• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازو د دوحې غونډې له رسمي پیل مخکې خبرې اترې وکړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د ایران ځانګړي استازي د دوحې د غونډې د لومړۍ ورځې له رسمي پیل مخکې وویل، چې د پاکستان، روسیې او چین له استازو سره یې «مهمه ناسته» کړې ده. حسن کاظمي قمي ویلي، د دغو څلورو هېوادونو استازو د دوحې له غونډې مخکې، د طالبانو په کوربه توب کابل کې د غونډې وضعیت «بيا کتنه» وکړه.

هغه زیاته کړه د افغانستان خلک، ټولیز امنیت او یوه داسې پروسه، چې د امنیت او ثبات او د خلکو هوساینې تضمین کولای شي د دغو څلورو هېوادونو ګډه مسله ده.

د دې ناستې د جزییاتو په اړه لا نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ایران، روسیه او چین د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره موافق نه دي.

پاکستان لا هم په دې اړه واضح دریځ نه لري.

طالبانو تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو له خوا د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی

کاظمي قمي هم د «سیمه ییزو اړیکو کمیټه» یوه مهمه او موثره پروسه ګڼلې ده.

د سیمه ییزو اړیکو کمېټه یا تماس ډله د تهران په وړاندیز جوړه شوې او په همدې چوکاټ کې طالبانو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه توب وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

صدر ابراهیم شمال کې له طالب امنیتي مسوولانو غوښتي خپلې پرېکړې له والیانو سره شریکې کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال په شمال کې امنیتي مسوولینو ته ویلي، چې والیان د دې ډلې د مشر استازي دي او باید خپلې پرېکړې او مشورې دې ور سره شریکې کړي. صدر ابراهیم دا خبره پرون د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال د امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې کړې ده.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د صدر ابراهیم په مشرۍ له کابل د ورغلي پلاوي د شمال زون په کچه د ولایتونو واليانو، د والیانو مرستیالانو، قومندانانو، د استخباراتو رییسانو، د علماوو شورا رییسانو او د لیواوو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

حاجي زاید پرون په خپل اېکس کې د صدر ابراهیم په حواله زیاته کړې چې دې ناستې سره غواړي د بلخ، سرپل، سمنګان، فاریاب او جوزجان ولایتونو د طالبانو د نظامي مسوولینو او دولتي ادارو ترمنځه هماهنګي زیاته شي.

صدر ابراهیم په خبرو کې ټینګار کړی چې د ولایتونو واليان د ملا هبت الله له لوري نماینده ګان رالیږل شوي او هره برخه کې مشورې او پرېکړې باید له دوی سره شریکې شي.

صدر ابراهیم تاکید کړی، چې امنیت ته پوره پام وشي او هر مسول کس خپلو دندوه توجو ولري.

دغه لوړ رتبه طالب چارواکي خپلو مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده، چې د ټولو ادارو چارې به دوی ۲۴ ساعته څاري او هیڅ ارګان د قانون او شریعت خلاف کار نشي کولی.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د تاجکستان او افغانستان د پولو د امنیت د ټینګښت پلان تصویبوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ټولیز امنیت تړون سازمان به سږ کال د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د امنیت د ټینګولو پلان تصویب کړي. سراج الدین مهرالدین وویل: «موږ په ګډه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو لپاره اقدامات کولی شو.»

د تاس خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي د دغه پلان جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل: «افغانستان ته څېرمه د یوه امنیتي کمربند د جوړولو لپاره د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان نوښت، چې هغه یې په نړیوالو فورمونو کې وړاندیز کړی دی، نه یوازې دا چې په افغانستان کې د کلابندۍ د جوړولو لپاره دی، بلکې، دا د دواړو خواوو د شرایطو د رامنځته کولو لپاره چمتو شوی.»

امام علي رحمان د ۱۴۰۱ کال د تلې په میاشت کې د ګډ امنیتي تړون د سازمان په فوق العاده غونډه کې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو طرحه وړاندې کړه.

ښاغلي رحمان داسې مهال خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتوالی مستقیماً د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د غړو هېوادونو پر امنیت اغېز کوي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف او د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف دوه ورځې وړاندې په بشکیک کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې اوس هم په افغانستان کې شل نړیوالې ترهګرې ډلې فعالې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې رد کړې.
​

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ور کوونکی د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، د دوحي په غونډه کې ګډون نه کوي. ریچارډ بېنټ د دوحې ناستې د ترسره کیدو په درشل کې نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې هیله من دی دا غونډه د کلیدي اړخونو ترمنځ د یو شمېر معتبرو او ټول ګډونه غونډو لامل شي.

نوموړي همداراز لیکلي، چې په دې غونډه کې باید د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه بحث ته لومړیتوب ورکړل شي.
د دوحې ناسته به نن د شاوخوا شلو هیوادونو د استازو په ګډون تر راتلونکو څو ساعتونو پیل شي.
د افغانستان انټرنېشنل د خبریال عارف یغقوبي په خبره، د ملګرو ملتونو د سر منشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون ګڼ استازي د غونډې ځای ته رسېدلي دي.
د یو شمیر راپورونو پر اساس، دا غونډه به د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ور کړې وه، خو دې ډلې پرون وویل، چې د دوی شرطونه نه دي منل شوي، ځکه «بې ګټې» ګډون نه کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو ته یې ویلي و، چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.

طالبان په خپله اعلامیه کې وایي، دا غونډه د دوی او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو او ستونزو د حل لپاره ښه فرصت و.



د کندهار والي: له دې وروسته له ساه لرونکو څخه د انځور او ویډیو اخیستل بند دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۳۳ GMT+۰

ملا شیرین په کندهار کې ټولو ادارو او عامو خلکو ته امر کړی چې نور دې د ساه لرونکو له انځورونو او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه دغه امر د یوه لیکلي مکتوب له لارې د کندهار ټولو ادارو ته کړی دی.

له سوېلي ولایت کندهار څخه سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت ټولو ادارو ته مکتوب لیږلی او امر یې کړی چې، په راتلونکې کې به په خپلو ټولو رسمي او نا رسمي ناستو کې د ساه لرونکو له تصویر اخیستلو او ویډیو کولو څخه ډډه وکړي.

100%

د کندهار والي ملا شرین چې د سولې د مذاکراتي ډلې غړی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له نږدې کسانو څخه دی، د دغه ولایت ټولو ادارو په لیږل شوي مکتوب کې ویلي، چې د انځور او ویډیو اخیستلو زیان له ګټې څخه ډیر دی.

همدارنګه په دغه مکتوب کې ټولو ادارو امر ته شوی چې د خپلو فعالیتونو راپورونه په لیکلي او غږیزه بڼه خپاره کړي.

په کندهار کې د طالبانو له لوري پر انځور اخیستلو دغه تازه بندیز په داسې مهال لګول کیږي چې، په افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ،له کوره بهر د ښځو پر کار کولو او نورو وروته مسایلو لا له وړاندې بندیزونه لګول شوي دي.

طالبانو په خپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې پر انځور اخیستلو بندیز لګلولی و او دغه کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی و، دغې ډلې په دویم ځل واک ته تر رسیدو وړاندې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه چې دوی له پخوا بدل شوي او دا ځل به یې چارې او بندیزونه د پخوا په څېر نه وي.

د ملا شیرین له لوري د تازه خپاره شوي مکتوب له لارې په انځور اخیستلو بندیز د طالبانو د ډلې د پخواني دريځ څرګندويي کوي.

مونیخ غونډې ته د طالبانو غبرګون: دلته هیڅ بهرنۍ ډلې نشته او نه د فعالیت اجازه ورکوو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونیخ کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې خبرپاڼې ته چې پکې راغلي وو، «طالبانو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی» غبرګون ښودلی او وايي په مونیخ کې وړاندې شوې اندېښنې «بې ځایه» دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۲۹مه) په اېکس پاڼه په مونیخ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د ګدې اعلاميې خپرولو ته توند غبرګون ښودلی او لیکلی یې دي، «په مونیخ کې د افغانستان په اړه وړاندې شوې اندېښنې بې ځایه دي.»

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ په امنیتي غونډه کې د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، طالبانو له ټولنې او سیاسي پرېکړو څخه د ښځو د ایستلو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی.

خو مجاهد وايي، «افغانستان له کلونو وروسته امن دی، هیڅ بهرنۍ ډلې دلته نشته او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي.»

همدارنګه نوموړی وايي، د ځینو کړیو له لوري د ناسمو معلومات وړاندې کولو له امله د دا ډول اندېښنو خپرول له افغانستانه د ګواښ او ویرې احساس پیدا کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مونیخ امنیتي غونډې ګډې خپرباڼې ته په غبرګون کې زیاتوي چې د «چا اعلامیو او تشویشونو ته منتظر نه پاته کیږي.»

د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیخټین شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ د امنیتي غونډې په دویمه ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو لخوا د ښځو څنډې ته کولو او د جنسیت پر بنسټ سیستماتیکه ځورونه وغندله او ویې ویل چې طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د «تر ټولو ناوړه او تر ټولو ډارونکي» وضعیت مسوول دي.