامنځ ته شوې.





