• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچیني: ډیورنډ کرښې ته نږدې پکتیکا کې ماین چاودنې څلورو 'پاکستانیانو' ته مرګژوبله اړولې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا لوري ته پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنې، یو پاکستانی وګړی وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي.

له اغزن تار څخه د افغانستان لوري ته د یادو پاکستاني وګړو د سفر په اړه نور نورجزییات نه دي ورکړل شوي.

دا لا نه ده معلومه چې دغه وژل شوي او ټپیان شوي کسان په چا پورې اړوند دي.

تر دې مهاله طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان استازی: د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو نوی استازی نه ټاکل کېږي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی استازی ونه ټاکل شي. ښاغلي دراني د افغانستان انټرنشنل خبريال ته وويل چې د ځانګړي استازي د ټاکلو خبرې به دوام ولري.

نوموړي د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په څنډه کې له خپلو امریکايي، برېتانوي، هالنډي، ایراني، چینايي او روسیې سیالانو سره جلا جلا کتنې درلودې.

تر دې مخکې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون د سرچینو په حواله ویلي و چې ښاغلي دراني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ملاتړ کړی دی.

د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان په اړه د دوحې دویمه غونډه نن دوشنبه هم دوام لري.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش نن دوشنبه د کابل پر وخت شاوخوا څلور نیمې بجې رسنیو ته د دې غونډې په اړه جزییات ورکړي.

طالبان: په نورستان کې د غره ښوېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۵ کسانو ته لوړ شو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د نورګرام ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې غره ښوېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شو. تر دې وړاندې د دغې ولسوالۍ طالب چارواکو ويلي و چې په دغې پېښه کې پنځه تنه مړه شوي. د معلوماتو له مخې د پیښې شمېرې لاهم نه دي وروستۍ شوې.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مرستیال مولوي ګوهر وايي، تېره شپه ناوخته په تتین دره سیمه کې د غره ښوېدنې له امله ۲۵ کسان مړه دي او یو شمیر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د نورستان ولسوالۍ دغه سیمه ییز چارواکی په یو ویډیويي پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون له لوري خپور شوی وايي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري خو د کورنو د ویجاړۍ له امله ۲۲ کسان نادرکه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو د ورېدو له امله د ګڼو سیمو د تګ راتګ لارې بندې شوې دي.

د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د برېتانوي او جاپاني چارواکو غونډه جوړه شوه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت له جاپاني چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د یوې ګډې غونډې د جوړولو خبر ورکړ. د یکشنبې په ورځ سفارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ښځو، سولې او امنیت په غونډه کې د افغان ښځو د ملاتړ پر څرنګوالي بحث وشو.

د افغانستان لپاره د برېتانیې سفارت چې له دوحې څخه کار کوي، ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونه د مذاکراتو وړ نه دي.

په افغانستان کې د برېتانیې سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن چې په دې غونډه کې حاضر و، او په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د مسلو په اړه د غونډې دویمه ورځ ده چې د افغان ښځو او نجونو په مسلو به هم خبرې پکې وشي.

نورستان کې د غره ښوېدنې له امله پنځه کسان مړه شوي او شل کورونه ویجاړ شوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۵ GMT+۰

سرچینې وايي تېره شپه د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په تتین دره کې د غره ښوېدنې له امله پنځه تنه مړه شوي او شل کورونه ویجاړ شوي دي. ويل کیږي چې کېدای شي د مړو او ټپیانو شمېر تردې لوړ وي خو دا لومړنۍ شمېرې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۳۰مه) د نورستان د ځايي چارواکو له قوله ویلي، چې د یاد ولایت د نورګرام ولسوالۍ په تتین دره کې د ډیرو ورښتونو او واورو له امله د یوه کلي شل کورونه تر خاورو او کمرونو لاندې شوي دي.

ځايي طالب چارواکو ویلي، په سیمه کې د مرګ ژوبلې شمېر ډیر دی او تردې دمه یې د لټون عملیاتو پر مهال د پنځو کسانو جسدونه له خاورو را ایستلي دي.

بل خوا په نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو مشر محمد نبي عادل وايي، چې د ډیرو ورښتونو او واورو ښوېدو له امله د کونړـ نورستان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شاوخوا ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو د ورېدو خبر ورکړی و او د تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واوره او بارانونه وریږي.

پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو ملاتړ کړی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۴ GMT+۰

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله لیکلي چې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ د طالبانو د خوښې خلاف کړی. یوې سرچینې ویلي چې پاکستان ځان مسوول نه ګڼي چې د طالبانو له دریځه دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د څه باندې ۲۰ هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون پیل شوې، چې د افغانستان کړکېچن وضعیت او له طالبانو سره د نړۍ د خبرو اترو د حل لارې چارې ولټول شي.

د پاکستاني پلاوي مشري د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی کوي.

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي، چې مخکې پاکستان د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو اوس یې د دې وړاندیز ملاتړ کوي.

اسلام اباد ویلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید «مسلمان، تجربه کار ډیپلوماټ او د سیمې اوسیدونکی» وي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په اړه د پاکستان د دریځ بدلون د طالبانو له هغه دریځ سره په ټکر کې دی چې په وار وار یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره خپل مخالفت څرګند کړی. ایکسپریس ټرېبیون د یوه پاکستاني چارواکي له خولې لیکلي چې اسلام اباد نور په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو د غوښتنو دفاع نه کوي.

که په رسمي توګه تایید شي، داسې ښکاري چې د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره د دراني ملاتړ د تحریک طالبان پاکستان وسله والو څخه د ملاتړ لپاره د افغان طالبانو سره د پاکستان د دوامداره ناخوښۍ بېلګه ده چې په تېر یو کال کې یې د پاکستان په پوځي ځواکونو د خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.