اهل هنود او سېکانو له طالب چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې ددوی ډیرې ځمکې غصب شوې دي

ریاست الوزراء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښار د ۲۲ ناحیو له یو شمېر مشرانو، وکیلانو، د شیعه ګانو او سېکانو له استازو د مولوي عبدالکبیر د ناستې خبر ورکړ. اهل هنود او سېکانو په دې کتنه کې د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.





