دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه نن شپږ بجې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب پېلږیږي

د افغانستان لپاره د نړۍ هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه غونډه نن یک شنبې د (سلواغي ۲۹مه) شپږ بجې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونوګوترېش په کوربه توب پېلیږي.

د افغانستان لپاره د نړۍ هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه غونډه نن یک شنبې د (سلواغي ۲۹مه) شپږ بجې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونوګوترېش په کوربه توب پېلیږي.
د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو استازي دلته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه خپل دریځ ته رایه ورکوي.
تمه ده چې انتونیو ګوتریش به له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو بهیر د پیل لپاره د هېوادونو د ګډ دریځ غوښتنه وکړي او د خبرو اترو اصلي برخه به سبا دوشنبه په دوحه کې ترسره شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې کوونکې ادارې له افغانستان سره د سویس د ۱.۹ میلیون ډالرو د مرستو خبر ورکړ. اوچا ویلي دي، چې دغه پیسې یې د افغانستان بشردوستانه صندوق ته سپارلې دي.
دې ادارې نن په خپل اېکس د سویس له دې مرستو مننه کړې او زیاته یې ده، چې دغه هیواد تیر کال د مرغومې په میاشت کې هم له افغانستان سره د څلور میلیون ډالرو مرسته کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې روان اقتصادي ناورین د بشردوستانه مرستو اړتیا زیاته کړې ده.
تر دې مخکې هم اوچا اعلان کړی و، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بیړني حالت سره مخ دی.
دغه دفتر وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملا شیرین په کندهار کې ټولو ادارو او عامو خلکو ته امر کړی چې نور دې د ساه لرونکو له انځورونو او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه دغه امر د یوه لیکلي مکتوب له لارې د کندهار ټولو ادارو ته کړی دی.
له سوېلي ولایت کندهار څخه سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت ټولو ادارو ته مکتوب لیږلی او امر یې کړی چې، په راتلونکې کې به په خپلو ټولو رسمي او نا رسمي ناستو کې د ساه لرونکو له تصویر اخیستلو او ویډیو کولو څخه ډډه وکړي.

د کندهار والي ملا شرین چې د سولې د مذاکراتي ډلې غړی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له نږدې کسانو څخه دی، د دغه ولایت ټولو ادارو په لیږل شوي مکتوب کې ویلي، چې د انځور او ویډیو اخیستلو زیان له ګټې څخه ډیر دی.
همدارنګه په دغه مکتوب کې ټولو ادارو امر ته شوی چې د خپلو فعالیتونو راپورونه په لیکلي او غږیزه بڼه خپاره کړي.
په کندهار کې د طالبانو له لوري پر انځور اخیستلو دغه تازه بندیز په داسې مهال لګول کیږي چې، په افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ،له کوره بهر د ښځو پر کار کولو او نورو وروته مسایلو لا له وړاندې بندیزونه لګول شوي دي.
طالبانو په خپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې پر انځور اخیستلو بندیز لګلولی و او دغه کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی و، دغې ډلې په دویم ځل واک ته تر رسیدو وړاندې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه چې دوی له پخوا بدل شوي او دا ځل به یې چارې او بندیزونه د پخوا په څېر نه وي.
د ملا شیرین له لوري د تازه خپاره شوي مکتوب له لارې په انځور اخیستلو بندیز د طالبانو د ډلې د پخواني دريځ څرګندويي کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونیخ کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې خبرپاڼې ته چې پکې راغلي وو، «طالبانو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی» غبرګون ښودلی او وايي په مونیخ کې وړاندې شوې اندېښنې «بې ځایه» دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۲۹مه) په اېکس پاڼه په مونیخ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د ګدې اعلاميې خپرولو ته توند غبرګون ښودلی او لیکلی یې دي، «په مونیخ کې د افغانستان په اړه وړاندې شوې اندېښنې بې ځایه دي.»
د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ په امنیتي غونډه کې د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، طالبانو له ټولنې او سیاسي پرېکړو څخه د ښځو د ایستلو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی.
خو مجاهد وايي، «افغانستان له کلونو وروسته امن دی، هیڅ بهرنۍ ډلې دلته نشته او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي.»
همدارنګه نوموړی وايي، د ځینو کړیو له لوري د ناسمو معلومات وړاندې کولو له امله د دا ډول اندېښنو خپرول له افغانستانه د ګواښ او ویرې احساس پیدا کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مونیخ امنیتي غونډې ګډې خپرباڼې ته په غبرګون کې زیاتوي چې د «چا اعلامیو او تشویشونو ته منتظر نه پاته کیږي.»
د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیخټین شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ د امنیتي غونډې په دویمه ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو لخوا د ښځو څنډې ته کولو او د جنسیت پر بنسټ سیستماتیکه ځورونه وغندله او ویې ویل چې طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د «تر ټولو ناوړه او تر ټولو ډارونکي» وضعیت مسوول دي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په لړ کې یې یو لک او دوه زره او ۳۲۷ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي. دغې ادارې نن یکشنبه د (سلواغې ۲۹مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.
یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له ۲۰مې تر ۲۶مې نیټې پورې کړي دي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۸۷ زره او ۴۷۱ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۱۱۹ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۷۳۷ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر یو لک او دوه زره او ۳۲۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.
د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۳۳۷۷ ټنه صادر شوي، چې په دې کې کینو، کچالو او د انارو اوبه (جوس) شامل دي.
دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته یې صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.
تېره اوونۍ د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره ويلي و، چې د یوې اوونۍ په لړ کې یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له ۱۳مې تر ۱۹مې نیټې پورې ۹۱ زره او ۵۹۳ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي وو.

سرچینې وايي، په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی د خامه پریس رسنۍ مسوول مدیر منصور نیکمل د دغې ډلې له بنده خوشې شوی دی. دغه خبریال تېره ورځ د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري تر ورغوښتلو وروسته نیول شوی او بندي و.
د ښاغلي نیکمل یوه نږدې ملګري له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره د خبرو پر مهال وويل چې هغه نن له بنده خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې پرون شنبه د «خامه پریس» په نوم د یوې رسنۍ مسوول مدیر منصور نېکمل پر نېول کېدو اندېښنه ښودلې وه او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.
طالبانو په رسمي ډول له رسنیو سره لا په دې اړه خبرې نه دي کړې.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې ښاغلي نیکمل له دوو کلونو راهیسې په کابل کې د خامه پریس خبري اژانس د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوله.
د خامه پریس مشر خوشنود نبي زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي و، چې نیکمل د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه)د یوې ځوانې میرمنې د انځور د خپرولو په تور د یو کس له خوا چې ځان یې د امربالعروف وزارت ویاند معرفي کړی، ورغوښتل شوی او بیا نیول شوی و.
